لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پېمرا پر ټیلیویژنونو د مجرم او اشتهاري ګرځول شوو د وینا په خپرولو بندیز ولګاوه


واشنګټن ــــ د پاکستان د الیکټرانیک مېډیا د انتظام سرکاري ادارې پېمرا د چا نوم نه دی اخیستی خو ټولو سټلایټ ټیلیویژن چېنلونو ته یې خبرداری جاري کړی چې د مجرم او اشتهاري اعلان شوي تن ویناوې، مرکې او غونډو ته خطاب دې نه خپروي.

پېمرا د پنجشنبې- زیارت په ورځ په دې جاري کړې حکمنامه کې دا هم ویلي چې په ټیلیویژنونو کې دې پر هغه مسایلو هیڅ ډول بحثونه نه کېږي چې لا په عدالت کې فیصله شوي نه وي.

پېمرا دا خبرداری وروسته له هغه جاري کړی چې د پاکستان پخواني وزیراعظم نواز شریف- چې عدالت اشتهاري اعلان کړی- په وروستیو کې له لندنه ټول ګوند کانفرنس او د خپل ګوند یوې غونډې ته آنلاین ویناوې کړې وې چې د پاکستان له ټیلیویژنونو خپرې شوې وې او په هغه کې یې پر پوځ، حکومت او عدالت نیوکې کړې وې.

نواز شریف په لندن کې رسنیو ته د پېمرا له خوا لګېدلي بندیز ته په جواب کې ویلي "دوی به لا نور څه څه وکړي، خو اوس د بندیزونو زمانه تېره ده او د تېرېدو یې هم ډېر وخت شوی دی، اوس نوې زمانه ده بندیزونه نه چلېږي".

د ډان ورځپاڼې د خبر له مخې پېمرا دا ګام د محمد اظهر صدیق په نامه یو تن د شکایت په نتیجه کې اخیستی، چې غوښتنه یې کړې د عدالت له خوا د مجرم اعلان شوي تن ویناوې دې نه خپرېږي.

پېمرا ویلي چې خپل د 2019م کال د اکتوبر د میاشتې له هدایتنامې سره سم یې هغه وخت هم د ټولو ټیلیویژن چېنلونو جواز یا لایسنس لرونکو ته خبرداری ورکړی وو، چې خپله دفتري کمېټۍ جوړه کړي او پخپلو نشریاتو کې د الیکټرانک مېډیا د 2015م کال ضابطه اخلاق باوري کړي.

د الیکټرانک مېډیا د انتظام دې سرکاري ادارې د سپریم کورټ د 2016م او 2019م کلونو پرېکړو ته په اشارو سره خبرداری ورکړی، چې که کوم چېنل د پېمرا له هدایتنامې سرغړونه وکړي په ضد به یې د پېمرا د فرمان د 29 او 30 مادې په بنیاد ګام واخیستل شي، چې وایي په هغه کې جرمانه او د لایسنس منسوخېدل شامل دي.

د پېمرا په جاري کړل شوي خبرداري کې د 2016م کال "پاکستان لا ډایجسټ" په نوم قانون ته اشاره شوې چې وایي مجرم او اشتهاري اعلان شوی تن له قانون سره سم د عام تن غوندې له مراعاتو خوند نه شي اخیستلای او نه هم د عام تن غوندې له ټاکلیو حقونو خوند اخیستلای شي.

د پاکستان سپریم کورټ په 2016م کال کې ویلي وو چې په دې هېواد کې 59,267 کسان اشتهاري اعلان شوي دي چې وایي کېدای شي دوی د عامو خلکو غوندې اسانتیاوې لري لکه بېنک ته لاسرسی لرل، د جایداد منتقلي، د تګ راتګ، د سیم کارډ اخیستل او داسې نور.

عدالت ویلي وو چې که دغه کسان د عامو خلکو غوندې حقوق لري نو بیا د دوی اشتهاري اعلانول هغه قانوني تقاضې نه پوره کوي چې په اساس یې هغه مجرم ګرځول شوی وي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG