لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مولانا فضل الرحمان د تحریک انصاف د حکومت مخالفه غورځنګ مشر جوړ کړی شوی


د جمعيت علمااسلام [ف] ډلې مشر مولانا فضل الرحمان د پاکستان تحریک انصاف ګوند د حکومت ضد د مخالفه ګوندونو جوړ غورځنګ مشر جوړ کړی شوی دی.

د مولانا فضل الرحمان د مشرۍ پرېکړه پرون د خالي/ شنبې په ورځ د مخالفه ګوندونو د غورځنګ [پاکستان ډېموکرېټک مومنټي يا پي ډي اېم] د ويډيوي لارې په غونډه کې شوې ده.

د پاکستان تحریک انصاف ګوند د حکومت يو مرکزي وزیر فواد چودري د مولانا دمشر جوړېدو په اړه په ټويټر ویلي،

"دا د پاکستان دپاره د خفګان ورځ ده چې يو انتهاپسنده ملا چې د افغانستان ترهګرو ډلو ته نزدې ګڼل کيږي، د حکومت مخالفه ګوندونو د غورځنګ مشر کړی شوی، د هند په څېر چې هلته انتهاپسند په حکومت کې دي، د پاکستان خلک به کله هم په مرکزي سياست کې انتهاپسندو ته مشري ور نه کړي".

د راپورونو ترمخه د پي ډي اېم په پرونۍ غونډه کې د فضل الرحمان د مشرۍ دپاره نوم د مسلم ليګ ن مشر نوازشریف ورکړی او بيا يې د پيپلز ګوند مشر بلاول بټو زرداري تائيد کړی دی.

پي ډي اېم د د حکومت مخالفه ګوندونو د روان کال د ستمبر په 20 نېټه جوړ کړی، چې پکې مسلم ليګ ن، پاکستان پيپلز ګوند، جميعت علما اسلام ف، عوامي نيشنل ګوند، پښتونخوا ملي عوامي ګوند، بي اين پي مېنګل، نېشنل پارټۍ او د قومي وطن پارټۍ په ګډون د اپوزيشن 11 ګوندونه شامل دي.

حکومت د پي ډي اېم جوړېدو ته په ځواب کې ویلي ؤ چې مخالفه ګوندونه د خپلو مشرانو د بډو رشوتونو د پټولو دپاره په حکومت فشار اچوي.

د مخالفه ګوندونو مشران د عمران خان حکومت د پاکستان د پوځ په لاس جوړ شوی حکومت بلي او د دې حکومت د ړنګولو اعلان يې کړی دی، مخالفه ګوندونو د پاکستان پوځ او استخباراتي ادارې يې په سياست کې د لاسوهنې په تور تورنې کړي دي.

خود پاکستان پوځ د اپوزيشن ګوندونو دغه تورونه رد کړي او وايي سياسي مشران دې پوځ په خپلو سياسي معاملو کې شريک نه ګڼي او نه دې ورباندې داسې تورونه لګوي.

پي ډي اېم د جوړېدو سره سم د حکومت مخالفه غورځنګ په درې پړاؤنو کې وېشلی چې اول به په ملکي کچه اولسي غونډې کوي، بيا به احتجاجونه او لاريونونه او په اخري پړاؤ کې به په جنورۍ 2021 کې اسلام اباد ته ختمي لانګ مارچ کوي.

د مخالفه ګوندونو مشرانو ویلي، د ټاکل [سليکټډ] شوي وزيراعظم نه د استعفا اخستو او په سياست کې د اسټبلشمنټ د رول ختمولو دپاره به ټولې سياسي او جمهوري لارې خپلوي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG