لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

باجوړ: د جماعت اسلامي د ځايي مشر پرضد په وکيلانو د بريد مقدمه درج شوې


په باجوړ کې وکيلانو د جماعت اسلامي ګوند د ځايي مشر هغه عمل غندلی چې د وکيلانو د سوګند پورته کولو په دستوره کې د جماعت اسلامي ځايي مشر اړی ګړی جوړ کړی او د وکيلانو په وېنا په دوی يې ګوزارونه کړي دي.

د باجوړ د وکيلانو د اتحاديې جنرل سيکرټري نصير احمد وايي، د وکيلانو د سوګند پورته کولو دستورې ته يې د پارلیمان غړی محسن داوړ بللی او چې کله هغه ته د وېنا دپاره بلنه ورکړی شوه، هغه چې سټېج ته راغلو په دغه وخت کې د جماعت اسلامي د باجوړ امير هارون رشيد سره د ملګرو په سټېج حمله وکړه.

هغه تور ولګوؤ چې د هارون رشيد او ملګرو مقصد يې په محسن داوړ حمله وه چې هغه نقصان ورسوي خو محسن داوړ بچ کړی شو او هغوی بيا په نورو وکیلانو ګوزارونه وکړه چې څو کسان پکې ژوبل شوي هم دي.

نصير احمد زياته کړه دوی د هارون رشيد او ملګرو پرضد مقدمه درج کړې او د سپريم کورټ د فېصلې په رڼا کې په هغو باندې په جوړه مقدمه کې به د ترهګرۍ مادې شاملوی شي ځکه چې دوی په وکیلانو بريد کړی دی.

محسن داوړ وايي هغه د باجوړ بار اېسوسي اېشن په بلنه دغه دستورې ته ورغلی او د پېښې په اړه وايي دا هغه سوچ دی چې د اولې ورځې نه د دوی د بيانیې مخالفت کوي او د بېلابيلو لارو د دوی په وړاندې خنډان جوړوي.

وي اوای ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل د چا د نظر سره د اختلاف کولو دغه طريقه نه ده دغه ډول کار هغه خلک کوي چې په زوره خپله خبره په چا مسلط کول غواړي.

وي اوای ډيوه د هارون رشید سره رابطه وکړه، هغه په جواب کې وویل دی پخپله په دې غونډه کې مېلمه وو او وایي پر وکیلانو چې کوم ګوزارونه شوي دا د یوې دسیسې په بنیاد شوي او غوښتنه کوي چې عدالتي‌ پلټنې دې یې وشي.

هارون رشید تور پورې کړ چې دا دسیسه د باجوړ د وکیلانو جنرل سیکرټري نصیراحمد جوړه کړې وه او د دې پوښتنې په جواب کې چې ده پر وکیلانو ګوزار کړی وویل: "د خپلې دفاع دپاره خلک ځان بچ کوي". خو نصیراحمد بیا هارون رشید د دې برید ذمه وار ګڼي.

د جماعت اسلامي ګوند د خېبرپښتونخوا مشر سېنېټر مشتاق احمد خان په ياده پېښه د افسوس څرګندونه کړې او ويلي يې دي د يادې پېښې په لړ کې يې د محسن داوړ سره خبرې شوي او د هغه نه يې بخښنه غوښتې ده.

هغه ويلي د ګوند په کچه يې د پېښې د پلټنو دپاره کميټي جوړه کړې چې مالومه کړي چې غلطي چرته شوې ده.

محسن داوړ هم منلې چې مشتاق احمد خان ورسره په ټيلیفون خبرې کړي دي د یادې پېښې غندنه يې کړې او د هغه نه يې بخښنه غوښتې ده.

په ټولنيزو رسنيو هم د دغه پېښې غندنه شوې چې د جماعت اسلامي د باجوړ مشر د پښتنو د روایاتو خلاف کار کړی او په مېلمه یې لاس اوچت کړی دی.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG