لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شاه محمود قریشي:دوحه کې دافغانانو خپل منځي خبرې دسیمې امن دپاره مهم پرمختګ دی


دپاکستان دبهرینو چارو وزیر ښاغلي شاه محمود قریشي دوحه کې دافغانانو ترمنځ روانې خپل منځي خبرې دسیمې دامن دپاره یو مهم پرمختګ بللی اؤ ویلي یې دي پاکستان هیله لري افغان خواوې به د سولې دپاره رامنځته شوي دې فرصت څخه غوره استفاده وکړي.

دنهې په ورځ د پاکستان دهمخیاله هیوادونو انلاین غونډې ته خپله وینا کې شاه محمود قریشي ویلي پاکستان دا ګڼي چې افغانستان کې دامن ټینګښت یوازې دافغانستان دپاره نه بلکې دپاکستان اؤ‌ ټولې سیمې دپاره خورا ارزښت لري اؤ دغلته دامن ټینګښت دټولې سیمې دثبات لامل ګرځي.

دپاکستان د دولتي ټي‌وي د رپورټ له مخې ښاغلي قریشي ویلي پاکستان د روان کال په پیل کې په دوحه کې د امریکا اؤ طالبانو تر منځ دسولې ترسره شوي تړون کې مهم رول لوبولی اؤ ددغه تړون ترسره کیدو ته یې لاره هواره کړې ده.

دبهرنیو چارو وزیر وویل دا چې اوس طالبان اؤ دافغانستان دحکومت اؤ بیلابیلو اړخونو استازي په دوحه کې خپل منځي خبرو ته ناست دي پاکستان هیله لري چې دوئ به یوې داسې هوکړې ته ورسیږي چې هغه افغانانو ته د منلو وړ وي اؤ ترمخه یې افغانستان کې په امن اؤ سوله اتفاق وشي.

دطالبانو اؤ افغان دولت دمرکچي پلاوي ترمنځ قطر کې د ۱۲م ستمبر راهسې خبرې روانې دي خو نړیوال مطبوعات وایي چې دواړه خواوې تراوسه دبین الافغاني خبرو دپاره په ایجنډا تیارولو نه دي متفق شوي اؤ په یو شمیر مهمو موضوعاتو جنجالونه موجود دي.

دافغان سولې دپاره دامریکا دبهرنیو چارو د وزارت استازی زلمی خلیلزاد اؤ دافغانستان ولسمشر اشرف غني هم دا مهال په قطر کې موجود دي اؤ دغو دواړو مشرانو دافغان سولې په اړوند سه شنبې په ورځ خپلو کې یوه لیدنه هم کړې ده.

خليلزاد ویلي، امريکا د افغانانو په مالکيت او مشرۍ د سولې د ملاتړ کوي او مرستې ته تياره ده، "مونږ په ټوله هيوادونو په ځانګړي ډول مهمو لوبغاړو د سولې د ملاتړغږ کوو".

ارګ د ليدنې په اړه په ټویټر ویلي، خليلزاد، اشرف غني ته د افغانانو په مالکیت او رهبرۍ د افغان دولت او طالبانو تر منځ د سولې پروسې د دویم پړاؤ د پیل مبارکي ويلي "او د تاوتریخوالي په زیاتوالي يې خپله اندېښنه څرګنده کړه او همدارنګه یې یو ځل بیا د افغانستان د ملاتړ په اړه د امریکا پر دریځ ټینګار وکړ".

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG