لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په ګلګت بلتستان کې د ملتپال مشر بابا جان او د هغه د ملګرو د خوشي کېدو لپاره احتجاج


واشنګټن ــــ د ګلګت بلتستان په هنزه ښار کې نن پر دویمه ورځ هم د هغه ځای د ملتپال سیاسي مشر بابا جان او د هغه د ملګرو د قید په ضد احتجاجي مظاهره شوې او د هغوی د زر تر زره خوشي کېدو غوښتنه یې کړې ده.

دغه احتجاج د "اسیرانِ هنزه رهایي کمېټي" له خوا کېږي، په احتجاج کې شریک یو ځایي سیاسي مشر شېر غازي وایي:

"دوی ته د نیوي- نیوي کلونو بند سزا اورول شوې ده، سپریم اپیلیټ کورټ ته یې اپیل هم شوی دی، خو په عدالت کې قاضي نه دی ګومارل شوی ځکه خو موږ احتجاج کوو".

د عوامي ورکرز ګوند یو شمر بابا جان او 13 نور کسان نهه کاله وړاندې په 2011م کال کې نیول شوي او "د حکومت په ضد د خلکو د پارولو" په تور د ټول عمري بند په سزا دا مهال د ګلګت بلتستان په جېل کې دي.

په دې احتجاج کې سلګونو کسانو ګډون کړی وو چې د عوامي ورکرز ګوند په ګډون د واکمن تحریک انصاف، پیپلز ګوند، مسلم لیګ ن ګوند، د مذهبي ګوندونو، غیرسرکاري تنظیمونو او د دغو بندي کسانو د کورنۍ غړي پکې شامل وو او د علي اباد هنزه په کالج چوک کې را غونډ شوي وو.

احتجاج کوونکو د بندیانو د خلاسون لپاره شعارونه هم ورکول، د عوامي ورکرز ګوند یو ځایي مشر شاه زمان د احتجاجي غونډې په مهال ویلي، تر څو چې یې غوښتنې نه وي منل شوې احتجاج به یې روان وي:

"زموږ پرلت به تر هغو روان وي چې بندیان مو نه وي خوشي شوي، که بې ګناه وي نو ولې نه خوشي کېږي".

احتجاج کوونکي وایي حکومتي چارواکو تر اوسه له دوی سره خبرې نه دي کړې، خو د ګلګت بلتستان ځایي حکومت وایي انتظامي چارواکي له احتجاج کوونکو سره په تماس کې دي او د هغوی قانوني غوښتنې به له قانون سره سم ومنل شي او وایي احتجاج د هغوی آییني حق دی.

د ګلګت بلتستان موقتي وزیر عبدالجهان د وي او اې ډیوه خبریال احسان محمد خان ته ویلي، چې ده او د ګلګت موقتي وزیراعلی په نیژدې ورځو کې د بابا جان له کورنۍ سره هم لیدلي او غواړي چې دغه مقدمه له عدالت او انصاف سره سم حل کړای شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG