لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپښتونخوا حکومت د دلیپ کمار اؤ راجکپور پلرني کورونه په میوزیمونو بدلوي، وایي پنګې یې ورته بېلې کړي دي


دخیبر پښتونخوا حکومت د هندي فلم انډسټرۍ د دوؤ وتلو ستوریو راجکپور اؤ دلیپ کمار پېښور کې د پلرنیو کورونو په بیعه د اخستو اؤ دهغې نه دمیوزیمونو جوړولو پرېکړه کړې اؤ په دې لړ کې ضلعي انتظامیې د دلیپ کمار په کور سیکشن ۴ هم لګولی دی.

داطلاعاتو دپاره دخیبر پښتونخوا صوبې د وزیراعلی ځانګړي معاون ښاغلي کامران بنګش پخپل یو تازه ویډيو بیان کې پخلی کړی چې صوبایي حکومت پېښور کې د دلیپ کمار دڅلورو مرلو د کور په بیعه داخستو اراده لري.

هغه ویلي دپېښور ضلعي انتظامبې په دې لکړ کې د سیکشن فور دلارې د دلیپ کمار د کور په پلورلو اؤ اخستلو بندیز لګولی دی.

د کامران بنګش د وینا له مخې وړومبي پړاؤ کې به د دلیپ کمار کور په بیعه اخستی شي چې دهغې دپاره حکومت پنګې ورکوي اؤ په دویم پړاؤ کې به دغه کور کې دبیا جوړونې کارونه کولی اؤ دغه کور به خپل زوړ حالت ته راوستلی شي.

د پېښور ضلعې ډپټي کمشنر په دې لړ کې په شپږم اکتوبر د زمکې ترلاسه کولو دمادې ۱۸۹۴ سیکشن فور دلاندې اعلامیه هم خبره کړې ده چې پکې ویل شوي دپېښور محله خداداد کې د دلیپ کمار لرغونی کور به سرکاري لګښت اخستل کیږي اؤ تحفظ به ورکړل کیږي.

دخیبر پښتونخوا د لرغونیو اثارو دمحکمې مشر ډاکټر عبدالصمد وي او ای ډیوه ته ویلي پېښور کې اباد دغه کورونه د نړیدو په حال کې دي اؤ ددې د ژغورلو اؤ خوندي کولو په موخه هغه ضلعي انتظامیې ته لیک استولی چې باید دا کورونه په سرکاري تحویل کې واخستل شي اؤ په میوزیمونو بدل کړل شي.

هغه دا هم ویلي چې ددې کورونو اوسني مالکان غواړي دا کورونه وران اؤ په کاروباري پلازو یې بدل کړي اؤ تر څه حده یې دا کورونه نړولي هم دي خو د سیکشن فور لګیدو سره به اوس دوئ نه شي کولی چې دا کورونه ړنګ یا یې وپلوري.

دهندي فلمونو ستر هنرمند دليپ کمار په 11 دسمبر 1922ء کې دپيښور دقصه خوانۍ بازار په محله خداداد کې دڅلور مرلو په يو وړوکي کور کې پيدا شوى ؤ او د8ؤ کالو په عمر دخپل پلار سره هندوستان ته تلى ؤ،

هغه په لسګونو هندي فلمونو کې زړه پورې کردارونه کړي اؤ په نړۍ کې په اربونو مینه وال لري.

مغل اعظم،کرانتي،کرما،نیا دور،رام اور شیام،سوداګر،ګنګنا جمنا،ګوپي،دیوداس،ان،ادمي،کوه نور مشال،شکتي دیدار اؤ ازاد دهغه مشهور فلمونه دي.

تیره ورځ په ټوئټر دلیپ کمار دخپلو مینه والو نه غوښتنه کړې وه چې پېښور کې دهغه دپلرني کور عکسونه باید شيئر کړي اؤ دحکومت لخوا یې دهغه دکور نه د میوزیم د جوړولو پرېکړه هم ستائیلې وه.

هم دا شان کپور خاندان پسې تړلو دهندي فلم انډسټرۍ د وتلو ستورو راجکپور اؤ دهغه دکورنۍ دنورو غړو هم په پېښور کې یوه تاریخي وداني وجود لري خو دیوې پېړۍ نه اباده دغه حویلي هم دبې غورۍ له امله اوس دا دغورځیدو خطر سره مخ ده.

د دغه حویلۍ په هکله کېږي چې د هندي فلمونو د کپور خاندان مشر او فلمي ستوري راج کپور نیکه بشیس وارنت کپور دغه حویلي په کال ۱۹۲۲م کال کې جوړه کړې وه او بیا راج کپور هم په دغه کور کې په ۱۹۲۴م کال کې زیږېدلی و.

دهغه دپلار د وختو حویلي اوس هم دپېښور دکیسه خوانۍ بازار شاته په ډهکي منور شاه محله کې ودانه ده خو ددغه ځائ اوسیدونکي وایي چې اوس دا تاریخي حویلي دومره ورسته شوې اؤ‌ زړه شوې ده چې د غورځېدو په حال کې ده.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG