لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پاکستان کې په صحافت ورځ تر بلې بندیزونه،څېړونکي څه نظر لري؟


پاکستان کې ورځ تر بلې د مطبوعاتو او ټولنیزو رسنیو پرضد حکومتي ګامونو کې اضافه ليدل کېږي او په داسې حال کې چې پرون د هېواد د مواصلاتو دولتي ادارې په ټولنیزه رسنۍ ټيک ټاک بنديز لګولی نو ورسره د اسلام اباد هائیکورټ د هېواد د پلټنو مرکزي اداره اېف ایي ای هم د خبريال رانا ارشد د نيولو نه منعې کړې ده.

مطبوعاتي راپورونه وايي د خبريال رانا محمد ارشد پرضد د پلټنو مرکزي اداره داعتراض وړ ځېنو ټوئټونو په اړه پلټنې کوي او د عدالت مشرقاضي اطهرمن الله وايي د هېواد د دستور د 19 مادې لاندې د صحافث پېشې ته تحفظ ترلاسه دی او په ظاهره اېف ایي ای د اليکټرانيکي جرمونو د مخنیوي دقانون 2016 لاندې د اختياراتو غلط استعمال په اړه د عوامي اهميت پوښتنې راپورته کوي.

په دې وروستیو کې دپاکستان دننه ورځ تر بلې د صحافيانو او ټولنیزو رسنیو پرضد حکومتي ګامونو کې اضافه ليدل کېږي او تېره میاشت هم د هېواد د دوؤ خبريالانو ابصار عالم او بلال فاروقي پرضد د پنجاب او کراچۍ په ښارونو کې د غدارۍ او بغاوت مقدمې درج کړل شوې وې

د جمعې په ورځ پاکستان ټيلي کميونيکېش اتهارټي د سوشل مېډيا په مشهور اېپليکېشن ټک ټاک باندې بندېز لګولی چې اېمنسټي انټرنېشنل ېې غندي او دا د فحاشۍ پرضد د مهم لاندې خلکو ته د ان لاېن اظهار د ازادۍ نه انکار بلي.

پاکستان کې د صحافيانو دحقونو غېر دولتي ادارې فريډم نېټ ورک مشر اقبال خټک ډيوه سره خبرو کې ویلي هېواد کې اوس ازاد صحافت کول ګران شوي دې.

هغه دا اوسنې صورتحال اندېښمن ګرځوي او زياتوي که دا صورتحال هم دغسې روان وي نو پاکستان کې به صحافت کول بېخي نا ممکن شي.

پاکستان کې د سوشل مېډيا د صارفينو د حقونو دتنظيم بايټس فار ال فعال اسامه خلجي په سوشل مېډيا د ورستيو بندېزنو ذمه وار د هېواد د الېکټرونکى جرمونو د مخنیوي د کال 2016 قانون پيکا ګرځوي او وايي ددغه قانون د 27 مادې لاندي اېف ایي ای ته بې کچه اختيارات ورکړی شوي او زياتوي هغه ويني چې دا قانون د اظهار د ازادۍ پرضد کارول کېږي.

د پاکستان حکومت په مطبوعاتو د بندیز تورونه ردوي او وايي د پاکستان تحریک انصاف ګوند حکومت د مېډيا په ازادۍ مکمل باور لري خو په پاکستان کې د صحافيانو لويې تنظیم پاکستان فېډرل يونين اف جرنلسټس مشر ناصر زيدي وایي حکومت هر ډول کوښښ کوي چي سوشل مېډيا او مطبوعات کنټرول کړي.

هغه ډيوه ته ویلي حکومت پرله پسې د مطبوعاتو په ادارتي پاليسو کې مداخله کوي او حال تر دې رارسېدلی چي کالم نګار په ازاده ليکل او د ټي وي کوربه خبرې نه شي کولې.

د صحافيانو نړیوالو تنظيمونو پاکستان د خبريالانو لپاره تر ټولو خطر ناک هېواد ګرځولی. پاکستان کې صحافيانو د حقونو دتنظیم فريډم نېټ ورک شمېرې ښایي چې په تېرو دوو کلونو کې د هېواد دننه اووه خبريالان او بلاګرز وژل شوي او دغه شان د 18 کلونو دوران کې د وژل شوو 130 صحافيانو نه خو قاتلان مالوم شوي او نه چا ته سزا ورکړی شوې ده

XS
SM
MD
LG