لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې دسرو زرو بیعې نورې هم لوړې شوي دي


په نړیوال مارکیټ کې د سرو زرو دبیعو لوړیدو وروسته پاکستان کې هم د سرو زرو بیعې ختلې دي اؤ زرګران وایي دخالي په ورځ یوه توله سره زر په 116200 روپو پلورل شوي دي.

تر دې دمخه په نړیوال مارکیټ کې د یو اونس 24 قیراطه سرو زرو بیعه کې 16 ډالره اضافه شوې اؤ ددې نرخ 1931ؤ ډالرو ته رسېدلی دی.

دپېښور د صرافه بازار یو کاروباري حاجي الیاس وایي په نزدې ورځو کې ښایي په نړیوال مارکیټ کې د سرو زرو بیعې نورې هم لوړې شي چې دهغې اغیز به دپاکستان په مارکیټونو هم کیږي اؤ دلته د سرو زرو بیعې نورې هم ختلی شي.

وي او ای ډیوه سره خبرو کې حاجي الیاس ویلي د خالي په ورځ پېښور،کوټه،کراچۍ،لاهور اؤ نورو لویو ښارونو کې د یوې تولې سرو زرو نرخ 1800 روپۍ ختلی اؤ د10ؤ ګرامو سرو زرو په نرخ کې 1543 روپۍ اضافه شوې ده.

دحاجي الیاس د وینا له مخې پېښور اؤ دپاکستان نورو سترو ښارونو کې دا مهال یوه توله سره زر په 116200 روپۍ اؤ 10 ګرامه سره زر په 99623 روپۍ پلورل کیږي.

د سرو زرو د کاروبارویانو وینا ده چې د دوبۍ د سرو زرو دمارکیټ په پرتله پاکستاني مارکیټونو کې د جمعې په ورځ دیوې تولې سرو زرو بیعه 4000 روپۍ ټیټه وه.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG