لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دبدرمنیر ۱۳م تلین،هیچا یې دهنري خدمتونو یادؤنه ونه کړه


نن دپښتو فلمونو د اولني هیرو بدرمنیر دمړینې ۱۲ کاله پوره شول ، خو د هغه دتلین په اړوند نه خو کومه د ذکر وړ غونډه یا دستوره شوې ده اؤ نه په پاکستاني ميدیا اؤ ټولنیزو رسنیو دبدرمنیر د هنري خدماتو یادؤنه شوې ده.

هغه په ۱۱م اکتوبر کال ۲۰۰۸م کې په لاهور کې د اوږدې ناروغۍ نه وروسته دتل دپاره خپلې سترګې ددې نړۍ نه پټې کړې وې اؤ هم دغلته خاورو ته سپارل شوی ؤ.

دخیبر پښتونخوا دسوات دشاه ګرام سیمې سره تعلق لرونکی بدرمنیر چې څومره لویې هیرو ؤ نو دومره ډیر ساده مزاجه اؤ صادق سړی هم ؤ ،

اوسیدلو دلاهور د تیزو اؤ هوښیارو پنجابیانو په مینځ کې خو خویونه یې بیخي دکلي دجټ ساده زمیدار وؤ.

کره کال اؤ نیټه رانه اوس هیره ده خو فکر کووم ۱۹۹۲یا۹۳ کال ؤ په لاهور کې یې راته دخپل کور په بېټک کې دچائیو په میز دخپل تیر وخت د سختو سوختو کېسې کولې.

راته یې ویل چې “سړیه دبابا د لاسه راباندې سمې سختې تیرې شوي دي کنه، هغه خو ملا سړی ؤ چرته یې داکېسې منلې خو بس زما د هلکوانې نه دا طبیعت داسې مست اؤ چکري شان ؤ ، ملا توب رانه نه کیدلو نو بس بابا به راسره هر وخت په لانجو ؤ ، بیا مې ورته کور پریښودو”

هغه خپل پلار ارواښاد میا یاقوت یادؤلو چې دسوات دمدین په شاه ګرام کلي کې د یو جومات ملا ؤ اؤ دخپلو عقیدتمندو یوه درنه حلقه یې لرله.

بدرمنیر ویل په هلکوانه کې چې کله په کلي کې اوسیدلو نو هغه وخت به خلکو د ماسخوتن د نمونځ نه پس په ځان بړستنې راښکلې اؤ اوده به شول خو دی به دشپې تر ناوخته د ملګرو سره ګرځیدلو ،

دسیتار اؤ منګي په محفلونو کې به ناست ؤ، سحر به بیا د وخته نه شو پاڅیدلی اؤ په همدغه خبره به یې اکثر دپلار نه وهل اؤ رټل خوړل.

ویل یې په” هغه وخت کې ډیره غریبي هم وه، کنه ، کارونه نه وؤ ، بس ټوله ورځ به زلمي په پټو کې په سور تړق په کارونو بوخت وؤ اؤ مانه دومره زړه چاودون نه کیدلو چې په پټي کې په سور نمر کار وکړم”

دبدرمنیر په وینا “څه غریبي شوه اؤ څه دبابا هر وخت رټل اؤ وینا ګانې بس فیصله مې وکړه چې بدره بنده ځه اوځه د سوات نه چرته ښار ته مزدورۍ له لاړ شه”

بدرمنیر ویل دکور نه ېې ځان سره یوه جوړه جامې واخستې، اؤ پېښور ته یې دتللو اراده وکړه خو دلارې دپاره ورسره د کرایه پیسې هم نه وې .

“بس داسې څه لګي شانتې پیسې مې پیدا کړې، ما ویل چې اوس په څه طریقه ځان پېښور ته ورسوم، په هغه وخت کې ګاډي ماډي هم داسې خاص نه وؤ ، خو څه مزل به مې پیاده وکړو، چرته چې به راته سورلي میلاؤ شوه هغې ته به وختم اؤ دغسې ډیر په سختو د ملاکنډ نه راکوز شوم”

دبدرمنیر دا خاطره بیا ډیره خوږه وه چې ویل یې” څه په زړه چاودون مې ځان تخت بهائي پورې راورسولو،مزلې مې کړې وې ، سخت ستړی شوی وم،دغلته مې یو جومات ولیدو، ما ویل راشه دې کې به مونځ هم وکړې اؤ لږه دمه به هم وکړې”

بدرمنیر ویل کله چې دغه جومات ته ورننوتلو اؤ نمونځ یې وکړو نو دځان ددمه کولو په غرض یې په دغه جومات کې په یخ سیوري کې پښې وغځولې خو دومره ستړی شوی ؤ چې هډو په ځان پوهه شوی نه ؤ اؤ خوب وړی ؤ

“اوده شوی وم ،چې راویښ شوم ما وې اوهو بدره بنده دا خو تاته سفر درپغاړه دی اؤ ته خوبونه کوې بس زر،زر مې دپېښور دپاره ځان بیا سفر ته جوړ کړو ، خو یاره باور وکړه چې په دغه جومات کې مې کومې څپلۍ ویستلې وې هغه هم رانه چا ظالمانو پټې کړې وې،بس سخت خفه شوم ما وې خدایه دا مونږ ډیر په ښه حال یو چې لا څپلۍ هم رانه پکې خلکو پټې کړې”

دبدر منیر د وینا له مخې هر شان چې وه خو ځان یې په ډیر کړاؤ پېښور ته ورسولو اؤ بیا یې هلته دکار لټون شروع کړو خو مزه یې نه کوله ،

“تعلیم زما نه ؤ ، بل څه کار کسب ما له نه راتلو بس نو په پېښور کې مې هم لکه دسوات په پټو کې دغنم لؤ شروع کړو ، څه پیسې ټکې مې وګټلې ، خو دغلته بیا مزدورۍ خوند نه راکولو نو کراچۍ ته لاړم د مزدورۍ دپاره”

هغه وایي کراچۍ کې یې ډیر کلیواله وؤ چې مزدوري به یې کوله، دغه کلیواله ؤ بدرمنیر دپاره په یو هوټل کې کار پیدا کړو .

هغه به اول په هوټل کې دخلکو مخې ته چایې ډوډۍ ایښودل، بیا دغه کار خوند ورنکړو اؤ په سړکونو یې روهړۍ (دغره ګټې)ماتول شروع کړل، بیا یې تر څه مودې خرګاډی وچلولو، دهیواد نه بهر هم پکې په غیر قانوني طریقه ووتلو خو هلته ونیول شو اؤ پاکستان ته بیرته راستون کړل شو

خو اخر پرې نصیب مهربانه شو اؤ فلم انډسټرۍ ته دننه شو.

هغه په لمړي سر کې د اردو فلمونو د تکړه ستوري وحید مراد مرحوم سره په دفتر کې چپړاسي بهرتي شو، بیا لائټ مائن شو اؤ په کال ۱۹۶۷کې یې دپښتو اولني جوړیدونکي فلم یوسف خان شیربانو کې دهیرو په توګه دکار کولو چانس پیدا کړو.

دیوسف خان شیربانو دکامیابۍ سره سم د هغه دکامیابۍ سفر هم شروع شو، په خواوشا ۷۵۰فلمونو کې دهیرو په توګه کار وکړو اؤ اؤ ترڅو چې ژوندی ؤ نو پښتنو به له هغه پرته بل څوک په فلم کې دهیرو په توګه نه قبلولو.

بدرمنیر به په اصطلاح "ملنګی بوټی" ډیر زیات څښلو، یو وارې د پېښور په کابلۍ بازار کې د سینیماګانو مخکې ته په یو هوټل کې ماسخوتن مهال دخلکو نه پټ ناست ؤ د اؤ په څادر کې یې د سیګریټ نه کش ویستلو چې پولیسو ونیولو اؤ دخیبربازار پولیس چوکۍ ته یې بوتللو.

بدرمنیر پولیسو ته منتونه کول” صیبه زه بدرمنیر یم، دپښتو فلمونو ډیر غټ هیرو یم ، څله راباندې خلک خبروئ، خوشئ مې کړئ”

کله چې دپښتو ورځپاڼې مشر ښاغلي پیر صیب شاه همدرد صیب دخپل دفتر ترڅنګ بدرمنیر دپولیسو چوکۍ کې ولیدلو نو پولیسو ته یې وویل” تاسو دا نه پیژنئ ؟دا خو ډیر غټ سړی دی، دا مو ولې نیولی؟”

پولیسو پیر صیب ته په ډیر معذرت وویل پیر صیب “ښه یې پیژنو خو مونږ ویل چې داسې به راسره یا ګپ شپ لګوي اؤ یا نه بس چوکۍ ته مو راوستلو چې ښه په سړه سینه ورسره ګپ شپ ولګوؤ “

بیا پیر صیب بدرمنیر دپولیسو نه خلاص کړو، پخپل دفتر کې کښینولو ، چایې اوبه یې پرې وکړې اؤ په درناوي یې رخصت کړو.

کله چې ما بدرمنیر سره په لاهور کې دغه ملاقات کولو هغه وخت زه په ورځپاڼه کې دخپرونو مدیر وم نو بدرمنیر رانه اول پوښتنه د پیر سفید شاه صیب د صحت وکړه.

بدرمنیر چې په کال ۱۹۴۰ م کې په شاه ګرام کې زیږیدلی ؤ په کال په ۱۱م اکتوبر کال ۲۰۰۸م کې په لاهور کې د ورپېښې ناروغۍ له امله وفات شوی اؤ هم دغلته خاورو ته سپارل شوی ؤ ،

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG