لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عاصم سلیم باجوه وايي، د وزیراعظم د سلاکارۍ نه مې استعفا ورکړه او ومنل شوه


عاصم سليم باجوه وايي "د اطلاعاتو په برخه کې يې د وزيراعظم د ځانګړې سلاکارۍ نه استعفی ورکړه او وزيراعظم يې استعفا ومنله".

د پاکستان د پوځ نه د لفټننټ جنرل په څوکۍ ريټايرډ عاصم سليم باجوه د چين ـ پاکستان اقتصادي راهدارې [سي پېک] اتهارټۍ مشر دی، او هغه د اطلاعاتو په برخه کې د وزیراعظم عمران خان ځانګړی مرستيال هم ټاکل شوی ؤ.

نوموړي د دغه څوکۍ څخه استعفا په داسې وخت کې ورکړې چې د روان کال اګست په 27م پاکستاني خبريال احمد نوراني په فېکټ فوکس نومې وېبپاڼه د عاصم سليم باجوه د مېرمنۍ، زامنو او وروڼو د ميلينونو ډالرو د کاروبارونو د تفصيل په اړه تحقيقاتي رپورټ خپور کړی او په عاصم سليم باجوه بيا پوښتنې راولاړې شوې وې.

عاصم باجوه د احمد نوراني خبر رد کړی او ویلي يې ؤ دا د هغه او کورنۍ پرضد پروپېګنډا کولی شي.

په څلورم ستمبر ویل شوي ؤ چې عاصم باجوه د يادې څوکۍ څخه استعفا ورکړې خو وزیراعظم عمران خان ويلي ؤ هغه د باجوه د ثبوتونو او سپيناوي نه مطمئن دی ځکه هغه به د مرستيال په څوکۍ کار کوي او استعفا یې نه وه منلې.

عاصم باجوه تازه استعفا په داسې وخت کې ورکړې چې په 20م ستمبر د پاکستان پيپلز ګوند په کوربه توب راجوړ شوي ټول ګونديز کانفرنس ته پخواني وزیراعظم نواشريف د لندن نه د ويډيو د لارې په خپله وېنا کې په عاصم باجوه تورونه لګولي او ويلي يې ؤ،

"په 2018م کال کې د سېنېټ د انتخاباتو نه وړاندې سازش جوړ کړی شو او د دغه سازش لاندې د بلوچستان حکومت نسکور کړی شوی او د هغې مقصد د سېنېټ په انتخاباتو کې مخې ته ر اغلو، او د دغه سازش په کرد ارونو کې د (لفټننټ جنرل) عاصم سليم باجوه چې د سدرن کمانډ مشر ؤ د هغه نوم پکې هم راځي".

د کال 2018م د جنورۍ په مياشت کې په بلوچستان صوبه کې د پاکستان مسلم ليګ ن حکومت ؤ، پښتونخوا ملي عوامي ګوند او نيشنل پارټي يې په اتحاد کې وه وزيراعلی يې ثناالله زهري ؤ، دغه حکومت د عدم اعتماد لاندې لرې کړی شوی ؤ.

د نواز شریف په خبره "دا هغه جنرل سلیم باجوه دی چې د کورنۍ بې حسابه شتمنۍ يې چې په نړۍ کې دي تفصیلات يې د خلکو په وړاندې راغلي دي، دغه رښتيا نه یواځې چې پټ کړی شو بلکې په مبينه توګه اېس اي سي پي (په پاکستان کې د مالياتي او کاروباري ادارو د څار د ادارې ( پاکستان سيکيورټي اېنډ اېکسچېنج) په سرکاري ريکارډ کې بدلون شوی دی".

هغه پوښتنې را ولاړه کړې چې "د 15، 20 کلونو په موده کې د اربونو روپو دا شتمنۍ د کوم ځای نه جوړې کړی شوې؟ د دې تپوس توان څوک نه لري، په مطبوعاتو خاموشي خوره شوه،نه نېب په حرکت کې راغلو، نه کوم عدالت خبر واخستو، نه کومه ګډه پلټنيزه کميټي جوړه شوه او نه کوم رېفرنس (قضيه) جوړ کړی شو، نه کوم جج کښېناستو، نه پېشي وشوه او نه سزا".

نوازشریف وويل د احتساب نعره وهونکي او د اېن ار او نه ورکولو غټې غټې دعوه کوونکي عمران خان هم دا جرات ونه کړی شو چې د دغو شتمنو تپوس وکړي بلکې سمدست يې هغه ته د ايماندارۍ سرټيفيکېټ ورکړو.

د نوازشریف تورونو ته عاصم باجوه او د پاکستان تحریک انصاف حکومت نېغ ځواب نه ؤ ويلي خو د مخالفه ګوندونو ټول ګونديز کانفرنس ته حکومت ويلي ؤ چې مخالفه ګوندونه د خپلو مشرانو د بډو رشوتونو پټولو دپاره په حکومت فشار اچوي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG