لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان د ونډو بازار مخ په ټيټه روان دی


د پاکستان د ونډو بازار [پاکستان سټاک اېکسچېنج] د ګل/ دوشنبې د ورځې نه مخ په ټيټه روان دی او د اقتصادي چارو پوهان وايي د ونډو بازار د اېف ای ټي اېف د راتلونکې غونډې او په ملک کې د حکومت مخالفه ګوندونو د احتجاج له امله د فشار سره مخ دی.

د پاکستان د ونډو د بازار د شمېرو ترمخه په تېر دوه ورځو کې د ونډو په بازار کې د سر د 100 کمپنيو په کاروبار کې 791 پوائنټونه راغورځېدلي دي، او نن د شورو/ چهارشنبې په ورځ هم د ونډو بازار مخ په ښکته ؤ.

د اقتصادي چارو کار پوهه خبريال وکیل الرحمان وايي، په پاکستان کې سياسي حالات، د غېرقانونه پېسو د لېږلو را لېږلو او ترهګرۍ د مالي مرستو د څار د ادارې فنانشل اېکشن ټاسک فورس(اېف ای ټي اېف) راتلونکې غونډې او د حکومت لخوا د ودانيو په برخه کې اسانتياوې ورکول د ونډو د بازار د ټيټېدو مالومې وجې دي.

د پاکستان تحريک انصاف د حکومت مخالفه ګوندونو (پي ډي اېم) د حکومت پرضد په 16م اکتوبر په ګوجرانواله، په 18م اکتوبر په کراچۍ، په کوټه کې په 25م اکتوبر، په پېښور کې په 22 نومبر، په 30م نومبر په ملتان او وروستۍ غونډه په 13م دسمبر په لاهور کې اعلان کړې ده.

د مخالفه ګوندونو مشرانو ویلي، د ټاکل [سليکټډ] شوي وزيراعظم نه د استعفا اخستو او په سياست کې د اسټبلشمنټ د رول ختمولو دپاره به ټولې سياسي او جمهوري لارې خپلوي.

بل لور ته د 21 نه تر 23 اکتوبر پورې د اېف ای ټي اېف غونډه ټاکل شوې چې پکې به د پاکستان په اړه په خړ نوملړ کې د پاتې کېدو يا تور نوملړ ته د تلو فېصله کولی شي.

وکيل الرحمان وايي د پاکستان حکومت د ودانيو جوړولو په برخه کې د مرکزي بېنک د لارې خلکو ته اسانتياوې ورکوي ځکه پانګه وال د ونډو د بازار نه پېسې اوباسي او د حکومت د ودانيو جوړولو په پروژه کې پانګونې کوي ځکه د ونډو په بازار يو فشار دا هم دی.

په پاکستان کې د بهرنيو پېسو د بدلوؤنکې اتحاديې مشر ملک بوستان هم د اېف ای ټي اېف غونډه او د مخالفه ګوندونو غورځنګ د ونډو په بازار د فشار اسباب ګڼي خو ورسره وايي د خلکو د اخستو توان راکم شوی دی ځکه چې د هغه په وېنا ګراني جوړه شوې ده.

وي اوای ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل د پاکستان نه بهر هېوادونو ته سوداګري نه کيږي او په نړيوال مارکيټ کې د خام تېلو د زياتو بيو له امله هم د ونډو بازار د فشار لاندې دی.

د پاکستان وزیراعظم عمران خان دوه ورځې وړاندې ویلي د پاکستان دپاره د خوشحالۍ خبره ده چې د تېرو څلورو مياشتو راهسې د بهر هېوادونو څخه پاکستانيان د میاشتې په حساب نزدې دوه اربه ډالره راليږي او دغه پېسې مخ په سېوا کېدو دي.

خود عمران خان دغه بيان ته ځينو خلکو په ټولنيزو رسنيو داسې ځواب ويلی چې د مخکې په پرتله خلک د بهر نه زياتې پېسې اوس ځکه راليږي چې اوس په ملک کې ګراني سېوا شوې ځکه نو د بهر نه خلکو پېسې رالېږل سېوا کړي دي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG