لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رپورټ‌:دتېر کال په پرتله سږکال قبائیلي ضلعو کې دتشدد اؤ هدفي وژنو پېښې ۴۰فېصده زیاتې شوي دي


د خېبرپښتونخوا د قبائلي ضلعو د څېړنې اداره فاټا ريسرچ سنټر وايي په کال ۲۰۲۰م کې د کال ۲۰۱۹م په پرتله په قبائلي ضلعو کې په تشدد او هدفي بريدونو کې د ۳۰ نه ۴۰ فيصده زياتوالی راغلی دی.

د ادارې په وينا په افغانستان کې د امريکې او طالبانو ترمنځ د لوظنامې وروسته په قبايلي سيمو کې د وسله والو شتون زيات شوی دی او تشدد هم روان دی.

د دې لوظنامې وروستو وسله وال خپلو سيمو ته روان شوي دي خو په پاکستان کې په امنيتي ادارو او عام اولس بريدونه روان دي.

د يادې ادارې مشر منصور محسود وايي په دې سيمو کې تر ۲۰۱۸م حالات په قابو کې وو خو د ۲۰۱۹م راهسې په تشدد کې زياتوالی ليدل کېږي.

وي او ای ډيوه سره خبرو کې هغه ویلي د طالبانو او امريکې ترمنځ د لوظنامې وروسته د وسله والو سويلي او شمالي وزيرستان ته راتلل پېل شوي دي ځکه چې په دغه لوظنامه کې دا شرط هم کېښودل شوی دی چې د افغانستان ځمکه به د بل کوم هېواد په ضد نه کارول کېږي.

په پاکستان کې مطبوعات بيا وايي په دې ورستيو کې په قبايلي ضلعو او بلوچستان کې د تشدد پېښې ښايي ترهه ګري مخ په زياتېدو ده. د انګرېزۍ ژبې ورځپاڼې ډان او اېکسپرېس ټريبيون په خپلو اداريو کې د تشدد دې پېښو ته ځای ورکړی دی.

ورځپاڼې ليکي په شمالي وزيرستان او بلوچستان ګوادر اورماړه سيمه کې شوې پېښې ښايي په پاکستان کې ترهه ګري دوام لري. په شمالي وزيرستان کې د امنيتي ځواکونو د يو افسر پشمول د شپږو کسانو وژنه او اورماړه سيمه کې د ۱۴ سرکاري او امنيتي ځواکونو په نښه کول لويې پېښې دي.

اېکسپرېس ټريبيون په خپله اداريه کې ليکي قام ته ويل شوي چې چين پاکستان اقتصادي لاره د هند اقتصاد ته خطر پېدا کوي او په دې پېښو کې د هند حکومت لاس لري خو په سرکاري توګه د هند خلاف تر اوسه کوم مضبوط او پياوړی کېس نه دی جوړ کړی شوی.

ورځپاڼه ليکي په وزيرستان کې د ضرب عضب پوځي عملياتو وروسته دغه سيمې صفا ګرځول شوې دي خو بيا هم د ۲۰۱۸م راهسې د ورځپاڼې په وينا کم نه کم ۲۰۰ عام وګړي په هدفي پېښو کې وژل شوي دي.

په پاکستان کې د واشنګټن پوسټ خبريال حق نواز خان وايي په حکومتي کچه د ترهه ګرۍ ضد جوړو پاليسيو کې تسلسل نشته . په وقتي توګه د عملياتو له لارې يوه ستونزه هواره کړل شي خو مستقل حل يې نه لټول کېږي.

د انګرېزۍ ژبې ورځپاڼه ډان په خپله اداريه کې ليکي کومو ډلو چې د دې پېښو ذمه واري منلې، له وړاندې د حکومت د څار لاندې دي او بيا په استخباراتي ادارو هم پوښتنې پورته کېږي چې ولې د دغه ډلو په مخنيوي کې نه دي بريالي شوي.

ځانګړې ویډیوګانې

په زرګونو خلک هر کال په پسرلي کې د سوات د ښکلاګانو لیدو ته ورځي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:27 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG