لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

چې د اولس ووټونه د بوټانو لاندې کوي هغو ته سلام نه شو کولی، مريم نواز


په کراچۍ کې د پاکستان ډېموکرېټک مومنټ يا جمهوري غورځنګ پي ډي اېم احتجاجي جلسې ته په وېنا کې د مسلم ليګ ن مشرې او د پخواني وزیراعظم نواز شريف لور مريم نواز وویل، نواز شریف په ګوجرانواله کې د پوځ پرضد خبره نه ده کړې، يو يا دوه تنه اداره نه وي د ادارو د بدنامولو سبب جوړیږي او ادارو ته زيان رسوي.

مريم نواز وايي" هر پوځي که سپاهي وي او که افسر دوی ورته سلام کوي خو که تاسو غواړئ چې د اولس ووټونه د بوټانو لاندې کوي چقوي يې، هغو ته به سلام وکړو نو دغه زمونږ نه، نه کيږي".

هغې زياته کړه "چې حکومتونه جوړوي غورځوي او ووټونه بوټانو لاندې کوي، هغه د دوی اتل نه شي کېدی هغه دوی نه شي منلی".

مريم نواز دغه خبره په داسې حال کې کړې چې په 16م اکتوبر په ګوجرانواله ښار کې د پي ډي اېم جلسې ته په وېنا کې نواز شریف د پاکستان د پوځ د مشر جنرل قمر جاوېد نه پوښتنې کړې او د هغه سره یې د استخباراتي ادارې ايي اېس ايي په مشر تورونه لګولي وو.

وروسته وزيراعظم عمران خان د نواز شریف په ځواب کې ویلي ؤ چې د پوځ د مشر پرضد وېنا کول په پوځ بريد دی او عدالتونو او د احتساب ادارې ته یې زر تر زره د مقدمو د فېصلو کولو ويلي ؤ.

عمران خان ویلي ؤ، چې د اسمبلۍ بنديوانو غړو ته نور اجازه ـ يا پروډکشن ارډر نه ورکوي چې د اسمبلۍ په غونډه کې ګډون وکړي.

د کراچۍ د پي ډي اېم جلسې ته په وېنا کې د پاکستان پيپلز ګوند مشر بلاول بټو زرداري د پاکستان تحریک انصاف په حکومت او وزیراعظم عمران خان سخت ټکونه وکړه او وې يې ویل، دوی په ملک کې حقيقي جمهوريت غواړي او د جمهوريت او اولس د حقونو او ظلم پرضد يې دغه غورځنګ پېل کړی دی.

هغه وويل دغه غورځنګ په ملک کې د هرې شعبې سره تعلق لرونکي دپاره دی او په ملک کې چې ټولې ادارې سره د ميډيا د فشار لاندې ساتل کيږي دوی به یې ترې خلاصوي.

د پي ډي اېم مشر مولانا فضل الرحمان وويل، "دوی مېدان ته راوتلي دي او مجبورلی شي چې په ټګۍ جوړ حکومت پرې ومنلی شي او د دغه کار دپاره ويرول شو، لالچ ورته ورکړی شو، خو ټول پړاؤنه تېر شو او دوی ته دغه ګوډاګی حکومت نه دی قبول.

مولانا فضل الرحمان وويل دوی راوتلي او د دغه حکومت نه به ځان خلاصوي.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي هم وويل،"چا چې عمران راوستلی هغوی د دې ملک د تباهۍ زمه وار دي".

په کراچۍ کې د پي ډي اېم جلسې ته د عوامي نيشنل ګوند امير حېدر خان هوتي، محسن داوړ او د نورو ګوندونو مشرانو هم وېناوې وکړې.

پي ډي اېم وايي دغه ټاکل شوی [سلېکټډ] حکومت به لرې کوي او دا عمل به په سياسي جمهوري لار ترسره کوي.

خو حکومت د پي ډي اېم جوړېدو ته په ځواب کې وايي چې مخالفه ګوندونه د خپلو مشرانو د بډو رشوتونو د پټولو دپاره په حکومت فشار اچوي او د دغه کار دپاره يې پي ډي اېم جوړ کړی دی.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG