لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خلیلزاد: زیات تاوتریخوالی د سولې بهیر او تړون ګوښلی شي


واشنګټن – د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي، دوامداره زیات تاوتریخوالی د سولې بهیر، تړون او هغه بنیادي خبره ګواښلی شي چې هېڅ پوځي حل نشته.

زلمي خلیلزاد په خپلو تازه نهو ټویټونو کې ویلي، په افغانستان کې تاوتریخوالی په پراخه کچه پاتې دی که څه هم د پام وړ کمېدو لپاره یې یو ځل بیا هم ژمنې تازه شوې وې.

خلیلزاد په یو بل ټویټ کې ویلي، د سرغړونو بې بنسټه او پارونکي تورونه سولې ته ګټه نه لري او ددې پرځای باید د امریکا او طالبانو د تړون او د امریکا او افغانستان د ګډې اعلامیې پر ټولو مادو په کلکه عمل وشي او د تدریجي اور کم لپاره باید شوې ژمنې له پامه و نه غورځول شي.

خلیلزاد زیاتوي، د لشکرګاه د بریدونو په ګډون په هلمند کې د طالبانو د بریدونو، د افغان امنیتي ځواکونو پرضد د طالبانو د بریدونو او د افغانستان د امنیتي ځواکونو د عملیاتو او د ایتلافي ځواکونو د بریدونو په اړه د طالبانو د شکایتونو په لړ کې په دوحه کې وروستۍ غونډه وشوه.

خلیلزاد په یو بل ټویټ کې لیکي، "ټولو خواوو دا ومنله چې بریدونه او بمباري به لږوي او تاوتریخوالی او مرګ ژوبله به کموي. که څه هم په هلمند کې تاوتریخوالی لږ شوی، خو په عمومي توګه په هېواد کې تاوتریخوالی ډیر دی." خو هغه وایي، "زما تمه وه او اوس هم دا ده چې تاوتریخوالی کم شي او کم پاتې شي."

زلمی خلیلزاد په همدې مسله په یو بل ټویټ کې لیکلي، زمونږ به تړون کې په دې تمرکز شوی وو، او د بندیانو د وروستیو ډلو د خلاصون په تړاو ورباندې نور هم ټینګار وشو او په دې وروستیو کې یو وار بیا هم په دې ټینګار وشو چې ټولې غاړې باید د تړون ټولو موادو ته ژمن وي.

ښاغلي خلیلزاد وړاندې لیکلي، "تاوتریخوالي له ډېرې مودې راهیسې افغانان کړولي دي او له ډېرو افغانانو څخه یې د هغوی عزیزان اخیستي دي. د غور ننۍ غمیزه یې وروستۍ بیلګه ده."

دی زیاته کړې، دا باور چې د مذاکراتو په میز کې د امتیاز ګټلو لپاره باید تاوتریخوالی ډیر شي، ډیر خطرناکه دی. دغه ډول چلند کولای شي چې د سولې بهیر زیانمن کړي او د افغان مشرانو پخواني ناسم محاسبات بیا تکرار کړي.

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي په خپل وروستي ټویټ کې لیکلي، مونږ باید هغو ټکو او مادو ته ژمن پاتې شو چې په په مذاکراتو کې پرې بحث شوی، ځکه دا د افغان وژنې لږولو او د سولې د تاریخي فرصت د ساتلو لار ده او باید له لاسه و نه وځي.

په افغانستان کې د تاتریخوالي د زیاتېدو په اړه د ښاغلي خلیلزاد اندېښنې په داسې حال کې څرګندې شوې چې د هلمند او د غور د وروستیو بریدونو وروسته د افغانستان ددفاع وزارت په یو نوي بیان کې په زابل کې د طالبانو د بریدونو خبر ورکړی.

د افغانستان دفاع وزارت په دغه بیان کې ویلي، چې په زابل کې ۲۹ تنه وسلوال طالبان یې هغه مهال ووژل کله چې یې د شینکۍ ولسوالۍ په امنیتي پوستو د برید پلان درلود.

په بیان کې دا هم راغلي دي،‌ چې درې نور طالبان هغه مهال ووژل شول چې د همدې ولایت په شملزیو ولسوالۍ باندې یې د برید پلان درلود.

دغه ډول دفاع وزارت د هغو دریو طالبانو د وژلو خبر هم ورکړی چې د دوی په وینا د کابل – سمنګانو د لارې په اوږدو کې یې له مسافرو پیسې اخیستې او خلک یې ازارول.

بل پلو حکومتي مامورينو ویلي چې د خوست د ځاځي ميدان ولسوال عبدالحی ځاځی له خپل يو ساتونکي سره يو ځای يو وسله وال بريد کې وژل شوی خو تر اوسه کومې ډلې ددغه برید پړه په غاړه نه ده اخیستې.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG