لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلاول بټو د جنرل باجوه او جنرل فېض نه غوښتنه کړې د سيند پوليس مشر سپکاوی چا کړی؟


د پاکستان پيپلز ګوند مشر بلاول بټو زرداري د پوځ د مشر جنرل قمر جاوېد باجوه او د استخباراتي ادارې د ايي اېس ايي د مشر جنرل فېض حميد نه غوښتنه کړې چې د خپلې ادارې پلټنې وکړي چې څنګه د صوبې په کارونو کې لاسوهنه کوي، او هغه خلک مالوم کړي چې د شپې په دوه بجې يې د سيند صوبې د پوليس مشر د کوره راتاؤ شوي وو.

د پوځ مشر بيا د کراچۍ کور کمانډر ته د پېښې د څيړلو لار ښوونه کړې او رپورټ يې ترې غوښتی دی.

د بلاول خبري غونډه

د پاکستان پيپلز ګوند چې په سيند صوبه کې يې حکومت دی د ګوند مشر بلاول بټو زرداري په يوه خبري غونډه کې د مريم نواز د مېړه په کراچۍ کې د نيولو پېښې ته شرمناکه ويلي چې هغه په دې پېښې دومره شرم محسوسوي چې مخ نه شي ښکاره کولی.

هغه ويلي سهار وختي د (ر) کېپټن صفدر ځورول او نيول د سيند صوبې د خلکو سپکاوی شوی دی.

بلاول ويلي پوليس پوښتنه کوي چې هغه څوک ؤ چې د شپې په دوه بجې د صوبې د پوليس مشر (ايي جي) د کوره تاؤ شوي؟ د هغه کور ته ورغلي او په څلور بجې يې هغه چرته بوتللی دی؟.

هغه د پوځ د مشر جنرل قمر جاوېد باجوه او د ايي اېس ايي د مشر جنرل فېض نه غوښتنه کړې چې د خپلې ادارې پلټنې وکړي چې څنګه په صوبه کې لګيا دي او چا چې دغه مشوره ورکړې دا غلط ګام دی.

هغه ويلي د دغه ډول کارونو څخه هغه بيانيه سمه ثابتيږی چې په حکومت کې دننه هم حکومت شته.

د جنرل باجوه نوټس

د بلاول د خبري غونډې سمدست وروسته د پوځ مشر جنرل قمر جاوېد باجوه د پېښې د پلټنو لار ښوونه کړې ده.

د پاکستان پوځ ویلي د پوځ مشر جنرل قمر جاوېد باجوه په سمدستي ډول د کراچۍ د پېښې نوټس اخستی او د کراچۍ کور کمانډر ته يې د پېښې د پلټنې کولو ويلي چې څومره زر وي رپورټ دې ورکړي.

له دغې وروسته، پيپلز ګوند ويلي د پوځ مشر جنرل باجوه د بلاول بټو سره په ټيليفون خبرې کړي او د کراچۍ په پېښه ورسره غږېدلی دی.

د کراچۍ پېښه څه ده؟

د ګل/ دوشنبې په سهار د پاکستان مسلم ليګ ن مرستیالې مشرې او د پخواني وزیراعظم نواز شريف لور مريم نواز ویلي ؤ هغه او مېړه يې (ر) کېپټن صفدر د هوټل په کوټه/ کمره کې اووده ؤ سهار وختي پوليس راغلي د هغو د کوټې دروازه يې ماته کړې او صفدر يې د ځان سره بوتللی ؤ.

نه يواځې بلاول بټو زرداري بلکې د پاکستان تحريک انصاف د حکومت 11 مخالفه ګوندونو غورځنګ (پي ډي اېم) د دغه پېښې غندنه کړې او دغه کار ته يې سازش ويلي ؤ.

مريم نواز په 18م اکتوبر په کراچۍ کې د پي ډي اېم جلسې له ړ مېړه سره کراچۍ ته راغلې او بيا د قايداعظم مزار ته سره د ګوند د پلويانو دوی ورغلي او صفدر د قايداعظم په مزار کې [ ووټ له عزت ورکړئ] نعرې وهلې وې. وروسته د مريم او صفدر سره د 200 کسانو پرضد مقدمه درج شوې چې د قايداعظم د مزار سپکاوی يې کړی دی.

(ر) کېپټن صفدر چا نيولی ؤ؟

د صفدر د نیولو وروسته د مریم نواز ویاند د سيند صوبې پخواني ګورنر محمد زبېر ویلي د صوبې وزیراعلی مراد علي شاه ورته ویلي چې د شپې په مهال کسان ورغلي د صوبې د پوليس مشر ايي جي يې د نيم پوځي ځواک رېنجر د افسر (سېکټر کمانډر) دفتر ته بوتللی د صفدر د نيولو امر يې پرې لاسليک کړی او بيا يې پوليس ورليږلي چې اوس هغه ونيسي، او پوليس مشر يې د څو ساعتونو پورې د ځان سره کښېنولی ؤ.

هغه ویلي دغه کار رېنجرز ځواک او پوځ کړی ؤ.

د پاکستان تحریک انصاف د حکومت د اطلاعاتو وزير شبلي فراز ویلي د قايداعظم د مزار سپکاوی شوی او که هر څوک ؤ هغه به نيول کېدو.

د سيند صوبې د پوليس غبرګون

د ځايي مطبوعاتو ترمخه د يادې پېښې وروسته د سيند صوبې پوليس مشر (ايي جي) مشتاق مهر په رخصتۍ د تلو ویلي او له دغې وروسته يو شمېره پوليس افسرانو هم په رخصتۍ د تلو خواستونه کړي دي.

د سيند پوليس ویلي په 18/ 19 اکتوبر چې کومه پېښه شوې د سيند پوليس دغه عمل دردولي او د خفګان سبب یې ګرځېدلې ده.

د جنرل باجوه لخوا د پېښې د پلټنو د لارښوونې وروسته پوليس مشر پوليس افسرانو ته ویلي د رخصتۍ خواستونه دې قامي ګټو ته په کتو او د پلټنو پورې د لسو ورځو دپاره ډډې ته کړي.

وروسته ویل شوي بلاول بټو زرداري د پوليس مشر سره هم ليدلي دي.

مسلم ليګ ن پوليس ستايلي

د مسلم ليګ ن مشرې مريم نواز په ټويټر ویلي،

"د ځورونې او ظلم په وړاندې د ټيټېدو نه انکار کړي او د صوبې پوليس په رخصتۍ د تلو خواست کړی دی، د ادارو د تباه کوونکو سازونه غږوؤنکو ته به اوس په ښه طريقې سره مالومه شوي وي چې ادارې څنګه تباه شوي وي او څوک يې تباه کوي، شاباش سيند پوليس، مونږ درباندې وياړو".

په ټولنيزو رسنیو داسې څرګندونې شوي چې خلک وايي د سيند پوليس سره ولاړ دي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG