لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مایک پمپیو د هند په ګډون د جنوبي اسیا هېوادونو ته سفر کوي


واشنګټن - د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د اتوار یا یکشنبې په ورځ د جنوبي اسیا پر لور د یوې اونۍ لپاره سفر کوي تر څو د چین د جیو پولیټېکل او اقتصادي پراختیا سره مخالفت په ډاګه کړي.‌

دغه لوړ پوړی امریکايي ډپلوماټ به هند،‌ سرېلانکا،‌ مالډیف او اندونیزیا څخه د اکټوبر له ۲۵ څخه تر ۳۰ نېټې پورې لیدنه وکړي.‌

پمپیو د شورو یا چهارشنبې په ورځ د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت لخوا په یوې جوړې شوې خبري غونډه کې وویل، "په هر دغه هېواد کې به زه په پراخو دوه اړخیزو مسلو باندې بحث وکړم او په دې به هم له دغو هېوادونو سره کار وکړم چې دا باوري کړو مونږ څه ډول د اندو پسېفېک د ازاد او خلاص ساتلو لپاره همکاري وکړو."

هغه زیاته کړه،‌ دده په لیدنو کې به په دې هم خبرې وشي چې څه ډول ازاد هېوادونه د چین د کمیونېست ګوند لخوا د ورپېښو ګواښونو په وړاندې په ګډه کار وکړي.

پمپیو په هندوستان کې:

په هند کې به پمپیو او د امریکا د دفاع وزیر مارک ایسپر له خپلو سیالانو سره د هند او امریکا ترمنځ د دوه په دوه وزارتونو په کچه په دریمه کلنۍ ناسته کې برخه واخلي.

د بهرنیو چارو وزارت وايي، خبرې به ددې موخې لپاره وي چې د هندوستان او امریکا سټراټېژیک شراکت او امنیتي همکارۍ وده وکړي.‌

ټاکل شوې ده دواړه هېوادونه به په خپلو کې د امنیتي نېږدې والي لپاره د وروستي سټراټېژیک تړون (بېکا) لپاره هم تیاری وشي.

د هندوستان په پونه کې د فلېم پوهنتون څخه راجر لیو وايي، ددغه سټراټېژیک تړون په اړه چې د واشنګټن او نوي ډلي د سټراټېژیکو همکاریو په اړه دی دواړو هېوادونو د تېرو پنځو کالو راهیسې کار کړی.

د امریکا او هندوستان د لوړ پوړو چارواکو ترمنځ‌ خبرې په داسې حال کې کېږي چې د هند او چین ترمنځ ستونزې زیاتې شوې دي.‌

د کورونا وایرس په اړه چې له چین څخه پیل شوی د پراخې غوسې سربېرته د هومالیا په سرحدي لانجه کې د چین پر سختې تګلارې هم نیوکې کېږي.

د دواړو هېوادونو ترمنځ په سرحدي شخړو کې لږ تر لږه ۲۰ هندي سرتېري او په یو نا معلوم شمېر چینايي سرتیري‌ وژل شوي‌ دي.

لیو زیاته کړه،‌ د هند او چین ترمنځ د دغه تړون له مخې به چې ټاکل شوې ده د اکټوبر په وروستیو کې به لاسلیک شي د هندوستان وسلوال ځواکونه به کولای شي د امریکا د سټلایټ انځورونو او استخباراتي سېګنال ته لاس رسۍ ولري چې له امله به یې د امریکا او د هند د وسلوالو ځواکونو ترمنځ کمپیوټري همغږي نوره هم زیاته شي.‌

واشنګټن او نوی ډلي په دفاعي برخه کې هم خپله سوداګريزه همکاري زیاته کړې.‌ هندوستان له امریکا څخه د خپلو دفاعي وسایلو اخېستل زیات کړي چې د ۲۰۲۰ کال تر پایه پورې به تر ۲۰ بیلینو ډآلرو واوړي خو دغه راکړه ورکړه په ۲۰۰۸ کال کې نېږدې صفر وه.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG