لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د تحریک انصاف حکومت، برتانیې ته په درېم ځل خواست کړی چې نواز شریف را اوباسي


د پاکستان تحریک انصاف مرکزي حکومت د برتانيې حکومت ته په درېم ځل خواست کړی چې نواز شريف د خپل ملک نه را اوباسي.

ډان ورځپاڼې د وزیراعظم عمران خان د احتساب په چارو کې د مشاور شهزاد اکبر له قوله ویلي چې هغه دغه خبره تاييد کړې چې حکومت په درېم ځل د برتانيې حکومت ته خواست کړی او وروستی خواست يې په پينځم اکتوبر کړی دی.

د پاکستان تحریک انصاف حکومت د برتانيې حکومت ته د نواز شریف د را ايستلو خواست په داسې حال کې کړی چې نواز شریف د پيپلز ګوند لخوا په 20م ستمبر رابلل شوې غونډې ته په وېنا کې ويلي ؤ،"زمونږ مقابله د عمران خان سره نه بلکې د هغه د راوستونکو سره ده."

د ويډیو لنک د لارې په وېنا کې هغه ويلي ؤ، د پاکستان د 73 کلونو په تاریخ کې 32 کاله فوجي آمرانو حکومت کړی او یو ټاکل شوی حکومت د خپلې مودې ترسره کولو ته نه دې پرېښودل شوی او پاکستان د تجربو دپاره لېباټرۍ جوړه کړل شوې ده.

په 30م ستمبر نواز شريف د خپل ګوند غړو ته په وېنا کې ويلي ؤ چې په 2014م کال کې د تحریک انصاف ګوند او پاکستان عوامي تحریک له خوا په اسلام اباد کې د 126 ورځو اوږده احتجاجي پرلت په مهال د هغه وخت د ای ایس ای مشر لیفټیننټ جنرل ظهیرالاسلام ده ته پیغام ور لېږلی وو،‌ چې له وزیراعظمۍ استعفی ورکړي ګنې په ملک کې به مارشلا ولګېږي:

"ما ورته وویل چې څه کېږي و دې شي، ته چې څه کوې هغه وکړه خو زه په دې ډول حکومت نه پرېږدم استعفی نه ورکوم".

د ستمبر پر 20مه په اسلام اباد کې د پاکستان اکثرو اپوزیشن ګوندونو په ټول ګوندیز کانفرنس کې د تحریک انصاف حکومت یو راوستل شوی حکومت وباله او پر پوځ یې په سیاست کې د لاسوهنې تورونه ولګول، چې تر هغه وروسته د پاکستان د پوځ مشر جنرل قمر جاوید باجوه وویل چې په سیاست کې یې لاسوهنه نه ده کړې.

وروسته د پاکستان د اطلاعاتو وزير ويلي ؤ د نواز شریف بيرته ملک ته د راوستلو دپاره به ټولې قانوني لارې وکاروي او حکومت يې په دغه لړ کې د برتانیې د حکومت سره په رابطه کې دی.

د پاکستان د سرکاري ميډيا ترمخه شبلي فراز يو شخصي ټيلي ويژن سره په خبرو کې ویلي ؤ نواز شریف مفرور دی او تور یې لګولی چې مسلم ليګ ن ډلې د خپلولو د لارې قامي ادارې او د ملک معيشيت تباه کړي دي.

هغه ويلي د مخالفه ډلو سره د خبرو دروازې يې کله نه دي بندې کړي خو مخالفه ډلو د خپلو مشرانو د شخصي ګټو دپاره د حکومت مخالفه تحريک پېل کړی دی.

د ستمبر په نيمايۍ کې د اسلام اباد هايکورټ د العزیزيه په رېفرنس کې د پخواني وزيراعظم نواز شريف خواستونه رد کړي او د هغه د نيولو ناقابل ضمانت وارنټ/ امر يې کړی ؤ.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG