لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دخېبر پښتونخوا عدالتونو کې د وکیلانو کار بندیز نور هم وغځول شو


عدالتونو کې خواست کوونکي خلک وايي چې د کاربندېز له امله مقدمې د ځنډ ښکار اؤ دوئ د ذهني فشار او مالي زيان سره مخ دي.

دخېبر پښتونخوا په عدالتونو کې د صوبايي بار کونسل لخوا د اکتوبر 17 مې نېټې راهسې روان کاربندېز د اکتوبر 27 نېټې پورې غځول شوی دی.

عدالتونو کې خواست کوونکي خلک وايي چې د کاربندېز له امله مقدمې د ځنډ ښکار اؤ دوئ د ذهني فشار او مالي زيان سره مخ دي.

د وکيلانو په وېنا په عدالتونو کې د کار بنديز له امله که يو خوا په ججانو د مقدمو بوج سیوا کېږي نو بلخوا هغه خلق هم د دې له کبله اغېز من کېږي چې په عدالتونو کې یې د مقدمو د پاره درخواستونه جمع کړيدي۔

بلخوا وکېلان وايي چې د مالي زيان رسېدو باوجود دوئ د د کاربنديز د لارې کوشش کوي چې صوبايي حکومت په دې مجبوره کړي چې ديواني مقدمو کې شوي بدلونوته بېرته واخلي ځکه چې د دې تر ټولو زيات نقصان عام ولس ته رسي۔

د خېبر پښتونخوا د قانون وزير وايي چې صوبايي بار کونسل سره په رابطه کې دی او د دې مسلې به دائمي هواری ډير زر راوباسي۔

د خېبر پښتونخوا دقبايلي ضلعې خیېر دجمرود سيمي خان محمد وايي پېښور هايي کورټ کې یې د ديواني مقدمې اورېدنه وه خو تاريخ ېې نن د وکيلانو د کاربنديز له امله بدل کړل شو، دی وايي د کېس ځنډيدو له وجې د ذهني فشار سره مخ دی۔

" د کومو شهادتيانو چې نن ضرورت و نو هغه مونږه راوستي وو، نو چې 27 تاريخ يې راته کړو نو بيا څه پته لګي چې هغه کسان به مونږه ته په لاس راشي اؤ که نا؟ هغوئ هم دياړي مزدوري کوي کارونو پسي وځي نو ډېر زيات تکليف دی"

د خېبر پښتونخوا بار کونسل د روانې مياشتې 17 نيټې راهسې په ټوله صوبه کې د صوبايي حکومت لخوا د ديواني مقدمو په قانون کې دشوو ترميمونو بېرته نه اخستل کیدو پرضد کار بنديز پېل کړی دی۔

وي او ای ډيوه سره دخبرو په مهال د پېښور هايي کورټ ايډوکېټ سيف الله محب کاکاخيل وویل د زياتره وکيلانو د معاش ګټلو يواځينې ذريعه وکالت دی نو په عدالتونو کې دکاربندېز له امله هغوئ هم د مالي ستونزو سر مخ شي۔

" که هغه وړوکی وکيل وي او غټ وکيل وي نو د هغو کاروبار بلکل ودرېږي دې کاربندېز سره، که د ضمانت کېس ورله راشي او هغه ضمانت جمع کړي نو هغه خواست کوونکي خو ترې ضمانت غواړي چې دا وکړه نو چې اوس تا کېسونه جمع کړي وي او هغه کېسونو کې ته حاضري نه کوې نو هغه خواست کوونکي درنه خفه شي او هغه کېس د لاسه لاړ شي"

د قانوني چارو دپوهانو تر مخه د ديواني مقدمو په قانون کې ترميم کولو نه وړاندې به يو تن د سول جج د فېصلې پرضد په سيشن کورټ کې اپېل کولی شو خو په نوي قانون کې دغه واک د خواست کوونکي نه اخستی شوی او هغه به اوس هايي کورټ ته ځي۔

دوي دا هم وايي چې داسې ډول کېسونو کې د لنډ مهاله امر یا سټی ارډر اخستو درخواست جمع کولو د پاره به خلک يو عدالت کې درخواست جمع کوي ولې مقدمه به په بل عدالت کې روانه وي کوم سره چې قانوني پيچيدګۍ پېدا کېږي۔

د پېښور هايي کورټ فرهاد اپريدي ايډوکېت وي او ای ډيوه ته وويل دديواني مقدمو په قانون يا سول پروسيجر کوډ کې بدلون کولو سره د وکيلانو په پرتله زيات مالي او ځاني بوج په عام اولس پرېوتې او دا چې وکېلانو ځکه هړتال پېل کړی چې حکومت بايد دغه بدلون واپس واخلي او د خلکو د ستونزو سوا کېدو پرځائ ارزان او فوري انصاف د پاره زمينه برابره کړي ۔

" عوامي مسله دا ده چې اوس يو سړی غريب دی نو په سول کورټ کې ورسره هم وکيل ګزاره وکړي او ډسټرکټ کورټ کې ورله وکيل درخواست جمع کړي يا ترې پېسې اخستې يا نه اخستې، اوس به د اورکزۍ نه خلک راځي دلته د پېښور عدالت له، باجوړ نه به راځي دارلقضا له نو دا ټولې خبرې د خلکو په نظر کې دي او دې د پاره دا يو لاره وکيلانو خپله کړې چې په حکومت دباو راولي"

بلخوا د خېبر پښتونخوا د قانون وزير سلطان محمد خان وايي چې د ديواني مقدمو په قانون کې دبدلون کولو مقصد د يادو مقدمو په کم وخت کې فېصلې کول دي،

ډيوه سره خبرو کې هغه ویلي دې چې د خېبر پښتونخوا بار کونسل سره په رابطه کې دی او دا شخړه به هواره کړل شي۔

" بار کونسل سره مونږه په رابطه کې يو او اېډوکېټ جنرل چې د بار کونسل چېرمېن وي هغه هم په دې کې لګيا دی، او انشاالله تاسو به وينئ چې دې د پاره به ورځ دوه کې مستقل حل را وځي"

د وکيلانو په وېنا دې نه وړاندې یې هم د صوبې په کچه د ديواني مقدمو په قانون کې د بدلون کولو پرضد وخت په وخت احتجاجونه کړي.

ورورسته بيا دغه قانون د ارډيننس د لاري صوبايي حکومت وځنډلو چې مقصد يي په دغه قانون کې د وکيلانو په مشوره ترميم کول وؤ۔

  • 16x9 Image

    عبد الرزاق

    عبدالرزاق له وي او اې ډیوه سره په پېښور کې د خبریال په توګه د ملټي مېډیا په برخه کې کار کوي. هغه د خیبرپښتونخوا او افغانستان د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي. ​عبدالرزاق له هزاره پوهنتونه په جرنلزم کې ماسټر ډګري اخیستې او له خیبرنیوز سره په پېښور کې د خبریال په توګه کار کړی. هغه ډان او ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼو او نورو ویبپاڼو ته هم لیکنې کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG