لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دبي ار ټي‌ بسونو بیا سړک ته ویستل ، ایا خرابۍ یې لرې کړل شوي؟


د پېښور بي ارټي بسونه د۳۸ؤ‌ ورځو له دمې وروسته یو ځل بیا روان کړل شوي دي خو څېړونکي وایي په دغو بسونو د اور لګیدو پرله پسې پېښو اوس هم دپېښور خلک اندېښمن کړي چې په دې بسونو کې سفر یې خوندي دی که نه؟

په بي ار ټي بسونو د اور لګیدو دپرله پسې پېښو مخې ته له راتلو وروسته په ۱۶ ستمبر ددغو بسونو خدمات ځنډول شوي وؤ تر څو معلومه کړل شي چې بسونو کې له کومو وجوهاتو له امله اور لګیږي ؟

۳۸ ورځې دغه بسونه پځائ ولاړ وؤ خو په ۲۴ اکتوبر یو ځل بیا دچلند دپاره سړک ته ویستل شوي دي.

د ټرانس محکمې چارواکي وايي دوه وارې په بسونو کې د اوور لګېدو د پېښو روسته دا بسونه ودرول شوي وو خو اوس د تکنيکي خرابۍ لرې کولو روستو بسونه بيا روان شوي دي.

د بي ار ټي ضابطو د پاره د ټرانس پشاور کمپنۍ مشر عمران خان ډيوه ته ويلي د بي ار ټي بسونو کې تیکنيکي خرابۍ د دې بسونو جوړونکې کمپنۍ ګولډن ډريګن ماهرينو لرې کړې دي.

عمران خان وويل په ۱۲۸ بسونو کې معلومې کړل شوې خرابې پرزې بدلې کړل شوي او د اور لګيدو امکان پکې په مکمله توګه ختم کړی شوی دی.

عمران خان ډيوه ته وويل په بي ارټي بسونو کې د اور لګيدو دوه پېښې مخې ته راغلي دي خو پېښور کې خبريال رسول داوړ وايي دوئ پينځه داسې پېښې رپورټ کړي چې د بې ارټې بسونو کې اور لګيدلې دی.

رسول داوړ وويل د اور لګيدو پېښو او په لاره د بسونو خرابيدو دغه بسونو کې تلونکي سورلۍ زړه ماتې کړې دي.

خو عمران خان وايي په ټولو بسونو کې د اور سبب ګرځيدونکې پرزې بدلې کړل شوی او دې کې سفر اوس په مکمله توګه خوندي دی.

د خېبرپښتونخوا د حکومت د مالي چارو د څار ادارې تېره مياشت ويلي وؤ د پېښور په بي ار ټي منصوبه کې د کروړونو روپو بې ضابطګۍ موندل شوي دي.

تر اتوو دیرشو ورځو ددې بسونو له ودرولو وروسته چې کله دا بسونه بېرته په سړکونو چلند ته اماده کړی شول نو نن داتوار په ورځ هم په سوشل میډیا اؤ په ټي وي چینلو داسې خبرونه مخې ته راغلي چې دپېښور حیات اباد سیمه کې نن هم یو بس دسړک دپاسه خراب شوی اؤ دتګ نه پریوتلی دی .

اډیټر جنرل چې د حکومت د پېسو حساب کتاب ساتي په خپل رپورټ کې ویلي د بي آر ټي منصوبې په 220 بسونو کې 51 بسونه بې وخته ،غېر معیاري او د بنیادي اډاڼې د جوړیدو نه وړاندې اخستل شوي وو.

په پېښور کې د بي آر ټي پروژه د پاکستان تحریک انصاف حکومت په کال 2017م کې د پېل کړې وه اؤ په هغه مهال یې ویلي وؤ چې دا به په شپږو مياشتو کې سرته رسولی شي.

په وړومبی سر کې دخیبر پښتونخوا حکومت ویلي وؤ چې دا پروژه به د 66 اربه روپو په لګښت سرته رسولی شي خو وروسته ويل شوي ؤ چې دې پروژه لګېدونکې روپۍ 70اربه ته نزدې شوي دي، خو چارواکي وايي 66 اربه روپۍ پرې لګېدلي دي.

د خېبرپښتونخوا د هغه وخت وزيراعلی پروېز خټک ويلي وؤ چې دا پروژه به په شپږو مياشتو کې پوره کولی شي خو د دې پروژې پرانسته د تېر اګست د مياشتې په 13م نېټه د پاکستان وزیراعظم عمران خان کړې وه.

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG