لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

عمران خان: په پاکستان کې دا اندېښنه ده چې هند به افغانستان د پاکستان خلاف استعمال کړي


د پاکستان وزيراعظم عمران خان ویلي، په پاکستان کې دا اندېښنه موجوده ده چې هند به افغانستان د پاکستان خلاف استعمال کړي چې په پاکستان کې اړی ګړی جوړ کړي او بې ثباته یې کړي.

عمران خان نن د ګل/ دوشنبې په ورځ په اسلام اباد کې د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې دوه ورځني کانفرنس ته په وېنا کې وويل، اوس "مونږ فېصله کړې چې څه هم افغانان غواړي مونږ [پاکستان] به یې په شا ولاړ يُو ځکه چې د دې سيمې راتلونکی د پاکستان او افغانستان د اړیکو، مرستو او سوداګرۍ سره تړلی دی".

عمران خان وويل "په افغانستان کې د 40 کالو راهسې چې کومه بدامنۍ روانه ده د افغانستان نه پس يې زيات تاوان پاکستان ته اړولی دی".

هغه زياته کړه په تېرو وختونو کې د "پاکستان او افغانستان ترمنځه اختلافات او شکونه پېدا شوي او په ځينو پخوانيو څيزونو کې اوس هم ښکېل يُو، د تېر نه خلک زده کړه کوي او اوس وخت راغلی چې د تېر وخت نه زده کړه وکړو خپلې غلطۍ وګورو".

د عمران خان په خبره پاکستان په دغه اړه دا زده کړه کړې چې څه هم د افغانستان اولس غواړي څنګه حکومت غواړي او څوک منتخب کول غواړي منتخب دې کړي او په افغانستان کې چې د چا هم حکومت وي پاکستان به ورسره په ګډه کار کوي او اړيکې به ورسره ساتي.

د پاکستان وزیراعظم وويل، په افغانستان کې چې 40 کاله بدامني پاتې شوې او د پاکستان د افغانستان سره په پوله پرته کومه علاقه کې چې ترې کومه تباهي شوې د دې يواځينې حل دا دی چې د دواړو ملکونو اړيکې سمې وي او سوداګري وي او د سوداګرۍ سره په دې علاقه کې بيا خوشحالي راتلی شي.

هغه زياته کړه "مونږ پوره هڅه کوو او تاسو ته باور درکوو چې افغانستان زمونږ فطري همکار دی مونږ پوره کوشش کوو چې د افغانستان سره ټولې سوداګريزې اړيکې ښې کړو او څنګه چې په افغانستان کې امن راځي پاکستان او په ځانګړي ډول خېبرپښتونخوا به ترې ډېرې ګټې ترلاسه کړي".

هغه دا هم وويل، "په افغانستان کې د سولې دپاره تر ټولو زياتې هڅې پاکستان کوي ځکه چې د پاکستان راتلونکی د افغانستان سره تړلی دی او د منځنۍ اسيا پورې تړون وي".

عمران خان وويل "زه باور درکوم او زما حکومت چې د کله نه راغلی ټوله توجه مو په دې کړې چې اول مو طالبان د امریکايانو سره خبرو ته راوستي او د هغې نه وروسته اوس د افغان حکومت سره، او نن هم زمونږ پوره هڅه ده چې دا تشدد کم وي او د دغه کار د پاکستان حکومت، پوځ او استخبارات پوره هڅه کوي، اوربند وشي او امن راشي".

په اخره کې نوموړي وويل "زما خوب دی چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ په پرانستې پوله سوداګري او اړيکې د يورپ په څېر وي".

په ياد دوه ورځني سيمينار کې د افغانستان د ولسي جرګې اسپيکر رحمان رحماني، د پاکستان او پاکستان د پارلیمان غړي، تجارتي پلاوي، لوړ پوړي حکومت چارواکي او د اړونده وزارتونو استازي او نور مهم شخصیات ګډون کوي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزیز په کراچۍ ښار کې د ‌‌‌‌‌‌وي او ای ډيوه خبریال دی، د روزانه رپورټونه نه علاوه هغه په ځانګړي موضوعاتو لیکل هم کوي. هغه داردو پوهنتون نه په ژورنلزم کې د ماسټرۍ ‌‌‌‌‌‌ډګري اخستې ده.

XS
SM
MD
LG