لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

"ژوندي، مړي ولې نه ويني" د پېښور چاؤدنه


په پېښور کې نن د نهې/ سه شنبې په ورځ په سپين جومات مدرسه کې شوې چاؤدنه په ټولنيزو رسنيو د ترهګرۍ پېښه، د حکومت مخالفه ګوندونو د تحريک او حکومت د سخت وخت يادولو سره ياده کړی شوې ده.

عمران خان نومې تن په ټویټر د سپين جومات مدرسې د چاؤدنې د وخت ويډيو خپره کړې او ورسره یې ليکلي،

"دا زړه ماتوونکې ده خو حقيقت دا دی چې ماشومان په دغه وخت کې سبک اوري چې، ژوندي، مړي ولې نه ويني".

پښتون سیاستوال او پوهاند افراسياب خټک وايي، په پاکستان کې چې د حکومت مخالفه ګوندونو کوم تحریک پېل شوی حکومتي وزير شېخ رشيد ویلي ؤ چې چاؤدنې به کيږي نو هغه ته څنګه پته ولګېده؟.

وي او ای ډیوه سره په خبرو کې هغه وويل دا د پخوا راهسې خبره را روانه ده چې دلته جمهوري تحریکونه ګړندی کيږي نو داسې پېښې بيا کيږي.

نوموړي په ټویټر په پېښور او خوست کې د چاؤدنو يادګېرنه هم کړې ده.

ژونالسټ حامد میر په ټویټر ویلي،

پېښور کې په ديني مدرسه کې په جومات کې مشکوک تن په بېګ کې بم کښېښودو، لاړو، لږه شېبه وروسته چاؤدنه وشوه مرګ ژوبله يې واړوله، استخباراتي ادارو ته خواست دی چې يواځې خبرداری ورکول نه وي پوره، د سياستوالو او صحافيانو په ځای دې په بم اېښودونکو پسې شي".

د خېبرپښتونخوا د پوليس مشر [ايي جي] ثناالله نه عباسي نه د پېښور د چاؤدنې او خبرداري په اړه خبريالانو پوښتنه کړې چې د وړاندې نه خبرداری ؤ او په داسې کې چې په پېښور کې پي ډي اېم جلسه هم کوي، ستاسو د امنيت تيارۍ څنګه دي؟.

هغه وايي، "مونږ چې څومره امنيت په ځای کولی شو د هغې پورې لګيا يُوکوو يې، مونږ په دې پېښه خفه يو او ډېرو پېښو کې ککړ کسان نيول شوي دي او څو پورې چې د خبرداري خبره ده خلکو ته امنيت ورکوؤ او مونږ هڅه کوو چې په ټول ښار او خېبرپښتونخوا او پاکستان کې امنيت ټينګ وساتو".

پاکستاني ژورنالسټ طلعت حسېن د پاکستان د وزیراعظم عمران خان د هغه وخت يو ټویټ شريک کړی چې کله هغه وزيراعظم نه ؤ، ويلي يې ؤ،

"دا د حېرانۍ خبره ده چې کله نواز شريف [د هغه وخت وزیراعظم] په تکليف کې راشي نو د پاکستان په پولو شخړې سېوا شي او د ترهګرۍ پېښې زياتې شي. ايا دا اتفاق دی؟".

د پاکستان وزیراعظم عمران خان په پېښور کې په مدرسه کې شوی ترهګر بريد غندلی او په ټویټر يې ویلي، "قوم ته باور ورکوي چې په دې پېښه کې هر څوک ترهګر ککړ وي زر تر زره به يې د قانون منګولو ته راولو".

د پېښور د لېډې ريډنګ روغتون ویاند محمد عاصم وي او ای ډیوه سره په خبرو کې ويلي چې روغتون ته ټول 103 کسان راوړل شوي چې پکې اووه په هغه وخت مړي او يو بيا په روغتون کې ژوند د لاسه ورکړی دی د هغه په وېنا په ژوبلو کې د دوؤ روغتيايي حالت سخت دی او په پاتې نورو کې د 40 پورې د درملنې وروسته رخصت کړی شوي دي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

ځانګړې ویډیوګانې


د امریکايي خبریال د روس په زندان کې کال پوره کېدونکی دی
please wait

No media source currently available

0:00 0:04:17 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG