لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پښتون ملت پاله شخصیت لطیف اپریدی دپاکستان دسترې محکمې د وکیلانو دسازمان مشر غوره شو


دخیبر پښتونخوا وتلی قانون پوهه اؤ پښتون ملت پاله شخصیت عبداللطیف اپریدی دپاکستان دسترې محکمې یا سپریم کورټ د وکیلانو دسازمان په ټولټاکنو کې بریالی شوی اؤ ددغه سازمان صدر ټاکل شوی دی.

په پاکستان کې مدني فعالان،وکیلان اؤ سیاستمداران دپاکستان په موجوده سیاسي وضعیت کې دلطیف اپریدي ګټه دپوځ اؤ اسټیبلشمنټ دکړنو په ضد دجمهوري قوتونو بریاليتوب ګڼي اؤ وایي هغه به وکړی شي چې داسټبلشمنټ دغیر قانوني اؤ‌ غیر ائیني کړنو دمخنیوي دپاره د ازادې عدلیې مټې پیاوړې کړي.

د زیارت په ورځ ترسره شوؤ دسپریم کورټ بار ایسوسي ایشن ټاکنو کې عبدالطیف اپریدی دعاصمه جهانګیر ډلې لخوا صدارت ته کاندید ؤ اؤ دهغه مقابله کې دحامد خان ډلې عبدالستار د صدارت منصب ته ولاړ ؤ.

په دغو ټاکنو کې عبدالطیف اپریدي ۵۴۶ رایې ګټلي اؤ دهغه مخالف کاندید ۳۷۶ رایې ترلاسه کړي چې دغسې په ۱۷۰ زیاتو رائیو ښاغلی لطیف اپریدی دسترې محکمې د وکیلانو د سازمان صدر ټاکل شوی دی.

د صدارت نه په لاندې ټولو چوکیو هم د لطیف اپریدي ډلې کاندیدان بریالي شوي چې په دې بریالیتوب ګرد پاکستان کې وکیلانو اؤ مدني فعالانو د خوشحالۍ جشنونه کړي دي.

وتلی قانوندان ښاغلی طارق افغان وایي په داسې حال کې چې هیواد کې ټول جمهوریت خوښي ګوندونه دپوځ اؤ اسټیبلشمنټ په ضد د پي‌ ډي ایم په نوم په یوه لیکه ودریدلي ،دازادې عدلیې کردار هم اوس ډیر مهم شوی دی.

وي او ای ډيوه سره خبرو کې ښاغلي طارق افغان وویل دلطیف لاله بریالتیوب دیو شخصیت ګټه نه بلکې د جمهوریت اؤ یو فکر ګټه ده،

“دا دهغه فکر ګټه ده چې غواړي هیواد کې دائین ماتونکو مخه ونیسي، دپارلیمان د واک ختمونکو مخې ته ډب ووهي ،په جبري لادرکیو کې دککړو قوتونو مخې ته دیوال شي “

طارق افغان وویل دپاکستان په تاریخ کې چې کله هم غیر جمهوري قوتونو ائین دپښو لاندې کړی، مارشل لاء ګانې یې لګولي،پارلیمان یې زیر کړی نو وکیلانو په هغه صورت کې یو مهم کردار ترسره کړی اؤ نن چې دهیواد حالات بیا دغه ډګر ته تللي نو جمهوریت خوښو وکیلانو یې د حل لاره یوازې د لطیف لاله انتخاب وګڼلو.

هغه وایي په دې ټاکنو کې هم د لطیف اپریدي مقابلې ته د اسټبشلمنټ یو پلوي تن ولاړ ؤ خو وکیلانو د هغه ټول پینل رد کړو اؤ ثابته یې کړه چې هغوئ نور هیواد کې د ازادې عدلیې ، سرلوړي پارلیمان اؤ دائین د حاکمیت پلوي دي.

دبشري حقونو فعال اؤ پخواني سناتور افراسیاب خټک په ټوئتر لیکلي لطیف اپریدي دخپل مسلک د وقار ترڅنګ مدام د هیواد د وګړو د حقونو دپاره یوه نه ستړې کیدونکې مبارزه کړې ده .

دشمالي وزیرستان قبائیلي ضلعې نه د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ غړي میر کلام وزیر ویلي د لیطف اپریدي ټاکنه دټولو جمهوریت خوښو اؤ‌ انصاف قوتونو ګټه ده.

په ټوئټر نوموړي لیکلي یوازې په جمهوریت اؤ قانون مئین خلک دا هیواد خوندي کولی شي.

په ټولنیزو رسنیو په زرګونو فعالینو په دغه مهم منصب د عبدالطیف اپریدي ټاکنه باندې خوښي ښکاره کړې اؤ دا یې هیواد کې دانصاف ،ائین اؤ قانون دسرلوړۍ په لوري یو مهم ګام ګرځولی دی

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG