لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په کرونا وایرس پاکستان کې دیو شواروز دننه ۲۰ نور کسان مړه شوي


پاکستان کې د کرونا وایرس د خوریدو لړۍ یو وارې بیا چټک شوې اؤ په تیر یو شواروز کې ۱۰۷۸کسان په دې وایرس اخته شوي اؤ ۲۰ مړه شوي دي.

پاکستان کې په کرونا دڅار ملي مرکز د جمعې په ورځ تازه دکرونا په اړوند تازه شمیرې خپرې کړي چې له مخې یې هیواد کې په کرونا وایرس د اخته ناروغانو شمیره ۱۱۸۶۴ته لوړه شوې ده.

په کرونا د څار مرکز وایي تیر یو شواروز کې په ګرد هیواد کې ۲۰کسان په کرونا وایرس مړه شوي چې دې سره هیواد کې په کرونا د اخته مړو شوؤ کسانو شمیره ۶۷۹۵ته لوړه شوې ده.

د کرونا دپیل راهسې پاکستان کې درې لکه ۳۲زره اؤ ۱۸۶کسان په دې وایرس اخته شوي چې په دې کې درې لکه ۱۳زره اؤ ۵۲۷ناروغان بېرته روغ شوي دي.

د روغتیایي چارو دپاره دپاکستان د وزیراعظم ځانګړی معاون فیصل سلطان وایي څومره په چټکتیا سره چې هیواد کې کرونا وایرس بیا سر راپورته کړی دهغې له مخې به راتلونکې اوونۍ نه هیواد کې نور بندیزونه هم پځائ کړل شي.

اسلام اباد کې میډیا ته د وزیراعظم معاون ویلي په ګلګت بلتستان،کراچۍ اؤ جمو کشمیر کې د کرونا پېښې تر خطرناکه حده په زیاتیدو دي اؤ که دا پېښې نورې هم لوړیږي نو دپاکستان د کورنیو حالاتو له امله به لوړیږي.

هغه ویلي ډاکټران پرله پسې وایي چې خلک باید احتیاط وکړي خو هیواد کې سیاسي جلسې اؤ لاریونونه کیږي اؤ اوس به ددې جلسو له امله د کرونا څخه د خوندیتوب په غرض نوې سپارښتنې مخې ته راوړل کیږي.

ډاکټران وایي چې د ژمي د موسم پیل کیدو سره سم ویره ده چې د کرونا له امله پاکستان کې د مړینو کچه هم لوړه شي .

د ډاکټرانو په وینا د یخنۍ په موسم کې د سینې مرضونه سیوا کیږي اؤ کرونا وایرس د سینې ناروغان ډير زر اغیزمن کوي ځکه نو ددې وایرس نه د ځان خوندي ساتلو دپاره اړینه ده چې خلک دیو بل نه باید په مناسبه فاصله پاتې شي اؤ ماسک ضرور استعمال کړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG