لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

ای اېن پي: که اعجاز شاه په لسو ورځو کې استعفا ور نه کړه اسلام اباد ته لاریون کوو


پښتون ملت پاله ګوند [عوامي نيشنل پارټۍ/ ای اېن پي] د پاکستان د کورنيو چارو د وزير اعجاز شاه نه استعفا غوښتې چې که په لسو ورځو کې يې هغه استعفا ور نه کړه يا حکومت د هغه نه استعفا وانخسته دوی به اسلام اباد ته احتجاجي لاريون کوي.

د ای اېن پي دخېبرپښتونخوا وياندې ثمر هارون بلور په پېښور پرېس کلب کې په بېړنۍ خبري غونډه کې دغه خبره کړې ده.

د خالي په ورځ د پاکستان د کورنیو چارو وزیر اعجاز شاه په پنجاب کې یوې دستورې ته د وینا کې ویلي ؤ د عوامي‌ نيشنل ګوند د مشرانو پرضد مرګوني بریدونه د ترهګرۍ پرضد بیانونو په ځواب کې طالبانو کړي وو. اعجاز شاه په دغه بیان کې په ځانګړي توګه د بلور کورنۍ او د میا افتخار حسین د وژل شوي ځوي یادونه هم کړې وه.

ثمر هارون بلور د وژل شوي هارون بلور ښځه او وژل شوي بشير بلور اينګور ده.

اعجاز شاه په خپلو خبرو کې د حکومت مخالفه مسلم لیګ ن ګوند په بیانیه د نیوکو په وخت ویلي ؤ، کوم څوک چې د مسلم لیګ ن ګوند د بیانیې ملګرتیا کوي هغوي د ترهګرو لخوا د بریدونو د خطر لاندې دي.

د اعجاز شاه په بيان ګوند د عوامي نيشنل ګوند د صوبې مشر اېمل ولي خان د رياست نه سپيناوی غوښتی ؤ چې د دغه بيا وضاحت وکړي چې د ترهګرۍ پرضد جنګ د چا ؤ؟.

ثمر هارون بلور وويل، که وزير داخله استعفا نه شو نو دوی به په 11م نومبر اسلام اباد ته مخه کوي احتجاجي لاريون به کوي.

هغې زیاته کړه د کورنيو چارو د وزیر د تازه بيان وروسته د هغه په دغه څوکۍ د پاتې کېدو جواز نه دی پاتې او ای اېن پي غوښتنه کوي چې د پښتنو د قربانو دې د پلټنو کمېشن جوړ کړی شي.

اعجاز شاه څوک دی؟‌

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر (ر) بریګېډیر اعجاز شاه د پخواني پوځي صدر پروېز مشرف نزدې ملګری او د پاکستان له پوځي او ملکي استخباراتي ادارو سره په لوړو څوکیو پاتې شوی دی.

د پاکستان پخوانۍ وزیراعظمې بې نظیر بټو په اعجازشاه، پروېز مشرف او چوهدري پروېز الهي تور لګولی وو چې که دا ووژل شوه نو دغه کسان به یې په وژنه کې لاس لري.

د مېډیا رپوټونه وایي چې د امریکایي ورځپاڼې وال سټریټ جنرل خبریال ډینیل پرل په وژنه ګرم تن عمر سعید شېخ هم اعجاز شاه ته تسلیم شوی وو.

XS
SM
MD
LG