په قبايلي ضلع جنوبي وزيرستان کې د پوليس نورې اته تاڼې منظور کړی شوي خو د سيمې خلک وايي په علاقه کې دې عدالتونه جوړ شي چې د پوليس مقدمې هم په ځايي کچه عدالتونو کې اورول کيږي نه چې دوی پسې د 100 نه زیات کلوميټره لرې سفر وکړي.
د خېبرپښتونخوا د پوليس مشر [ايي جي] ثناالله عباسي په جنوبي وزيرستان کې د اته نورو پولیس تاڼو/ سټېشنو د منظورۍ وروسته د جوړېدو پرانسته کړې چې په علاقه کې به دا تاڼې جوړيږي.
جنوبي وزيرستان چې د نورو قبايلي سيمو سره په صوبه کې ورګډه شوې ضلع ده له دې وړاندې پکې تراوسه پورې د پولیس درې تاڼې جوړې شوي دي.
ځايي خلک وايي دا ښه خبره ده چې نوې تاڼې جوړيږي خو دغلته اوله مسله دا ده چې د وړاندې نه جوړو درې تاڼو ته بنیادي اسانتياوې نشته او ورسره مهمه مسله بيا دا ده چې په دغو تاڼو کې په سياسي بنيادونو مقدمې جوړيږي او د معمولې مقدمې د اورېدنې دپاره دوی بيا بلې ضلعې ټانک ته عدالت ته حاضريري.
د جنوبي وزيرستان د مرکز واڼه سره تعلق لرونکی امان الله وزير وايي، په علاقه کې تر ټولو غټه مسله د ناامنۍ ده، خلک تښتول کيږي او د قلنګ غوښتنې کيږي د پوليس مشر له پکار وه چې د تاڼو جوړولو سره يې د امنيت ټينګولو لارښوونه کړی وی.
وي او ای ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل، په وزيرستان کې په سیاسي بنيادونو مقدمې درج کيږي اصل مقدمې نه درج کيږي او بيا د دغو مقدمو د اورېدنو دپاره خلک 105 کلوميټره لرې ټانک ته سفر کوي ځکه چې عدالتونه هلته جوړ شوي دي.
هغه زياته کړه د عدالت نه د ضمانت دپاره بيا د علاقې څوک تن پکار وي نو هلته بيا د علاقې خلک نه وي ځکه د ضمانتي د نشتوالي له امله بيا خلک جېلونو ته ولېږل شي.
عبدالمجيد مسيد چې وکيل دی وايي په علاقه کې پېشه ور پوليس نشته تجربه نه لري او بل دا چې په قانون ډېره پوهه نه لري، د قانون کتابونه ورسره نشته اسانتياوې نه لري د تاڼې مشر هم هغه پخوانی ليويز يا خاصه دار دی.
وي اوای ډیوه سره په خبرو کې هغه وويل ساده د 107 دفعې د مقدمې دپاره چې ټانک ته څوک ځي نو د 40زره روپو پورې خرڅ پرې راځي، د ګاډي کرايي، درې ضمانتيان راغوښتل، د وکيل خرڅ او بيا که په چا شپه راشي د مسافر خانې خرڅ، دا هر څه ډېر ګران پرېووځي.
مسید وويل څو پورې چې علاقې ته عدالتونه نه وي منتقل شوي او پوليس پوهه کړی شوي نه وي اسانتياوي نه وي ورکړی شوي تر هغې د پوليس نظام په علاقه کې بې معنې دی.
د سيمې يو خبريال فاروق مسيد وايي د عدالتونو د لرې والي او خرڅونو له امله بيا خلک په ځايي کچه په تاڼو کې د روغې جوړې د کمېټو د لارې مسلو هوارولو ته مجبور دي.
په خېبرپښتونخوا کې د ولسي خلکو د خېرښېګړې اداره [پي ډبليو ډي] چې په قبایلي علاقو کې د عدالتونو دپاره ودانۍ جوړوي وايي اول يې په نزديو ضلعو کې عدالتونه په ځای کړه او اوس هڅه کوې چې په مرحله واره توګه په قبايلي ضلعو کې جوډيشل کمپلېکسې يا ودانۍ جوړې کړی شي.
د خېبرپښتونخوا د امداد، بحالۍ او ابادکارۍ وزیر محمد اقبال وزیر تېره میاشت ویلي ؤ چې په شمالي وزيرستان کې صوبايي حکومت درې عدالتي کمپلېکسې يا ودانۍ جوړوي او ډېر زر به پرې کار روان شي.
قبايلي سيمې چې په خېبرپښتونخوا کې ورګډې شوي او د ضلعو درجې ورته ورکړی شوي د پوليس مشران يې دعوې کوي چې د پوليس علاقو ته د ورتګ وروسته دغلته د وړاندې په پرتله امنيت ډېر ښه شوی دی او د نور امنیت ټينګولو هڅه کوي او د خلکو د هر ډول شکايت پوره اوري او د شکایتونو هوارولو دپاره قانوني لارې خپلوي.