لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکې د صدارتي انتخاباتو د رايو شمېرنه روانه ده


د امریکې د کال 2020م د صدارتي انتخاباتو د رايو شمېرنې تراوسه روانې دي او تر اوسه ختمي نتيجې مخې ته نه دي راغلي.

د امريکايي انتخاباتو په اړه د وي او ای د نقشې ترمخه تر اوسه پورې په غېر حتمي نتېجو کې د ډېموکرېټک پارټۍ د صدارت امیداوار جو بایډن 253 استازي ترلاسه کړي دي او د هغه مخالف د ريپبلېکن پارټۍ امیدوار او موجوده صدر ډانلډ ټرمپ 213 استازي ګتلي دي.

صدارتي امیدوار په 538 الېکټرل ووټونو کې د حتمي کامیابۍ دپاره 270 استازو ګټلو ته اړتیا لري.

د راپورونو ترمخه تراوسه د امریکې په 50 ریاستونو کې د 44 رياستونو نتيجې مخې ته راغلي او د شپږو نورو نتيجې لا نه دي راغلي.

د امریکا د نهې/ سه شنبې د ورځې صدارتي انتخاباتو د ګټونکي اعلان د شورو/ چارشنبې په ورځ هم نه دی شوی لا په شک کې دی.

د وي او ای ترمخه تراوسه پورې په مخې ته راغلو نتيجو کې ټرمپ او بايډن هغه رياستونه ګټلي په کومو کې چې دوی د ګټې تمه لرله.

د ډېموکرېټک ګوند د صدارتي کانديد جو بايډن سره کاملا هېرس او د ريپبلکن ګوند لخوا موجوده مرستيال صدر مايک پنس هم د دغه چوکۍ بيا کانديد دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG