لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پاکستان کې نور ۲۵کسان په کرونا وایرس مړه شوي


سرکاري شمیرې ښایي دتیر یو شواروز په مهال پاکستان کې د کرونا وایرس ۱۴۳۶نورې مثبتې پېښې مخې ته راغلي اؤ ۲۵نور کسان په دې وایرس مړه شوي دي.

پاکستان کې دکرونا دمخنیوي دچارو مرکز پخپلو تازه شمیرو کې ویلي تیرو څلېریشتو ساعتو کې دکرونا وایرس د۱۴۳۶نوؤ پېښو مخې ته د راتلو وروسته په ګرد هیواد کې دکرونا دفعالو پېښو شمیره ۱۷۸۰۴ؤ ته رسېدلې ده اؤ تر اوسه پورې ۶۹۸۶کسان په دې وایرس مړه شوي هم دي.

پاکستان کې ټول په ټوله درې لکه،۴۳زره اؤ۱۸۹کسان په کرونا وایرس اخته شوي خو له دې جملې څخه درې لکه،۱۸ اؤ۴۱۷ناروغان بېرته هم روغ شوي دي.

په عین حال کې دخیبر پښتونخوا دصحت محکمې چارواکو منلې ده چې دپېښور دحیات اباد میډیکل کمپلیکس دوه مشران ډاکټران هم په کرونا وایرس اخته شوي دي.

دخیبر پښتونخوا دصحت محکمې چارواکو ویلي د کی ایم سي ډائریکټر پروفیسر ډاکټر شهزاد اکبر اؤ ددغه روغتون دکرونا وایرس دقابو کولو دڅانګې مشر پروفیسر ډاکټر محمد شاه په کرونا وایرس اخته شوي اؤ ځانونه یې قرنطین کړي دي.

دخیبر پښتونخوا د ډاکټرانو د اتحادیې دمشر ډاکټر محمد زبیر له مخې تر دې مهاله خیبر پښتونخوا کې د ۲۰۰نه زیات ډاکټران په کرونا وایرس اخته شوي دي.

پاکستان کې د کرونا د مخنیوي او انتظام لپاره جوړې شوې ادارې یا این سي او سي هیواد کې د کرونا مخ په زیاتیدونکو پیښو اندیښنه ښودلې او نوي هدایات یې جاري کړي چې تر مخه یې ټول هیواد کې د ګڼې ګوڼې ځایونو کې هر چاته ماسک اچول لازمي ګرځولي دي.

ددې هدایاتو تر مخې که چا ماسک نه وو اچولی نو سل روپۍ به جرمانه کیږي او په دغې سلو روپو به ورته په موقع درې ماسکونه ورکړی کیږي.

د ډيوه دخبریال مدثر شاه د رپورټ له مخې په دې هدایاتو پرون د خالي د ورځې نه عمل شروع شوی خو ددې باوجود بازارونو کې خلق بغیر د ماسکه ګرځي.

د ماسک د اهمیت په اړه ډاکټر احمد زیب ډیوه ته وویل چې دوه تنانو ماسکونه اچولي وي نو یونیم فیصده امکان وي دوي ته کرونا ولګي. خو که یو اچولی او بل نه وي اچولی نو د کرونا د لګیدو امکانات اویا فیصده زیاتیږي.

بل پلو ته په دوه ویشتم نومبر پیښور کې پي ډي ایم جلسه کول غواړي خو د جمیعت علمایې اسلام صوبایي ویاند جلیل جان وایي ماسک اچول ښه خبره ده او دوي به جلسه کې په احتیاطي هدایاتو عمل کوي خو وایي دومره ډیرو خلقو ته ماسک اچول به یو سوال ضرور وي.

این سي او سي د نورو پریکړو تر څنګ دا پریکړه هم کړې چې د ودونو په هالونو به یو ځل بیا د شلم نومبر نه دغلته په ودونو کولو بندیز وي. کوم چې به د راروان کال د جنورۍ اخیره پورې دوام ولري.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG