لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې په کرونا وایرس دمړو شوؤ کسانو شمېره 7000ؤ ته ورسېده


په تیرو څلېریشتو ساعتو کې په کرونا وایرس د ۲۳ؤ نورو کسانو دمړینې سره پاکستان کې په دغه وایرس دمړو شوؤ کسانو شمیره اوؤ زرو ته رسېدلې ده.

سرکاري شمېرې ښایي دپاکستان بیلابیلو سیمو کې دتېر یو شواروز په مهال د کرونا وایرس ۱۶۳۷نوې پېښې ثبت شوي دي.

تر دې مهاله پاکستان کې ټول ټال درې لکه،۴۶زره اؤ ۴۶ کسان په کرونا وایرس اخته شوي چې له دې جملې څخه درې لکه ۱۹زره اؤ ۴۳۱ناروغان بېرته جوړ شوي اؤ ۲۰زره اؤ ۴۵کسان اوس هم په دې وایرس اخته دي.

په پاکستان کې په کرونا وایرس دقابو موندلو دپاره دجوړ کړل شوي مرکز شمیرې ښایي چې په دې وروستیو کې په دغه هیواد کې د کرونا وایرس دویمه څپه په چټکتیا سره په خوریدو ده اؤ هره ورځ د ۱۰۰۰ؤ اؤ ۲۰۰۰ کسانو ترمنځ خلک په دې وایرس اخته کیږي.

په تېر یو شواروز کې په خیبر پښتونخوا صوبه کې هم د کرونا وایرس ۱۸۶ پېښې مخې ته راغلې دي .

خیبر پښتونخوا صوبه کې ټول ۴۰۸۴۳ کسان په دې وایرس اخته شوي خو ۳۸۱۶۸ کسان ترې بېرته هم روغ شوي دي.

خېبر پښتونخوا کې دکرونا وایرس صورتحال

دخیبر پښتونخوا دصحت محکمې دشمیرو له مخې دا مهال صوبه کې ټول ۱۳۸۵کسان په کرونا وایرس اخته دي.

همدا شان په دې صوبه کې تر اوسه ۱۲۹۰ کسان په کرونا وایرس مړه شوي هم دي چې دوه مړېنې پکې دتېرو څلېریشتو ساعتو په مهال رامنځته شوي دي.

دپاکستان په ۱۶ؤ ښارونو کراچۍ، لاهور، اسلام اباد، راولپنډۍ، ملتان، حېدر اباد، ګلګت، مظفراباد، ميرپور، پېښور، کوټه، ګوجرانواله، ګجرات، فېصل اباد، بهاولپور او اېبټ اباد کې د کرونا وايرس پېښې سېوا کيږي.

د وایرس نه بچ کیدو دپاره نوې لارښوونې

پاکستان کې د کرونا د مخنیوي او انتظام لپاره جوړې شوې ادارې یا این سي او سي هیواد کې د کرونا مخ په زیاتیدونکو پیښو اندیښنه ښودلې او نوي هدایات یې جاري کړي چې .

ددغو هدایاتو له مخې سرکاري او غېر سرکاري دفترونو ته ویل شوي چې نيمه عمله به يې دفتري کارونه د کوره کوي.

همدا شان ټول هیواد کې د ګڼې ګوڼې ځایونو کې هر چاته ماسک اچول لازمي ګرځول شوي دي.

این سي او سي د نورو پریکړو تر څنګ دا پریکړه هم کړې چې د ودونو په هالونو به یو ځل بیا د شلم نومبر نه دغلته په ودونو کولو بندیز وي. کوم چې به د راروان کال د جنورۍ اخیره پورې دوام ولري.

خو وزیراعظم عمران خان واضحه کړې ده چې هیواد کې به په روزګار اؤ کارخانې دا ځل د کرونا وایرس له امله نه تړل کیږي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG