لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د کېپټن صفدر نيول، د پوليس مشر په پېښه کې ککړ د رېنجرز او ايي اېس ايي افسران د چوکو څخه لرې کړی شوي


د پاکستان پوځ ویلي، د کراچۍ په پېښه کې ککړ د رېنجرز ځواک او استخباراتي ادارې ايي اېس ايي چارواکي د چوکو څخه لرې کړی شوي دي.

ايي اېس پي ار ويلي، د 18م اکتوبر د کراچۍ د پېښې په ترڅ کې د سيند صوبې د پوليس مشر په شکايت د پوځ مشر په امر پلټنې پوره کړی شوي او ويل شوي د قايداعظم د مزا د سپکاوي په پېښه په رېنجرز او ايي اېس ايي سخت اولسي فشار ؤ چې ګامونه واخلي.

پوځي بيان

پوځ ویلي په ياده پېښه کې دغو افسرانو د اولسي فشار او حالاتو ته په کتو د جذباتو څرګندونه کړې او په خپله يې ګام يې پورته کړی ځکه چې دوی ته د سيند پولیس عمليات په قلاره يا سم نه ښکارېدل.

په پوځي بيان کې ویل شوي چې د رېنجرز او ايي اېس ايي افسرانو په مناسبه طريقه دا ګام پورته کولی شو که د پوهې نه يې کار اخستی وی نو دا پېښه به نه رامنځته کېده او د دوه ادارو ترمنځ به بدګمانۍ نه جوړېدې.

ویل شوي په دغه اړه به نور عملیات په پوځي مرکز [جي اېچ کيو] کې اخستلی شي او دغه چارواکي د خپلو چوکو څخه لرې کړی شوي دي. خو په بيان کې د چارواکو په اړه نور جزیات نه دي ورکړی شوي.

په 18 اکتوبر څه شوي ؤ؟

په 19م اکتوبرد ګل/ دوشنبې په سهار د پاکستان مسلم ليګ ن مرستیالې مشرې او د پخواني وزیراعظم نواز شريف لور مريم نواز په کراچۍ کې ویلي ؤ هغه او مېړه يې (ر) کېپټن صفدر د هوټل په کوټه/ کمره کې اووده ؤ سهار وختي پوليس راغلي د هغو د کوټې دروازه يې ماته کړې او صفدر يې د ځان سره بوتللی ؤ.

مريم نواز په 18م اکتوبر په کراچۍ کې د پي ډي اېم جلسې له د مېړه سره کراچۍ ته تللې او بيا د قايداعظم مزار ته سره د ګوند د پلويانو دوی ورغلي او صفدر د قايداعظم په مزار کې [ ووټ له عزت ورکړئ] نعرې وهلې وې. وروسته د مريم او صفدر سره د 200 کسانو پرضد مقدمه درج شوې چې د قايداعظم د مزار سپکاوی يې کړی دی.

(ر) کېپټن صفدر چا نيولی ؤ؟

د صفدر د نیولو وروسته د مریم نواز ویاند د سيند صوبې پخواني ګورنر محمد زبېر ویلي ؤ د صوبې وزیراعلی مراد علي شاه ورته ویلي چې د شپې په مهال کسان ورغلي د صوبې د پوليس مشر ايي جي يې د نيم پوځي ځواک رېنجر د افسر (سېکټر کمانډر) دفتر ته بوتللی د صفدر د نيولو امر يې پرې لاسليک کړی او بيا يې پوليس ورليږلي چې اوس هغه ونيسي، او پوليس مشر يې د څو ساعتونو پورې د ځان سره کښېنولی ؤ.

هغه ویلي ؤ دغه کار رېنجرز ځواک او پوځ کړی ؤ.

د پاکستان تحریک انصاف د حکومت د اطلاعاتو وزير شبلي فراز هغه وخت ویلي ؤ د قايداعظم د مزار سپکاوی شوی او که هر څوک ؤ هغه به نيول کېدو.

د سيند صوبې د پوليس غبرګون

د يادې پېښې وروسته د سيند صوبې پوليس مشر (ايي جي) مشتاق مهر په رخصتۍ د تلو ویلي ؤ او له دغې وروسته يو شمېر پوليس افسرانو هم په رخصتۍ د تلو خواستونه کړي دي.

د سيند پوليس ویلي ؤ په 18/ 19 اکتوبر چې کومه پېښه شوې د سيند پوليس دغه عمل دردولي او د خفګان سبب یې ګرځېدلې ده.

د پوځ د مشر جنرل باجوه د پلټنو امر

وروسته بيا د پاکستان پيپلز ګوند مشر بلاول بټو زرداري د پوځ د مشر جنرل قمر جاوېد باجوه او د استخباراتي ادارې د ايي اېس ايي د مشر جنرل فېض حميد نه غوښتنه کړې چې د خپلې ادارې پلټنې وکړي چې څنګه د صوبې په کارونو کې لاسوهنه کوي، او هغه خلک مالوم کړي چې د شپې په دوه بجې يې د سيند صوبې د پوليس مشر د کوره راتاؤ شوي وو.

د پوځ مشر بيا د کراچۍ کور کمانډر ته د پېښې د پلټنو لار ښوونه کړې وه او رپورټ يې ترې غوښتی ؤ. ویل شوي ؤ دغه رپورټ به په لسو ورځو کې وړاندې کړی شي خو ياد رپورټ په اړه پوځ نن په 10 نومبر بيان خپور کړو.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG