لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

داسلامیه کالج ښځېنه زده کوونکو پوهنتون کې دجنسي ځورونو په ضد احتجاج کړی،د ګورنر لخوا دپلټنو امر


دخیبر پښتونخوا صوبې ګورنر ښاغلي شاه فرمان دپېښور به اسلامیه کالج پوهنتون کې د استاذانو لخوا دښځینه زده کوونکو دځورؤنې ددغو تورونو په سخته نوټس اخستی اؤ په  درېوؤ ورځو کې دننه یې دپلټنو سرته د رسولو امر کړی.

داسلامیه کالج پوهنتون ښځینه زده کوونکو دنهې په ورځ د پوهنتون د وائس چانسلر د دفتر مخې ته احتجاجي مظاهر کړې وه اؤ تورونه یې لګولي چې د تحقیقي مقالو اؤ دپرچو د کتلو په مهال استاذان هغوئ نه ناجائزه غوښتنې اؤ په جنسي توګه یې دځورولو هڅې کوي.

دخیبر پښتونخوا صوبې ګورنر ښاغلي شاه فرمان دپېښور به اسلامیه کالج پوهنتون کې د استاذانو لخوا دښځینه زده کوونکو دځورؤنې ددغو تورونو په سخته نوټس اخستی اؤ په درېوؤ ورځو کې دننه یې دپلټنو سرته د رسولو امر کړی.

په ټولنیزو رسنیو د ښځینه زده کوونکو داحتجاج ویډیوګانې خپرې شوي چې پکې لیدل کیږي هغوئ دپوهنتون دانتظامیې په ضد اؤ میرمنو ته دعزت ورکولو شعارونه ورکوي.

په احتجاج کې دمیرمنو په ملاتړ د پوهنتون نارینه زده کوونکو هم برخه اخستې ده .

ددغو احتجاج کوونکو ښځینه محصلینو وینا وه چې دیوې اوږدې مودې راهسې د پوهنتون دنه ښځینه زده کوونکې ځورول کیږي خو دپوهنتون انتظامیه دهغوئ دتحفظ دپاره هیڅ ګامونه نه اخلي.

په ټولنیزو رسنیو ددې احتجاج د ویډیوګانو خپریدو سره سم د خیبر پښتونخوا صوبې ګورنر اسلامیه کالج پوهنتون کې دښځینه زده کوونکو د ځورونې په سختۍ سره نوټس اخستی اؤ دګورنر دڅارنې ټیم ته یې امر کړی چې په درېوؤ ورځو کې دننه باید ددې پېښو اؤ تورونو پلټنې وکړي.

پخپل یو بیان کې د خیبر پښتونخوا ګورنر چې د پوهنتونونو د چانسلر ذمه وارۍ هم پغاړه لري، ویلي په تعلیمي ادارو کې به د ځورونو پېښې په یو صورت هم ونه زغمل شي.

هغه ویلي په دمحصلینو په ځورونه کې دککړو کسانو په ضد به سخت ګامونه اخستل کیږي اؤ داسلامیه کالج په ګډون به ټولو پوهنتونونو کې ښځینه زده کوونکو ته بشپړه تحفظ ورکول کیږي.

ګورنر زیاته کړې ده چې “دخپلو لوڼو په عزت اؤ وقار به هیڅ رقم مصلحت ونه کړو”

وي او ای ډیوه چې کله د ښځینه زده کوونکو د جنسي ځورونو د تورونو په هکله د اسلامیه کالج پوهنتون د انتظامیې دریځ معلومول وغوښتل نو پوهنتون دټيلي فون په شمیره ورته وویل شول چې دا مهال انتظامي مشران پوهنتون کې نشته.

تر دې دمخه هم د اسلامیه کالج پوهنتون په پخواني وائس چانسلر ډاکټر نوشاد یوې ښځینه زده کوونکې دجنسي ځورونې تورونه لګولي وؤ خو هغه وخت نوموړي وي سي رسنیو ته ویلي وؤ چې دپوهنتون د انتظامیې ځېنې غړي هغه سره شخصي خوابدي لري اؤ د یوې جینۍ په پلمه یې رسوا کول غواړي.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG