لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

روغتیا پوهان خېبر پښتونخوا کې په چټکتیا د کرونا وایرس خوریدو ته اندېښمن دي


د روغتیا دڅانګې ماهرین وایي دخلکو دبې غورۍ له امله خېبر پښتونخوا کې د کرونا وایرس دویمه څپه زیاته په چټکتیا سره خوریږي اؤ حکومت ته به ددې دمخې نیولو دپاره په هر رقم اجتماعاتو اؤ ګڼې ګوڼې جوړولو بندیز لګول پکار وي.

دنومبر د ړومبې نېټې راهسې په صوبه کې د کرونا وايرس اوسطاً سل پېښې په روزانه حساب سره ريکارډ کېدلې خو دغه پېښې د نومبر په اتمه نيټه 260 او په نهمه نېټه 186 ريکارډ شوي دي.

په خېبر پښتونخوا کې د کرونا وايرس دمخ په زياتيدونکو پېښو په اړه د صوابۍ باچا خان مېډيکل کمپلیکس کې د سيني د مرضونو متخصص ډاکټر وقاص احمد ویلي د هیواد د نورو صوبو په څېر په خېبر پښتونخوا کې هم د خلکو د بې غورۍ لا امله د کرونا وبا دوهمه چپه کې سمدستي تيزي راغله۔

وي او ای ډیوه سره خبرو کې هغه ویلي" په دې چپه کې دا يو مونږه سره د تشويش خبره ده چې مارچ، اپريل، مئ او جون کې چې کومه ړومبې چپه وه نو هغې کې زمونږه د مړيني شرح دومره نه وه او اوس مونږه سره 25، 30 او داسې پرون 34 پورې تنان په حق رسيدلي دي"

هغه وویل د کرونا وایرس د پېښو ثبت کیدو اؤ مړینو په لړ کې خیبر پښتونخوا صوبه په اول سر کې ځکه ده چې دلته څوک دا وایرس سنجیده نه اخلي اؤ پرله پسې بې غوري کوي.

نوموړي زياته کړه د ګرمې دموسم په پرتله په يخنۍ کې د کرونا وايرس اثر به زيات خطرناک وي ځکه چې په دې موسم کې هسې هم د سينې، تبي ټوخي او د سا په ناروغو کې ګڼ شمېر خلق اخته وي نو داسې مريضان په اسانۍ سره کرونا وايرس نازک حالت ته رسولی شي.

دا په داسې حال کې ده چې دخېبر پښتونخوا د صحت محکمې د شمېرو ترمخه د صوبې په کچه د کرونا وايرس له امله تېرو 24 ساعتو کې اتوؤ تنانو د کرونا وایرس له وجې ژوند د لاسه ورکړیدی او 189 تنانو کې د کرونا وايرس تصديق شوی دی.

د صحت دچارو پوهان وايي د جولايي دمياشتې را په دېخوا په ړومبي ځل په صوبه کې د مړيني دغه اوچته شمېره د کرونا وبا د دوهمې څپې په مهال مخې ته راغلې ده.

ډاکټران په عام اولس ټینګار کوي چې د وبا د دوهمې څپې په مهال د احتياط نه ډېر کار واخلي .

په خېبر پښتونخوا کې د ګرينډ هېلته الائنس يا د طبي عملې د غړو د اتحاديي مشر ډاکټر اميرتاج خان وي او ای ډيوه ته ويل چې بايد حکومت په ټولو اجتماعاتو بنديز ولګوي او په ټولنه کې د ايس او پيز يعني ماسک اچول، سماجي فاصله ساتل او ګڼې ګونې ختمولو باندې په صحېح معنو کې کار وکړي.

هغه وویل " په کومو سيمو کې چې ټسټونه وشي او هلته مثبت پېښې ثبت شي نو هلته په سمدستي ډول سمارټ لاک ډاون کول پکار دي او بل کوم چې اېس او پيز يا سپارښتنې دي هغه په هسپتالونو، سکولونو، سرکاري دفترونو او عامو ځايونو او بازارونو کې بلکل نه عملي کېږي، نو حکومت ته پکار دي چې د بيانونو د حده پورې نه بلکې په عملي توګه یې په خلکو لاګو کړي"

نوموړی وایي زمونږ په هسپتالونو کې دومره زيات وسائل نه شته چې ددې وباء د دوهمې څپې سره مقابله وکړل شو

د خېبر پښتونخوا صحت محکمې چارواکي وايي چې د کرونا د څار وفاقي ادارې نيشنل کمانډ اينډ اپرېشن سنټر د هداياتو ترمخه د 20م نومبر وروسته به هرډول غونډو باندې پابندي لګوي۔

د خېبر پښتونخوا د صحت محکمې د شميرو ترمخه تر اوسه پورې د کرونا وايرس نه د صوبې په کچه 41 زره او څه د 250 تنان ناروغه شوي دي،

شميرې ښايي په خېبر پښتونخوا کې 1302 تنانو د ياد رنځ له امله ژوند د پاسه ورکړی دی.

  • 16x9 Image

    عبد الرزاق

    عبدالرزاق له وي او اې ډیوه سره په پېښور کې د خبریال په توګه د ملټي مېډیا په برخه کې کار کوي. هغه د خیبرپښتونخوا او افغانستان د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي. ​عبدالرزاق له هزاره پوهنتونه په جرنلزم کې ماسټر ډګري اخیستې او له خیبرنیوز سره په پېښور کې د خبریال په توګه کار کړی. هغه ډان او ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼو او نورو ویبپاڼو ته هم لیکنې کوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG