لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ترهګرو سره دمالي مرستو په تور دحافظ سعید د ډلې مشرانو ته محکمې دبند سزاګانې اورولي


دپاکستان پنجاب صوبې لاهور ښار کې د ترهګرۍ ضد عدالت د لا قانونه تندرويه مذهبي ډلې جماعت الدعوه دريوؤ مشرانو ته د ترهګرۍ د مالي مرستو په دوو نورو مقدمو کې سزاګانې اورولې دي.

د عدالتي فېصلې ترمخه د جماعت الدعوه ډلې ظفر اقبال او يحيى مجاهد ته په مجموعي ډول د شپاړلس، شپاړلس کاله بند او عبدالرحمن مکي ته د ېو کال بند سزا اورول شوې ده.

دغه شان د مطبوعاتي رپورټونه ترمخه د جماعت الدعوه ډلې ویاند يحيى مجاهد ته د ترهګرۍ د مالي مرستو په يوه بله مقدمه کې هم د شپاړلس کاله بند سزا اورول شوې ده.

د ورځپاڼې ډان د خبر له مخې لاهور کې د ترهګرۍ ضد عدالت د جماعت الدعوه ډلې په پينځوؤ نورو مشرانو هم په شپږو نورو مقدمو کې فرد جرم لګولی دی.

وي او اې ډيوه د ددې سزاګانو په اړه د جماعت الدعوه دريځ مالومولو کوښښ وکړو خو په کې بريالې نه شو خو وړاندې ددغه ډلې غړو د ځان پرضد حکومتي ګامونه د امریکا او هند فشار ګرځولی او د ترهګرۍ د مالي مرستو د تورونو منلو نه هم انکار کوي.

له دې مخکې تېره اوونۍ لاهور کې د ترهګرۍ ضد عدالت د ترهګرو سره د مالي مرستو په نورو مقدمو کې د جماعت الدعوه ډلې درېوؤ مشرانو عبدالرحمن مکي، ظفر اقبال او محمد اشرف ته پرله پسې د شپاړلس شپاړلس او ېو کال بند سزاګانې اورولې وې

د لا قانونه مذهبي تندرويه ډلې جماعت الدعوه غړو ته د ترهګرۍ د مالي مرستو په مقدمو کې دا سزاګانې په داسې وخت کې ورکړل شوي چې اېف اس ټي اېف تېره میاشت پاکستان د ترهګرو د مالي سرچينو تړلو کې د ناکامۍ په سر خړ نوملړ کې پرځاې ساتلی او په دې لړ کې یې ورته د لا نورو قانوني او انتظامي ګامونه پورته کولو وېنا کړې ده.

د دفاعي چارو کارپوهه او پخواني جرنېل طلعت مسعود ډيوه ته خپله څېړنه کې وايي حکومت او پوځ غواړي چې هېواد کې د مذهبي تندروه ډلو فعالیتونه نور ختم کړي ولې د دوي له کبله پاکستان په نړۍ کې بدنام شوی او بل دا د اېف ای ټي اېف فشار هم کېدی شي.

هغه وايي داسې ښکاري چې د لا قانونه مذهبي تندرويه ډلو په اړه د پاکستان تګ لاره کې بدلون راغلی او حکومت ګڼي پاکستان اوس باید په سم لوري روان شي.

امریکا او هند د کال 2008 د ممبۍ بريدونو تور د جماعت الدعوه په مشر حافظ سعید پورې کوي.

په دغو حملو کې د امريکاي وګړو په ګډون 166 کسان وژل شوي وو خو حافظ سعید په دغه حملو کې د لاس لرلو تورونه ردوي.

امریکا د جماعت الدعوه دمشر حافظ سعید نوم د ترهګرو په ځانګړي فهرست کې هم اچولی او په کال 2012 کې د هغه د درک لګولو لپاره ې د لس ميلېنه ډالرو انعام هم اعلان کړی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG