لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ضياالله بنګش وايي د نرښځې چاهت د کوهاټ څخه ويستلو فېصله يې کړې، خو فعال وايي دا د ائين سرغړونه ده


Transgender Empowerment Pakistan
Transgender Empowerment Pakistan

د خېبرپښتونخوا د وزيراعلی سلاکار ضیاالله بنګش وايي د کوهاټ ضلعې څخه يې د نرښځي چاهت او هغه سره ملګرو د ويستلو پرېکړه کړې ځکه چې د هغو له امله د ضلعي امنيت ته خطره وه، خو د بشري او نرښځيانو د حقونو فعال وايي دا کار د پاکستان د ائين څخه سرغړونه ده.

د خېبرپښتونخوا د وزیراعلی د سائنس او ټکنالوجۍ په برخه کې سلاکار ضيا الله بنګش وايي څو ورځې وړاندې په کوهاټ کې د يو واده په مهال چې د نرښځيانو پروګرام پکې راجوړ شوی بيا د نرښځيانو په سر نښته شوې او مرګ ژوبلې پکې اوښتې وې.

وي اوای ډيوه سره په خبرو کې بنګش وويل هغه ته بيا د علاقې خلکو د نرښځيانو پرضد شکايت کړی او هغه بيا پوليس او ضلعې انتظامیې ته لارښوونه کړې وه چې د پېښې پلټنې وکړي او د پلټنو وروسته مالومه شوې چې نرښځی چاهت او ورسره ملګري د دغه ډول پېښو سبب ګرځي ځکه دوی د دغه نرښځې سره د ملګرو د ضلعې څخه ویستلو پرېکړه کړې ده.

هغه دا تور هم ولګوؤ چې په کوهاټ کې په دغه ډول پېښو کې د 19 پورې کسان وژل شوي دي.

خو د نرښځيانو او بشري حقونو فعال قمرنسيم وايي، د وزیراعلی د سلاکار او ضلعې انتظامیې دغه کار د پاکستان د ائین د 19 مادې سرغړونه ده.

وي او ای ډیوه سره په خبرو کې هغه وویل، پوليس دا اختيار نه لري چې څوک ضلع بدر کړي يا د ضلعې څخه يې اوباسي، له دې وړاندې په مردان او سوات کې هم داسې شوي ؤ خو د عدالت او بشري حقونو په لارښوونو بيا دغه فېصلې بيرته اخستل شوې وې.

هغه وويل د پاکستان ائين هر چاته دا حق ورکوي چې هر ځای پاتې شي.

قمرنسيم بيا وايي د دې پېښې زمه وار هغه څوک دي چې وسلې کاروي پکار ده چې پوليس د وسلو په اړه ګام پورته کړي او که دغه وسلې لائسنس هم لري بيا پرې هم پوليس له سوچ پکار دی.

په خېبرپښتونخوا کې د نرښځيانو د اتحاديې مشري کوونکې ارزو وايي، دا غلطه فېصله ده چې نرښځيان د ضلعې نه ویستل کيږي دوی به د دغه پېښې پرضد احتجاج کوي او که دا فېصله بيرته وانه خستل شوه دوی به بيا عدالت ته ځي.

هغه وايي وسله د چاهت دوی سره نه وه او نه ډزې دوی کړي دي، د ذاتي دشمنۍ په سر ډزې شوي، او که د چاهت په سر دا ډزې کېدې نو اول به يې چاهت ويشتی وی.

ارزو وايي دوی خپلو پروګرامونو له ځي مزدوري کوي، پکار ده چې د يادې پېښې پلټنې وشي او اصل خلک مالوم شي.

هغه دا تور هم لګوي چې نرښځيان د چا خوښه يا خبره ونه مني د هغو پرضد بيا دا ډول اقدامات کولی شي ځکه دوی دغه فېصله غلطه ګڼي او د دغه فېصلې د بيرته اخستو غوښتنه کوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG