لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دامریکایي ډالر په مقابله کې پاکستاني روپۍ ولې پیاوړې شوه ؟


دماهرینو وینا ده چې د ایف ای ټي ایف د شرطونو پوره کولو دپاره پاکستان د ترسیل نظام هم سخت کړی چې له وجې یې د روپۍ ارزښت سیوا شوی دی.

د امریکائي ‌‌‌‌‌‌ډالر په پرتله د پاکستان روپۍ ارزښت کې زیات والی راځي او د اقتصاد ماهرین وائي د کرونا وبا له امله د پاکستان درامدات کم شوی او د نړۍ مرستندویه ادارو نړیوال بینک، ائي ایم. ایف او جی_20 هیوادونو له خوا پاکستان ته دقرضونو د ځنډولو له امله پاکستاني روپۍ څخه فشار کم شوی دی.

دماهرینو وینا ده چې د ایف ای ټي ایف د شرطونو پوره کولو دپاره پاکستان د ترسیل نظام هم سخت کړی چې له وجې یې د روپۍ ارزښت سیوا شوی دی.

د اقتصاد چارو څېړونکی سجاد احمد وائي د کرونا وبا له امله ڼړیوال مارکیټ کې د خامو تیلو بیعې ټیټي شوې دي او دې سره د پاکستان درامدی د تیلو بل دری نیم اربه ‌‌‌‌‌‌ډالره کم شوی.

هغه وایي په مجموعي درامدااتو کی د کمي له امله پاکستان نه چې به د ‌‌‌‌‌‌ډالر شکل کې کوم رقم بهر تلو هغه هم راکم شو او بیا د پاکستان ترسیلات زر هم زیات شوي او اوس خلق د هنډۍ په ځائي د بینکونو په پاکستان ته پیسې لیږي.

وي او ای ډیوه سره خبرو کې هغه ویلي پاکستان له به لږې مودې قرضې سعودی عرب او متحده عرب اماراتو ته ستنول وي خو د هغی داغېزو کمولو دپاره پاکستان هڅې کوي چې د یورو بانډونه راباوسي او د پیسو دغه کمی پوره کړي.

په دې وروستیو کې پاکستان کی د روپۍ په مقابله کې یو امریکائي ‌‌‌‌‌‌ډالر نهه روپۍ راټیټ شوی او دا وخت د يو ‌‌‌‌‌‌ډالر بیعه 158 روپۍ ده.

د تیر اګست په میاشت کې د روپۍ په مقابله کې د ‌‌‌‌‌‌ډالر بیعه 168 روپو ته لوړ شوې وه

په پاکستان کی د پيسو د بدلولو د اتحادیې مشر ملک بوستان وائي د کرونا وبا وروستو نړیوالو ادارو ائي ایم ایف، نړی وال بینک او جی 20 هیوادونو پاکستان ته د قرضونو بېرته ستنول د یو کال دپاره ځنډولي او بله دا چې ایسیائي ترقیاتی بینک هم پاکستان ته لس اربه ‌‌‌‌‌‌ډالره منظور کړي او د هغې اثرات د روپۍ په ارزښت پرېوتي دي.

وي او ای ډيوه سره خبرو کې هغه ویلي پاکستان د روشن ‌‌‌‌‌‌ډیجیټل اکاونټ پرانستو اجازه ورکړې او غیرملکی زرمبادله کې هم اضافه شویې ده چې دی سره په روپۍ فشار کم شوی او ارزښت یې لوړ شوی دی.

د پاکستان مرکزی بینک وائي د روان مالي کال په وړومبیو درېوؤ میاشتو کې د بهر نه راتلونکو پیسو کې 30 فیصدي زیات والی راغلی دی خو ګرانی لا نوره هم زیاته شوې ده

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG