لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د بلوچستان په بيلا بيلو سيمو کې زلزله شوې


د پاکستان د موسمياتو محکمې (پاکستان ميټرو لوجيکل ډيپارټمنټ) ويلي چې نن سهار درې منټه کم اته بجې د زلزلې جټکې ريکارډ شوي، چې زور يا شدت يې پينځه اعشاریه څلور درجې او مرکز يې له کوټې نه لويديځ ته 38 کلوميټره لرې او لس کلوميټره ژور ؤ.

د زلزلې جټکې په کوټه ، قلعه عبدالله ، چمن، مستونګ ، هرنايي ،سبي او نورو سيمو کې شوي دي.

د بلوچستان د پي ډي ايم اې د څارواکو په وينا زلزلې په يادو سيمو کې کوم ځاني او مالي تاوان نه دی اړولی خو بيا هم مالومات کولی شي.

د پوهانو په خبره کوټه او له کوټې سره نزدې سيمې په خطرناک پلېټ پرتې دي ، کله هم دلته لوی ځاني او مالي زيان د زلزلو د کيدلو له کبله رامنځ ته کيدلی شي .

له دې وړاندې په 1935 کال کې په کوټه کې شوې زلزلې کوټه سخته اغېزمنه کړې وه او د رپورټونو تر مخه په دې زلزله کې تر شل زره زيات خلک وژل شوي او په زرګونه ټپيان شوي وو.

له بلې خوا د کوټې او ژوب زون په بيلا بيلو سيمو کې نن له سهار څخه نری باران اوري چې له امله يې يخ زيات شوی دی.

د موسمياتو محکمې روانه اونۍ خبر جاري کړی وو چې د کوټه ، زيارت، ژوب او نورو سيمو کې د خالي له ورځې د نري باران او پر غرونو د واورې د واورې د ورېدو امکان دی.

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG