لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د خېبرپښتونخوا وزيراعلی محمود خان په پاکستان کې تر ټولو شتمن د اسمبلۍ غړی دی


د پاکستان د الېکشن کمېشن يا ټاکنو د کمېشن ترمخه د خېبرپښتونخوا وزيراعلی محمود خان د دوه اربه او 38 کروړه روپو جايدادونه او شتمنۍ لري.

پاکستاني مطبوعات وايي د خېبرپښتونخوا وزيراعلی محمود خان په پاکستان کې تر ټولو زيات شتمن د اسمبلۍ ممبر دی، او هغه د دوه اربه 33 کروړه روپو د کرکيلي ځمکه، 40 ميلنه نقدو روپو او په دوه بېنکونو کې د 77 لکه روپو مالک دی خو په خپل نوم ګاډی نه لري.

پوهان وايي په پاکستان کې يواځې سياسي شخصيات خپلې شتمنۍ ښکاره کړي او ډېر يې ښکاره هم نه کړي خو د جمهوریت تقاضا ده چې د پاکستان ټولې ادارې پوځ، بېوروکرېسي، ججان او د حکومتي واکمنو سره صحافیان هم خپلې شتمنۍ ښکاره کړي.

د پېښور پوهنتون د جرنالزم د څانګې پروفېسر ډاکټر عرفان اشرف وايي د جمهوريت دا مطلب دی چې هر څه دې ولس ته ښکاره وي څنګه چې يوه سياسي نظريه د خلکو سره شريکه وي هغه شان د سياسي شخصيتونو د شتمنيو ښکاره کول د جمهوریت روح دی.

وي او ای ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل دا څه بده خبره نه ده چې د يو سياسي شخصيت شتمنۍ زياتې دي، مهمه خبره دا ده چې دا شتمنۍ د چرته نه ترلاسه شوي يا جمع کړی شوي دی.

هغه زیاته کړه بايد چې د سیاسي خلکو په ډول د پاکستان ځواکونه، نوکرشاهي، ججان او صحافيان هم خپلې اثاثې څرګندې کړي.

په اسلام اباد کې د اسلامک نړيوال پوهنتون د اقتصاد استاز ډاکټر معراج الحق وايي، د پاکستان د مالياتي خسارې بنيادي علت دا دی چې د ملک دننه اقتصاد يا کاروبارونه د اندراج بڼه نه لري، که چرته سياسي خلک، کاروباري ټولنه، پانګه وال يا سرمايه کار خپلې شتمنۍ ښکاره کړي نود دې سره به په عام وګړي کې هم اعتماد جوړ شي چې خپل کاروبار رجسټرډ کړي.

وي او ای ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل، د دې سره به د ټېکسونو يا محصولاتو په راټولولو کې اسانتياوې جوړې شي، زيات ټېکسونه به راټول شي او مالياتي خساره به راکمه شي او د بډو رشوتونو مخه به ونيول شي.

پوهان وايي پکار ده چې نه يواځې د هر چا شتمنۍ په ډاګه وي بلکې دا دې هم وکتی شي چې که څوک په حکومت کې راشي يا وزير/ مشير شي د حکومت ختمېدو وروسته دې هم دا کتل کيږي چې د هغه شتمنۍ د وړاندې نه سېوا شوي يا کمې شوي دي.

ځايي مطبوعات وايي د خېبر پښتونخوا د اسمبلۍ په شتمنو کسانو کې د وزيراعلی محمود خان نه وروسته د کوز دير د عوامي نيشنل ګوند سره تعلق لرونکی د اسمبلۍ غړی بهادر خان شتمن ممبر دی چې د 894 ملينه روپو شتمنۍ لري.

او بيا په درېم شتمن ممبر د بونېر ضلعې د حلقه پي کی 21 څخه د پاکستان تحریک انصاف سيد فخر جهان د 766 ملينه روپو شتمنيو مالک دی.

د خېبرپښتونخوا وزیراعلی محمود خان د سوات د مټې علاقې سره تعلق لري او د پاکستان تحریک انصاف په ټکټ د حلقه پي کی 9 نه د صوبايي اسمبلۍ غړی منتخب شوی دی.

پوهان بيا دا هم وايي چې ډېر د اسمبلۍ غړي بيا خپلې شتمنۍ د بل چا په نوم لري او په دغه لار ځان د ټېکسونو څخه بچ ساتي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG