لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

افغانستان سره تجارت ته د ودې ورکولو لپاره د پاکستاني پلاوي د کابل د سفر څخه سوداګر ښې تمې لري


د پاکستان د وزیراعظم د اقتصادي چارو او پانګونې د سلاکار په مشرۍ پلاوي د کابل د سفرڅخه سوداګر تمې لري چې د پاکستان او افغانستان اړیکې دا وخت سمې دي او دغه سفر به د دوه اړخيزه سوداګرۍ په ګټه تمام شي.

د پاکستان د وزیراعظم سلاکار رزاق داؤد د کابل د سفر په اړه ويلي، د سوداګرۍ او پانګونو د بحث دپاره افغانستان ته ځي چې دوه اړخيزه سوداګري سېوا شي او دوی به په دغه سفر کې د دوه اړخيزه سوداګرۍ سره په ټرانزټ ټرېټ او اړونده نورو چارو هم خبرې اترې وکړي.

د پاکستان او افغانستان ترمنځ د ټرانزټ ټرېډ لوظنامه چې په کال 2010م کې شوې د راتلونکي کال 2021 په فرورۍ کې یې موده سرته رسي.

د دې ترڅنګ افغان او په خپله پاکستاني سوداګر بيا بيا شکايت کوي چې د دواړو ملکونو د سیاستونو له امله دوه اړخيزه سوداګري سخته اغېزمنه شوې او سوداګر وايي په دواړو ملکونو کې د سختو حکومتي پاليسيانو له امله د ستونزو سره مخ دي چې له امله يې دوه اړخيزه سوداګري هم راټيټه شوې ده.

په افغانستان کې د اوطاقونو د فېډرېشن معاون او پاک افغان شريک چېمبر مشر خان جان الکوزی وايي ښايي چې په وروستیو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ يو څه ښه فضا رامنځته شوې ده.

وي او ای ډیوه سره په خبرو کې هغه وويل تېره میاشت چې د افغانستان د پارلیمان رئيس د پاکستان سفر کړی د سوداګرو پلاوی ورسره ؤ، په دغه مهال په داخلي تجارت، افغان ټرانزټ ټرېډ او سرمايه کارۍ باندې خبرې شوې وې.

پاکستان سره په 21 نکاتو خبرې شوې او پاکستان پکې په سمدستي ډول د 16 نکاتو منلي خو تراوسه پکې په څلورو کار شوی دی، هغه وویل اوس به په کابل کې په دوه اړخيزه ستونزو خبرې وشي.

هغه زياته کړه افغانستان اوس دې ته په تمه دی چې اړيکې ښې شي سوداګري به ورسره ښه شي ځکه چې د دواړه هېوادونه د يو بل دپاره ښه مارکیټ دی او دوی تمه لري چې دوه اړخيزه تجارت بيا هغه مخکني ځای ته ورسي.

د پاکستان د وزیراعظم د اسټبلشمنت سلاکار ارباب شهزاد هم په وروستیو کې ويلي ؤ دوی هڅه کوي چې په ځانګړي ډول د افغانستان سره په ويزو کې اساني راولي په تورخم د کنټېنرو ستونزه هواروي، او دغه کارونه په افغانستان کې ستايل شوي او دوی نور هم هڅه کوي چې د افغانستان سره یې سوداګري، سياسي او کلتوري اړیکې سېوا شي.

د پاکستان او افغانستان په سوداګرۍ کې د پاکستان لخوا منځني ختيځ ته د تجارت او د افغانستان لخوا د پاکستان څخه د واهګه په لار هند سره د تجارت غوښتي کيږي او ويل کيږي په دغو موضوعاتو د دواړو لخوا خبرې هم روانې دي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزیز په کراچۍ ښار کې د ‌‌‌‌‌‌وي او ای ډيوه خبریال دی، د روزانه رپورټونه نه علاوه هغه په ځانګړي موضوعاتو لیکل هم کوي. هغه داردو پوهنتون نه په ژورنلزم کې د ماسټرۍ ‌‌‌‌‌‌ډګري اخستې ده.

XS
SM
MD
LG