لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپاکستان حکومت تندروه مذهبي ډلې تحریک لبیک سره احتجاج ختمولو دپاره څه تړون کړی ؟


دپاکستان حکومت د تندروه مذهبي ډلې تحریک لبیک په غوښتنه منلې چې د هیواده به د فرانسیې سفیر وباسي، په یاد هیواد کې به خپل سفیر نه مقرروي اؤ په دولتي کچه به دفرانس دجوړو شیانو داخستو پرېکون کوي.

دغه خبرې په هغه تړون کې مخې ته راغلي چې د دوشنبې په ورځ دپاکستان دمرکزي حکومت اؤ تحریک لبیک دمشرانو ترمنځ فیض اباد کې دتندروه تنظیم د زرګونو فعالینو داحتجاجي پرلت ختمولو په موخه شوی دی.

حکومت سره د تړون نه وروسته تحریک لبیک په فیض اباد کې روان خپل احتجاج ختم کړی اؤ دپنجاب حکومت دهغوئ د ټولو نیول شوؤ فعالینو د خوشې کولو اعلامیه خپره کړې ده .

دتحریک لبیک په زرګونو فعالین کوتکو په لاس دتېرو څو ورځو راهسې دپېنډۍ اؤ اسلام اباد ترمنځ‌ فیض اباد سیمې ته ورټول شوي وؤ اؤ هڅه یې کوله چې اسلام اباد ته ننوځي خو امنیتي ځواکونو دهغوئ مخه نیولې ده.

دخادم حسین رضوي په مشرۍ دې تندروه ډلې فرانس کې دپیغمبر اسلام حضرت محمد(ص)دسپکاوي دخاکو خپریدو له امله اسلام اباد څخه دفرانس دسفیر په سمدستي توګه د ویستلو اؤ فرانس سره دسفارتي اړېکو دختمولو غوښتنه کوله.

اسلام اباد ته د ننوتو په هڅه کې دیادې ډلې دفعالینو اؤ امنیتي ځواکونو ترمنځ پرله پسې دوه ورځې دنښتو اطلاعات هم مخې ته راغلي وؤ .

تړون
تړون

له دغو نښتو اؤ اړي ګړي وروسته د هیواد دکورنیو چارو د وزیر بریګیډیر ریټائرډ اعجاز شاه اؤ دمذهبي چارو د وزیر پیر نورالحق قادري په مشرۍ یوې حکومتي ډلې د دوشنبې په ورځ دتحریک لبیک مشرانو سره د احتجاجي پرلت ختمولو دپاره مذاکرات کړي اؤ دهغوئ ټولې غوښتنې یې منلي دي.

په ټولنیزو رسنیو دحکومت اؤ دتحریک لبیک دمشرانو ترمنځ دشوي تړون متن مخې ته د راغلي متن له مخې حکومت به د دوؤ څخه نیولی تر درېوؤ میاشتو هیواد نه دفرانس سفیر پارلیمان څخه دفیصله سازۍ دلارې وباسي.

تړون کې راغلي چې حکومت به خپل سفیر په فرانس کې نه مقرروي اؤ په دولتي کچه به د فرانس دمصنوعاتو بائیکاټ یا پریکون هم کولی شي.

داحتجاجي پرلت په مهال د اړي ګړي جوړولو په تور کې د تیرو دوؤ ورځو په مهال امنیتي ځواکونو د تحریک لبیک په سلګونو فعالین نیولي اؤ زندانونو ته یې اچولي.

په تړون کې منل شوې چې ټول نیول شوي فعالین به سمدستي بېرته خوشې کولی اؤ د ددې احتجاجي لاریون نه وروسته به هم د یاد تحریک دفعالینو په ضد هیڅ رقم مقدمې نه درج کیږي.

د دوشنبې په ورځ دسیاسي چارو څېړونکي اؤ دپاکستان پخواني سفارتکار ښاغلي ایاز وزیر ډیوه ته ویلي وؤ چې که چرې حکومت دتحریک لبیک غوښتنې ومنلې نو په راتلونکي کې به دا اؤ داسې نورې تندروه ډلې دفشار دلارې حکومت دیته مجبوروي چې کوم هیواد سره باید اړېکې وشلول شي اؤ کوم سره وساتل شي.

ایاز وزیر زیاته کړې وه پاکستان په حکومتي کچه فرانس ته خپلې انديښنې وړاندې کړې دي او غوره به دا وي چي خادم رضوي خپل احتجاج ختم کړي.

تر دې دمخه تحریک لبیک په کال ۲۰۱۷م کې هم د ټولټاکنو په فارم کې دختم نبوت د شق ختمولو په ضد دهغې وخت د واکمن مسلم لیګ نواز ګوند دحکومت په ضد فیض اباد کې احتجاجي پرلت وهلی ؤ.

په هغه مهال دپاکستاني پوځ سرلښکر دهیواد په وزیراعظم باندې غږ کړی ؤ چې اسلام اباد کې د روان اړي ګړي مخه باید په امنناکه توګه ونیسي اؤ ویلي یې وؤ دا اړی ګړی دهیواد په ګټه نه دی.

دمسلم لیګ نواز ګوند حکومت ددغه احتجاجي پرلت په شا پوځي استخباراتي ادارو ته ګوتې وچتولې اؤ دپرلت په ختمیدو د استخباراتي شبکې ایي ایس ایي موجوده مشر جنرال فیض حمید دپرلت برخه والو ته په لفاظو کې بندې پیسې هم د لارې دکرایه په نوم ورکړې وې.

کال ٢٠١٧ کې د پاکستان پوځ د هغې وخت دحکومت د وينا باوجود د تحریک لبيک داحتجاجي پرلت په ضد دطاقت کارولو نه انکار کړى ؤ.

بيا د پوځ په مينځګړتوب دمظاهرچیانو اؤ حکومت ترمنځ دیو تړون په نتیجه کې دتحریک لبیک فعالین د اسلام اباد نه وتلي وؤ

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG