لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پاکستان کې دکرونا د ناروغانو شمیره د۲۹زرو څخه واوښته،وزیراعظم وایي که خلکو احتیاط ونکړو،روغتونونه به له ناروغانو ډک شي


پاکستان کې دکرونا وایرس دلاسه په تیر یو شواروز کې نور ۳۳کسان مړه شوي اؤ دوؤ زرو نه زیات نور کسان په دې وایرس اخته شوي دي.

وزیراعظم عمران خان وایي د کرونا وایرس دویمه څپه دومره زورداره ده چې که خلکو احتیاط ونه کړو نو اندېښنه ده چې روغتونونه به له ناروغانو ډک شي.

پاکستان کې په کرونا وایرس دڅار دمرکز دتازه شمیرو له مخې تیرو څلېریشتو ساعتو کې دهیواد دننه نور دوه زره اؤ ۵۰کسان په کرونا وایرس اخته شوي چې دې سره هیواد کې په کرونا وایرس داخته ناروغانو شمیره د۲۹زرو څخه اوښتې ده.

سرکاري شمیرې ښایي پاکستان کې ټول ټال درېوؤ لکو،۶۱زرو اؤ۸۲کسانو ته تر اوسه کرونا وایرس لګیدلي خو درې لکه ،۲۴زره اؤ ۸۳۴کسان بېرته هم روغ شوي دي.

دهیواد په بېلابیلو سیمو کې په دې وایرس دتیر یو شواروز په مهال د ۳۳کسانو مړینې ثبت شوي دي چې دې سره دکرونا وایرس دپیل راهسې پاکستان کې په دې وایرس دمړو شوؤ کسانو شمیره ۷۱۹۳ ته رسېدلې ده.

د دوشنبې یا ګل په ورځ دپاکستان وزیراعظم عمران خان د کرونا وایرس دویمه څپه کې په شدت راتلو اندېښنې ښکاره کړي اؤ ویلي یې دي که چرې خلک احتیاط ونه کړي نو ویره ده چې هسپتالونه به د کرونا وایرس دناروغانو نه ډک شي.

دملي تماس دکمیټې غوندې ته خپله وینا کې وزیراعظم ویلي چې دتیر جون په میاشت کې زمونږ روغتونونه له ناروغانو ډک شوي وؤ خو خلکو احتیاط وکړو اؤ مونږ د کرونا له تباهۍ بچ شو خو اوس د کرونا دویمه څپه را روانه ده اؤ پېښې له وړاندې څخه په سیوا کیدو دي.

هغه ویلي د تیرو لسو ورځو په مهال د کرونا وایرس پېښې څلور چنده سیوا شوي دي اؤ په داسې حال کې مونږ سره یوازینۍ لاره داحتیاط پاتې ده.

وزیراعظم هیواد کې په چټکتیا سره دخپل ګوند دجلسو ختمولو اعلان هم کړی اؤ په نورو ګوندونو یې هم غږ کړی چې باید خپلې جلسې ختمې کړي.

XS
SM
MD
LG