په پاکستان کې د 11 مخالفو ګوندونو اېتلاف په نوو وړاندې کړو 12 هدفونو کې د تحريک انصاف د اوسني واکمن حکومت نه د استعفا غوښتنه نه ده کړې.
د پاکستان ډېموکرېټک تحريک [پي ډي اېم] په نامه د دغه اېتلاف مشر مولانا فضل الرحمان د اېتلافي ګوندونو د مشرانو سره د ليدو وروسته، ميډيا ته ويلي چې تحريک به يې د اوسني حکومت د ختمولو پورې جاري وي خو دغه خبره يې په 12 هدفونو کې نه ده وېلې.
د پي ډي اېم غونډه پرون د نهې/ سه شنبې په ورځ شوې ده.
هغه وويل په غونډه کې د تحریک "بنيادي اصول او مقصدونه" وضع کړی شو.
نوموړي د تحریک جوړ 12 اصول او هدفونه وويل چې،
"وفاقي، جمهوري، پارليماني او اسلامي ائین سرلوړي او عملداري يقيني کول. د پارلیمان خپلواکي. د سياست نه د استبلشمنټ او استخباراتي ادارو د کردار خاتمه. د آزاد عدليې قیام. د آزاد او سوتره انتخاباتو اصلاحات او انتخابات کول. د ولس بنيادي او جهوري حقونو ساتنه. د صوبو حقوق او 18 ترميم ساتنه. د ځايي حکومتونو موثره نظام او جوړونه. د اظهار رايې او ميډيا د آزادۍ تحفظ. د انتهاپسندۍ او ترهګرۍ مکمله خاتمه. د ګرانۍ بې روزګارۍ او غربت خاتمه. هنګامي معاشي پلان جوړونه".
مولانا فضل الرحمان وويل، "دوی به د حکومت سره هيڅ ډول مذاکرات ونه کړي"، کله چې د هغه نه پوښتنه وشوه چې مذاکرات به د چا سره کیږي؟ هغه وويل "له دې وړاندې هم تحریکونه چلېدلي او په هغو کې هم مذاکرات نه دي شوي ولس په خپل زور خپلې غوښتنې منلي دي او زوروه قوتونه د ولس په وړاندې ناست شوي دي".
خو په وروستيو کې په پي ډي اېم کې د شامل مهم ګوند مسلم ليګ ن مرستیالې مشرې [نايب صدر] او پخواني وزيراعظم نواز شريف لور مریم نواز ویلي ګوند يې د پوځ سره خبرو ته تيار دی او د پي ډي اېم هم په خبرو غور کېدی شي خو اول دې د تحریک انصاف حکومت لرې شي او بيا به هم د ائين په چوکاټ کې په پټه نه بلکې په ښکاره خبره کولی شي.
د مولانا په خبره سلېکټډ يا خوښ کړی شوي حکومت د کور ته لېږلو پورې به په قلاره نه کښيني، هغه تور ولګوؤ د نېب، اېف ايي ای او نورې ادارې د دروغو مقدمې جوړوي ځکه يې دوی د احتساب دغه نظام ردوي.
نوموړي وويل پي ډي اېم په غونډه کې په ګلګت بلتستان کې د ترسره شوؤ انتخاباتو نتيجې رد کړې.
په ګلګت بلتستان کې په 15م نومبر د قانون ساز اسمبلۍ دپاره په 24 کې په 23 چوکو انتخابات شوي چې د غېر سرکاري او غېر ختمي نتيجو ترمخه تحریک انصاف ګوند پکې نهه، پيپلز ګوند پکې درې، مسلم ليګ ن پکې دوه، جی يو ايي اېف پکې يو، اېم ډبليو اېم پکې يو او اووه چوکۍ آزادو کانديدانو ګټلي دي.
د پي ډي اېم مشر وويل د پي ډي اېم تحریک به چټکولی شي او د کرونا په لړ کې چې د پي ډي اېم په جلسو د بندېز خبره کيږي دوی د حکومت دغه خبره ردوي او جلسې به یې په ټاکلو نېټو کيږي.
پي ډي اېم
پي ډي اېم د ملک د اپوزيشن ګوندونو له لوري د روان کال د ستمبر په مياشت کې جوړ شوی، په دې غورځنګ کې مسلم ليګ ن، پاکستان پيپلز ګوند، جميعت علما اسلام ف، اې اين پي، پښتونخوا ملي عوامي ګوند، بي اين پي مېنګل، نېشنل پارټۍ او د قومي وطن پارټۍ په ګډون د اپوزيشن 11 ګوندونه شامل دي.
د يادو ګوندونو مشرانو د عمران خان حکومت د پاکستان د پوځ په لاس جوړ شوی حکومت بللی او د دې حکومت د ړنګولو اعلان يې کړی دی، د پاکستان پوځ او استخباراتي ادارې يې په سياست کې د لاسوهنې په تور تورنې کړي دي.
خو د پاکستان پوځ د اپوزيشن ګوندونو دغه تورونه رد کړي او ویلي يې ؤ سياسي مشران دې پوځ په خپلو سياسي معاملو کې برخمن نه بولي او نه دې ورباندې داسې تورونه لګوي.
د تحریک انصاف حکومت وايي پي ډي اېم د خپلو مشرانو د غلاګانو د تحفظ دپاره جوړ شوی تحریک دی.
پي ډي اېم تراوسه پورې د حکومت پرضد د پنجاب په ګوجرانواله، د سيند په کراچۍ او بلوچستان په کوټه کې احتجاجي جلسې کړي دي.
ياد غورځنګ په 22م نومبر په پېښور، په 30م نومبر ملتان او په 13م دسمبر په لاهور کې د جلسې اعلان کړی او په جنورۍ کې يې اسلام اباد ته د لانګ مارچ اعلان کړی دی.