لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دکرونا وایرس خوریدو له امله دخېبر پښتونخوا دپوهنتونونو بیلابېلې څانګې وتړل شوې


دخېبر پښتونخوا د بیلا بیلو پوهنتونو په زده کوونکو کې د کرونا وايرس دمثبتو پېښو مخې ته له راتلو وروسته ددغو پوهنتونونو اړونده تعليمي څانګې تړل شوې دي.

د پېښور پوهنتون مائيکرو بيالوجي او بائیو ټیکنالوجي سنټر،او انګلش ډېپارټمنټ د دوؤ اوونیو د پاره بند کړل شوي دي او د ماحولياتو څانګه نن په 14مه ورځ د تړل کېدو وروسته د امتحان اخستو د پاره پرانستل شوه.

په دیر ضلعه کې هم دشهيد بې نظير بهټو پوهنتون د کمپيوټر سائنس، جيولوجي، ايګريکلچر او بائيو ټيکنالوجي څانګې د کرونا وايرس دمثبتو پېښو مخې ته د رتلو نه وروسته د پنځوؤ ورځو د پاره بند تړل شوي دي.

د دې ترڅنګ په نوښار سيمه کې د جينکو يو کالج هم د کرونا وايرس دپېښو له امله بند کړل شوی دی.

د خېبر پښتونخوا د ترټولو ستر پېښور پوهنتون انتظاميه وايي چې کومې څانګې د کرونا وايرس له امله تړلې شوي دي نو د هغو زده کوونکو د پاره د انلائن کلاسونو اخستو بندوبست شوی دی.

د ياد پوهنتون وياند نعمان خان وي او ای ډيوه ته ويل د ټولو نه اول د ادارې ماحولياتو څانګه کې د کرونا مثبتې پېښې مخې ته راغلې وې او د 14 ورځو د پاره ددغې څانګې دبندولو وروسته نن بیا یاده څانګه د امتحانونو اخستو په عرض پرانستل شوه.

هغه وايي چې د پوهنتون منجمنټ سائنسز څانګه کې کومې درې مثبت پېښې ريکارډ شوي نو هغه زده کوونکي په کورونو کې قرنطين شوي دي.

" دهغو نه علاوه سنټراف بائيوټېکنالوجي او مائيکروبيالوجي کې د يو زده کوونکي کرونا وايرس ټسټ مثبت راغلو او هغه نورو زده کوونکو سره ناسته پاسته کړې ده نو دغه سنټرکې هم د 14 ورځو د پاره فيزيکل کلاسونه بند کړل شول او ان لائن کلاسونه به اخېستې شي"

دنوموړي په وینا ددې ترڅنګ انګلش ډيپارټمنټ کې هم د کرونا وايرس مثبتې پېښې مخې ته راغلې دي نو دغه څانګه هم بنده کړل شوه او اوس به انلاين کلاسونه اخلي

د دير ضلعې شيرينګل سيمه کې د بنظير بهټو شهيد پوهنتون وياند روحيل اسلام وي او ای ډيوه ته وويل په بېلا بیلو څانګو کې د کرونا وايرس دمثبتو پېښو مخې ته د راتلو وروسته د پوهنتون دغه څانګې د پنځوؤ ورځو د پاره تړل شوې دي۔

نوموړی وايي که چرې دغه موده اوږدیږي نو د زده کوونکو د پاره به د آن لائن کلاسونو بندوبست کولی شي.

د ویاند په وینا " تېرو درې څلورو ورځو کې اته مثبت پېښې ريکارډ شوې دي، دغه پېښې په څلورو شعبو کې ريکارډ شوي دي نو د نن نه هغه د پنځه ورځو د پاره وتړل شوې چې پکې د کمپيوټر سائنس، جيالوجي، اېګريکلچر او بائيو ټېکنالوجي څانګې شامل دي"

ددې ترڅنګ د خېبر پښتونخوا د نوښار سيمې د جينکو دګري کالج هم د کرونا وايرس دمثبتو پېښو ريکارډ کېدو وروسته تړل شوی دی.

د کالج انتظاميه وايي په 60ؤ اخستل شويو نمونو کې اته ټسټونه مثبت راغلي او د لسو ورځو د پاره دغه تعليمي اداره بنده کړل شوې ده.

د خېبر پښتونخوا د تعليم محکمې د يو رپورټ ترمخه د صوبې په کچه د کرونا وايرس د پېښو له امله خوا وشا 40 بېلا بېل سکولونه تر دې دمه ټرل شوې دي۔

د صحت دصوبايي محکمې لخوا دجاري شويو شمېرو ترمخه په خېبرپښتونخوا کې دتېرو 24 ساعتو په مهال 237 تنان د کرونا وايرس نه ناروغه شوي ولې مړينه په ريکارډ نه ده راغلې.

شميرې ښايې د صوبې په کچه تردې دمه د کرونا وايرس نه ټول 43 زره او 52 تنان ناروغه شوي او په کرونا وايرس اخته 1318 ناروغان په حق رسيدلي

  • 16x9 Image

    عبد الرزاق

    عبدالرزاق له وي او اې ډیوه سره په پېښور کې د خبریال په توګه د ملټي مېډیا په برخه کې کار کوي. هغه د خیبرپښتونخوا او افغانستان د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي. ​عبدالرزاق له هزاره پوهنتونه په جرنلزم کې ماسټر ډګري اخیستې او له خیبرنیوز سره په پېښور کې د خبریال په توګه کار کړی. هغه ډان او ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼو او نورو ویبپاڼو ته هم لیکنې کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG