لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د مشال د وژنې د مرکزي تورن د مرګ د سزا بدلېدو خلاف به سپريم کورټ ته ځو، اقبال خان


په عبدالولي خان پوهنتون کې د مذهب د سپکاوي په تور وژل شوي مشال خان پلار اقبال خان وايي د پېښور هايکورټ د دغه فېصلې پرضد به سپريم کورټ ته ځي چې د مشال خان د وژنې د مرکزي تورن عمران علي د مرګ سزا یې په عمر بند بدله کړې ده.

د پېښورهايکورټ جسټس لعل جان خټک او جسټس عتيق شاه دوه کسيزه ډلې د زيارت/ پنجشنبې په ورځ [19 نومبر] يې فېصله اورولې ده.

عدالت په ياده مقدمه کې په ضمانت د خوشي کړی شوؤ 25 کسانو ضمانتونه رد کړي او د هغو د بيرته نيولو امر يې کړی دی او درېو کالو سزا یې په ځای ساتلې ده.

په ياده مقدمه کې د مشال خان د پلار وکيل بېرسټر عامر چمکنۍ وايي د عمران سزا د مرګ د سزا څخه عمر قېد ته بدله شوې، اووه مرکزي ملزمان چې د عمر بند سزا ورته اورول شوې هغه په ځای پاتې شوې او 25 سزاوار چې په ضمانت خوشي شوي ؤ د هغو ضمانت رد کړی شو او سزا يې په ځای وساتل شوه او د هغو د عدالت د کمرې څخه د نيولو امر شوی دی.

ياده فېصله چې عدالت د ستمبر په وروستيو کې محفوظ کړې په هغه وخت په مقدمه کې د مشال خان د پلار وکیل فضل خان اېډوکېټ وي او ای ډیوه ته ویلي ؤ ،

دوی د اقبال خان او د مشال د کورنۍ لخوا پېښور هايکورټ ته اپيلونه کړي وو، چې وړاندې کومه فېصله شوې وه چې په مقدمه کې 26 ملزمان بري کړی شوي، 25 ته درې، درې کاله سزا اورول شوې، اووه ته د عمر قېد يا 25 کاله بند او يو تن ته پکې د مرګ سزا اورول شوې وه.

هغه ویلي ؤ، دوی د دغه فېصلې پرضد هايکورټ ته خواستونه کړي وو چې دغو ټولو ته دې د مرګ سزا واورول شي ځکه چې دوي ټولو د مشال خان په وژنه کې یو شان کردار ادا کړی ؤ.

اقبال خان وايي د قانون په لار به د انصاف دپاره هلې ځلې جاري ساتي او زياتوي هغه په لومړۍ ورځ دا خبره کړې وه چې د هغه زوی بيا نه ژوندی کيږي خو دغه مبارزه د نورو بچو دپاره کوي.

هغه وويل تراوسه پورې يې په دريځ کې بدلون نه دی راغلی نه خرڅ شوی او نه به د انصاف دپاره مبارزه پرېږدي.

اقبال خان وايي په ميندو پلارانو، د بشري حقونو د تنظيمونو او د پاکستان د رياست نه غواړي چې د هغه سره ودريږي او دغه مقدمه منطقي انجام ته ورسي، مشال ته انصاف مېلاؤ شي او نور بچي خوندي شي.

د کال 2017 د اپرېل په 13 د مردان په عبدالولي خان پوهنتون کې د ژورنالزم د څانګې په زده کوونکي مشال خان د مذهب د سپکاوي تور لګول شوی او په تشدد وژل شوی ؤ، په هغه تشدد کوونکي زياتره د پوهنتون زده کوونکي وو.

خو پوليس په خپلو پلټنو کې په مشال لګېدلی تور دروغژن ګرځولی ؤ او د هغه وژونکو پرضد بيا مقدمه پېل شوې وه.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG