لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان: د پنجاب په ننکانه کې احمدي ډاکټر په ډزو وژل شوی


د پاکستان د پنجاب صوبې په ننکانه ضلع کې يو احمدي ډاکټر په ډزو وژل شوی او په ډزوکې درې تنه نور ژوبل شوي هم دي.

احمدي ډلې ویلي، ډاکټر طاهر احمد په کور کې دننه د جمعې عبادت کړی او چې بهر راوتلی ډزې پرې شوي دي.

د پېښې په اړه د احمدي ډلې وياند سليم الدين ویلي په ډزو کې د ډاکټر پلار طارق احمد سخت ژوبل شوی او دوه نور احمديان هم ټپي شوي دي.

پوليسو ويلي دغه ډزې يو 15 يا 16 کلن هلک کړي دي چې مهد د پلار نوم يې عظمت الله دی، پولیسو نيولی دی.

پوليس ويلي په ډزو کې يو تن په ځای وژل شوی او درې نور ژوبل شوي او هغوی فېصل اباد ته منتقل کړی شوي دي.

د احمدي ډلې وياند سليم الدين ویلي د احمديانو پرضد د اوږدې مودې نه د کرکې کمپاين روان دی چې پکې په ښکاره د احمدیانو وژنې واجب القتل ګرځول کيږي.

هغه ويلي دې کمپاين اوس زور اخستی او دا تازه پېښه په روان کال کې پينځم احمدي دی چې د عقيدې په بنياد ووژل شو.

د سليم الدين په خبره په تېرو څلورو مياشتو کې څلور احمديان وژل شوي دي.

هغه دعوه کړې چې پرله پسې د حکومت نه د احمديانو د تحفظ غوښتنه کوي خو حکومتي واکمن د احمديانو په ساتنه هيڅ کار نه لري.

هغه د احمديانو د وژونکو د قانون منګولو ته راوستو او د قانون ترمخه هغو ته د سختو سزاګانو ورکولو غوښتنه یې کړې ده.

ځانګړې ویډیوګانې

خپرونه: سندره او خبره
please wait

No media source currently available

0:00 0:29:33 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG