لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کرونا وايرس: د عمران خان پېغور، د خادم رضوي جنازه او د پي ډي اېم جلسه


د پاکستان وزیراعظم عمران خان وايي د پاکستان ډېموکرېټک مومنټ [پي ډي اېم] هغه غړي چې وړاندې به يې د سخت بندېز غوښتنه کوله نن د خلکو ژوند په خطره کې اچوي او په جلسه کولو ټينګ ولاړ دي.

خو د حکومت مخالفه 11 ډلو ویلي، د پي ډي اېم تحریک به نور چټکولی شي او د کرونا په لړ کې چې د پي ډي اېم په جلسو د بندېز خبره کيږي دوی د حکومت دغه خبره ردوي او جلسې به یې په ټاکلو نېټو کيږي. پي ډي اېم سبا په 22م نومبر په پېښور کې د جلسې اعلان کړی دی.

بل لور ته نن د خالي/ شنبې په ورځ[21نومبر] د مذهبي او سیاسي ډلې تحریک لبیک (ټي ال پي) مشر خادم حسین رضوي جنازه په مينار پاکستان لاهورکې کيږي او غټه ګڼه راجوړه شوې خلکو پوښتنې راولاړې کړي چې حکومت دغلته څه کوي؟ او د کرونا وبا د مخنيوي په لړ کې د حکومت لارښوونې [اېس او پيز] باندې څوک عمل کوي؟.

د کرونا تازه حال

په پاکستان کې د سرکاري شمېرو ترمخه په تېر شوا روز کې د کرونا څخه نور 42 کسان مړه شوي چې ورسره په ملک کې د دې وايرس نه د مړو ټوله شمېره 7603 ته رسېدلې ده.

د دې ترڅنګ په ملک کې په تېرو 24 ساعتونو کې په نورو 2843 کسانو کې د کرونا وایرس مالوم شوي او په دې وايرس اخته 96 کسانو روغتيايي حالت سخت شوی چې ورسره په دې ناروغۍ د سخت شوؤ کسانو شمېره 1613 ته رسېدلې ده.

د عمران خان ټويټ

د پاکستان وزیراعظم عمران خان د مرکزي وزير اسد عمر ټويټ شريک کړی او ویلي يې دي،

"د پي ډي اېم هغه غړي چې وړاندې يې د سختو بندېزونو غوښتنه کوله او په هغه يې ټکونه کول نن د خلکو ژوند په خطره کې اچوي د ناپوهو سياست کوي. حال دا دی چې د عدالتي حکمونو سرغړونه کوي د کرونا پېښې په تېزۍ سېوا کيږي او دوی په جلسه کولو ټينګ ولاړ دي".

اسد عمر نن په ټويټر ويلي، "په پېښور کې تېره ورځ د کرونا پېښې 13.39 فيصده وه. 202 ناروغان سخت دي. پي ډي اېم وايي؛ مونږ به په سټېج خوندي يو نو د خلکو به څوک خيال ساتي".

د جلسې او کرونا وبا په اړه د پي ډي اېم دريځ

د حکومت مخالفه 11 ډلو مشر مولانا فضل الرحمان په [17 نومبر] د مخالفه ډلو د مشرانو د غونډې وروسته ویلي ؤ، د پي ډي اېم تحریک به نور چټکولی شي او د کرونا په لړ کې چې د پي ډي اېم په جلسو د بندېز خبره کيږي دوی د حکومت دغه خبره ردوي او جلسې به یې په ټاکلو نېټو کيږي.

چې مخالفه ګوندونو سبا د اتوار په ورځ په 22م نومبر په پېښور کې د جلسې اعلان کړی دی.

د خادم حسېن رضوي جنازه او پوښتنې

بل لور ته نن د خالي/ شنبې په ورځ د لاهور په مینار پاکستان کې د مذهبي او سیاسي ډلې تحریک لبیک (ټي ال پي) مشر خادم حسین رضوي جنازه کيږي چې غټه ګڼه ورته راجوړ شوې په ټولنيزو رسنيو په حکومت پوښتنې راولاړې شوي چې هلته ولې د کرونا د مخنيوي په لړ کې په حکومتي لارښوونو عمل نه دی شوی.

خادم حسېن رضوي په [19نومبر] د زيارت/ پنجشنبې په ورځ مړ ؤ.

خبريالې بېنظير شاه په ټويټر د جنازې د ګڼې عکس خپور کړی او ويلي يې دي،

"د کرونا د مخنيوي په لړ کې د حکومت لارښوونې [اېس او پيز] چرته دي؟ حکومتي چارواکي چرته دي چې د مخالفه ګوندو په جلسو اندېښنې لري".

خبريالې منېزې جهانګیر هم دغه ډول ویلي،

"حکومت چې د خادم رضوي جنازې له د کرونا مخنيوي په لړ کې لارښوونو[اېس او پيز] پرته اجازت ورکړی، حکومت به څنګه د پي ډي اېم جلسې ودروي".

پي ډي اېم

پي ډي اېم د ملک د اپوزيشن ګوندونو له لوري د روان کال د ستمبر په مياشت کې جوړ شوی، په دې غورځنګ کې مسلم ليګ ن، پاکستان پيپلز ګوند، جميعت علما اسلام ف، اې اين پي، پښتونخوا ملي عوامي ګوند، بي اين پي مېنګل، نېشنل پارټۍ او د قومي وطن پارټۍ په ګډون د اپوزيشن 11 ګوندونه شامل دي.

د يادو ګوندونو مشرانو د عمران خان حکومت د پاکستان د پوځ په لاس جوړ شوی حکومت بللی او د دې حکومت د ړنګولو اعلان يې کړی دی، د پاکستان پوځ او استخباراتي ادارې يې په سياست کې د لاسوهنې په تور تورنې کړي دي.

خو د پاکستان پوځ د اپوزيشن ګوندونو دغه تورونه رد کړي او ویلي يې ؤ سياسي مشران دې پوځ په خپلو سياسي معاملو کې برخمن نه بولي او نه دې ورباندې داسې تورونه لګوي.

د تحریک انصاف حکومت وايي پي ډي اېم د خپلو مشرانو د غلاګانو د تحفظ دپاره جوړ شوی تحریک دی.

ياد غورځنګ وايي د عمران خان د حکومت لرې کولو پورې به تحریک دوامداره ساتي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG