لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

کرونا وايرس: پاکستان کې د 26 نومبر نه د تعليمي ادارو تړلو اعلان وشو


Pakistan School

د پاکستان د تعلیم مرکزي وزیر شفقت محمود اعلان وکړو چې د کرونا وبا د مخنیوي په لړ کې پرېکړه وشوه چې د 26م نومبر نه به تر 11 جنورۍ 2021 پورې د پاکستان ټولې تعليمې ادارې بندې وي د کور نه به خپلې زده کړې روانې ساتي.

نن د ګل/دوشنبې په ورځ [23 نومبر] شفقت محمود د صحت د چارو د مشاور ډاکټر فېصل سلطان سره په ګډه د تعليمي ادارو د تړلو اعلان وکړو.

هغه وويل چې د پاکستان ټولې تعليمي ادارې پوهنتونونه، کالجونه، سکولونه، ټيويشن سنټرې او نور د زده کړو کومې ادارې دي هغه به بندې وي ماشومان به هلته نه راځي او د کور نه به زده کړې جاري ساتي.

شفقت محمود زياته کړه، د 26 نومبر نه به د 24 دسمبر پورې د کور نه د زده کړو سلسله روانه وي او د 25 دسمبر نه به تر 10م جنورۍ پورې د ژمي يا يخنۍ رخصتي وي او په 11م جنورۍ به تعلیمي ادارې بيرته پرانستلی شي خو د هغې نه په وړاندې اوونۍ کې به بيا هم د حالاتو جاج اخستلی شي.

هغه وويل د دسمبر په میاشت کې چې څومره امتحانونه کېدل د هغو د ځنډولو پرېکړه شوې ده.

د تعليم وزير دا هم وويل چې د پوهنتون په کچه به انلاين يا د انټرنېټ د لارې کلاسونه اخستل کيږي او په هاسټلو کې به يوه برخه زده کوونکي پاتې کېدی شي.

په پاکستان کې د تعليمي ادارو د تړلو اعلان په داسې وخت کې وکړی شو چې په ملک کې د کرونا وايرس پېښې يو ځل بيا مخ په سېوا کېدو دي.

د سرکاري شمېرو ترمخه په تېرو 24 ساعتونو کې د کرونا څخه د 34 د مړه کېدو سره په ملک کې د کرونا وايرس څخه د مړو ټوله شمېره 7696 ته رسېدلې ده.

ويل شوي دا وخت په ملک کې په کرونا وايرس اخته 1677 کسان داسې دي چې روغتيايي حالت يې خطرناک دی.

په پاکستان کې له دې وړاندې هم د کرونا وبا امله د روان کال مارچ په میاشت کې تعليمې ادارې تړل شوې وې او د ستمبر په مياشت کې نزدې شپږ میاشتې وروسته بیا مرحله وارې پرانستل شوې وې.

شفقت محمود وايي سپارښتنه شوې چې د مارچ په مياشت کې کوم امتحانونه کيږي هغه دې د مې او جون میاشتو ته واړول شي او په سرکاري سکولونو کې چې نوی کال د اپرېل په مياشت کې پېل کيږي هغه دې اګست ته بدل کړی شي.

هغه وويل د ګرمیانو رخصتۍ دې کمې کړی شي ځکه چې کومې زده کړې نيمګړې پاتې شي هغه به پوره کولی شي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون د جرنلزم د څانګې نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړې ده.​

XS
SM
MD
LG