لاس رسیدونکی لینک

 
غزني اؤ زابل کې ځانمرګي بریدونه،۳۰پوځیان وژل شوي،۴۹ کسان ژوبل
تازه خبر

غزني اؤ زابل کې ځانمرګي بریدونه،۳۰پوځیان وژل شوي،۴۹ کسان ژوبل


دغزني دملکي روغتون مشر ډاکټر باز محمد همت رسنیو ته ویلي دبرید له امله تر اوسه د ۲۰ کسانو مړي اؤ‌۲۸ زخمیان روغتون ته ور وړل شوي چې دا ټول پوځیان دي.

چارواکي وایي د افغانستان په غزني ولایت کې دملي اردو په یوه کنډک موټري بمي چاودنه اؤ زابل کې دولایتي شورا د رئیس په موټر ځان مرګي برید کې د۳۰عسکرو په ګډون ۳۳کسان وژل شوي ۴۹نور ژوبل شوي دي.

دغه برید د یکشنبې په سهار د غزني په ده یک ولسوالۍ کې په هغه کنډک شوی چې دعامه نظم پولیسو په دې وروستیو کې ملي اردو ته سپارلی ؤ.

دغزني دملکي روغتون مشر ډاکټر باز محمد همت رسنیو ته ویلي دبرید له امله تر اوسه د ۳۰کسانو مړي اؤ۲۸ زخمیان روغتون ته ور وړل شوي چې دا ټول پوځیان دي.

دافغان میډیا د راپورونو له مخې ځانمرګي تن خپل له چاوېدونکو موادو ډک موټر ته د ملي اردو د کمانډو مرکز کې چاودنه ورکړې ده.

په عین حال کې چارواکي وایي د زابل د ولایتي شورا د رئیس عطاء جان حق بیان په موټر هم د یکشنبې په ورځ یو د زابل مرکز قلات کې ځانمرګي برید شوی چې پکې پخپله د ولایتي شورا رئیس ژوبل شوی اؤ د هغه د یوه ساتونکي په ګډون دوه ماشومان وژل شوي دي.

د زابل امنیه قوماندان سمونوال حکمت الله کوچي رسنیو ته ویلي د ولایتي شورا رئیس عطاء جان حق بیان دیکشنبې په سهار دخپل کوره دفتر ته دتګ په حال کې ؤ چې یو ځانمرګي تن یې دموټر سره نزدې ځان ته چاودنه ورکړه.

هغه ویلي په دې چاودنه کې پخپله حق بیان ژوبل شوی چې دتداوۍ دپاره روغتون ته رسول شوی دی.

د زابل د عامي روغتیا رئیس ډاکتر لعل محمد توخي امریکا غږ اشنا ته ته ویلي چې ولایتي روغتون ته د نننۍ پېښې څخه ټولټال ۲۱ تنه ټپیان ور وړل شوي دي.

هغه وويل چې په ټپیانو کې د ۴ تنو روغتیايي حالت نازک وو چې د کندهار میرویس حوزوي روغتون ته انتقال شوي.

په سمدستي توګه ددې بریدونو پړه چا پغاړه نه ده اخستې خو په دې وروستیو کې دافغانستان دننه د شوؤ زیاتره بریدونو اؤ چاودنو پړه طالبانو اؤ داعش پغاړه اخستې ده.

په دې وروستیو کې چې دطالبانو اؤ افغان دولت دمرکچي پلاوي ترمنځ د قطر پلازمینه دوحه کې دسولې خپل منځي خبرې پیل شوي افغانستان کې دبمي چاودنو،بریدونو اؤ تشدد کچه هم لوړه شوې ده.

یوه ورځ وړاندې دشنبې په ورځ هم د افغانستان پلازمينه کابل کې دوه چاؤدنې شوي وې چې پکې لږ تر لږه اووه کسان وژل شوي اؤ‌ ژوبل شوي وؤ.

د تېرې شنبې په ورځ ۲۱م نومبر هم په کابل کې د نامالومه لوري ۲۳ راکټونه لګيدلي وؤ چې پکې ۱۰ ملکي وګړي وژل شوي او ۵۱نور ژوبل شوي وو.

د روانې نومبر د میاشتې په اوومه نېټه هم په کابل کې په ګاډي پورې نښلول شوؤ بارودي موادو په چاؤدنه کې د پخواني خبريال یما سياوش په ګډون درې تنه وژل شوي وو.

له دغې وړاندې په دوېم نومبر په کابل پوهنتون بريد شوی ۲۲ تنه پکې وژل شوي او ۲۲ ژوبل شوي وو چې زياتره یې زده کوونکي وو.

داعش په پوهنتون د بريد زمه واري منلې وه.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 59:57 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG