لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دانټرنيټ دنيشتوالي له امله دخېبر پښتونخوا زیاتره برخو کې په لکونو زده کوونکي دانلاین زده کړو نه محرومه دي


د کرونا وایرس د دویمې څپې له امله چې دتیرې اوونۍ راهسې خیبر پښتونخوا کې ۳۵زره ښوونځي تړل شوي اؤ ورته وینا شوې چې زده کوونکو ته باید دانلاین کلاسونو دلارې سبقونه وښایي ،خو زده کوونکي وایي د صوبې په زیاتره برخو کې دانټرنیټ اساني وجود نه لري.

دکرونا وایرس د دويمې څپې وروسته پاکستان کې حکومت تعليمي ادارې تړلې دي،او ورته د انټرنيټ دلارې دانلاين سبقونو ښودلو وینا شوې ده خو دخيبر پښتونخوا په زياتره برخو او دپخوانیو قبايلي سيمو دننه دانټرنیټ اسانۍ وجود نه لري او له دې امله په لکونو زده کوونکي د زده کړو څخه محرومه پاتې شوي دي.

سپوږمۍ بي بي چې په پيښور پوهنتون کې لوړې زده کړې کوي ،او د وروستو پاتې سیمې شانګلې اوسيدونکې ده، وايي "زه هم لکه د نورو لکونو هاغو بد بختو زده کوونکو دجملې څخه یم چې نشم کولی دخپلو زده کړو لړۍ روانه وساتم ځکه ځکه چې زمونږ په کلي کې نه خو انټرنيټ شته او نه بريښنا"

وحيدالله په سوات پوهنتونکې د جرنلزم دڅانګې محصل دی وايي "انټرنيټ ،ليپ ټاپ او يا سمارټ موبايل هغه اساسي شيان دي چې د لارې يي ان لاين زده کړې ممکن دي ، خو زيات تره زده کونکي که څه للو پتو وکړي او ليپ ټاپ يا موبايل راپيدا کړي نو بيا انټرنيټ د کومه کړي؟"

وحيدالله وايي دپښتونخوا ځېنې خوش بخته برخې داسې دي چرته چې انټر نيټ موجود دی خو دغلته بيا د انټر نيټ د لوړې بيعې خبره راځي ځکه چې ددې دپاره بيا د انټرنيټ ډير مصرف پکار وي ، چې دغه هم د هر زده کوونکي د وس کار نه وي.

دخيبر پښتونخوا دتعليم وزير شاهرام خان ترکئ تيره اوونۍ مطبوعاتي کانفرانس ته د وینا په مهال منلې وه چې دصوبې ډيرو برخو کې دانټر نيټ اسانتياوې نشته.

هغه ویلي وؤ په صوبه کې د پوهنتونو اؤ کالجونو علاوه يوازې ٣٦ زره مکتبونه دي چې پکې ٤٦ لکه محاصلين سبقونه وایي، خو زياتره ددې جوګه نه دي چې ان لاين زده کړې روانې وساتي .

هغه ویلي وؤ دصوبې په دغو برخو کې حکومت اجاز ورکړې چې اوونۍ کې يوه ورځ لوستونکي مکتب ته لاړ شي او استاذان ورته دکور دننه د زده کړو دپاره کار وسپاري

  • 16x9 Image

    احسان محمد خان

    احسان محمد خان په صحافت کې  اوږده تجربه لري‌ اؤ دبیلابیلو نړیوالو رسنیو سره یې دخبریال په توګه دنده ترسره کړې ده۔
    هغه د وي او ای ډیوه دخپرونو دلړۍ پیل کیدو سره سم دخیبر پښتونخوا څخه ډیوه ته دټي وي، ریډیو ا ؤ ډیجیټيل میډيا په برخه کې  د اقتصاد ، سياست ،  کلتور  په اړه رپورټونه برابروي چې زیاتره  تجزیاتي اؤ معلوماتي بڼه لري۔

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG