لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شمالي وزيرستان: په يوه اوونۍ کې لس تنه په ډزو وژل شوي، علتونه يې څه دي؟


د شمالي وزيرستان مرکزي دروازه
د شمالي وزيرستان مرکزي دروازه

د افغانستان سره په پوله پرته قبايلي ضلع شمالي وزيرستان کې په يوه اوونۍ کې لس تنه په ډزو وژل شوي دي، پوليس او ځايي خلک دغو وژنو ته هدفي وژنې وايي. څيړونکي وايي دغه ډول پېښې سېوا کېدل په علاقه کې د وسله وال فعاليتونو زياتېدو څرګندونه کوي.

په شمالي وزيرستان کې د هدفي وژنو تازه پېښه پرون د نهې/ سه شنبې په ورځ په میرانشا کې شوې او قبايلي مشر مولا خان نالومو کسانو په ډزو په هدف کړی ؤ.

د ميرانشا پوليس پېښه تاييدوي او وي او ای ډیوه ته يې ویلي د هدفې وژنې د دې پېښې مقدمه يې د نامالومو کسانو پرضد درج کړې او د وژل شوي مشر کورنۍ په چا دعوه هم نه ده کړې.

تازه بله پېښه د ګل/دوشنبې په ورځ په ميرعلي کې شوې او د خېسور علي خېل کلي څلور ملکان پکې وژل شوي وو.

د شمالي وزيرستان د سياسي اتحاد مشر خليل وزیر وايي، په وروستيو کې په علاقه کې د بدامنۍ د پېښو سېوا کېدو او په ځانګړي ډول هدفي وژنو سخت اندېښمن کړي دي.

وي او ای ډیوه سره په خبرو کې هغه وويل، په شمالي وزيرستان کې په کال 2014م کې د تندلارو وسله والو پرضد پوځ د ضرب عضب په نوم عملیات شوي، او بيا دعوه شوې وه چې په علاقه کې په مکمله توګه امن په ځای کړی شوی دی.

او بيا د علاقې نه د لکونو په شمېره کې کډوال شوي خلک بيرته ستانه کړی شوي وو.

خو خليل وزير وايي دوی نه پوهيږي چې د دوی سره وعده شوې وه چې وزيرستان د هر ډول بدامنۍ نه پاک کړی شوی خو په علاقه کې د بدامنۍ پېښې بيا هم دوام لري.

د وژنو په نورو تازه پېښو کې په 26م نومبر په ميرعلي کې د [اېف ډبليو او] څلور کار کوونکي نامالومو کسانو په هدف کړي او بيا په ديګان کې يو بل تن هم په ډزو وژل شوی ؤ.

په اسلام اباد کې د فاټا ريسرچ سنټر مشر منصور مسيد وايي روان کال تراوسه پورې په ورګډو قبايلي ضلعو [پخوانۍ فاټا] کې د بدامنۍ 132 پېښې شوي 112 کسان پکې وژل شوي او د 150 پورې پکې ژوبل شوي دي.

وي او ای ډيوه سره په خبرو کې هغه وویل، په وژل شوؤ او ټپيانو کې نيم ملکي وګړي او نيم بيا پوځي امنيتي سرتيري شامل دي.

هغه وویل د کال 2019 په مقابله کې دا پېښې ډېرې سېوا شوي دي.

په قبايلي ضلعو او په ځانګړي ډول شمالي وزيرستان کې د بدامنۍ د پېښو سېوا کېدو د علتونو په اړه مسيد وويل، دا پېښې د طالبانود ټولو ډلو يو ځای کېدل ښايي.

که څه هم په علاقه کې د وژنو د تازه پېښو زمه واري کومې ډلې نه ده منلې خو منصور مسيد وايي ښکاري چې طالبان د دغه ډول پېښو د لارې دغلته خپله موجودګي ښکاره کول غواړي.

نوموړی وايي رياست په علاقه کې د امنيت او حکومتي قانوني عملدارۍ په ځای کولو دعوې کړې وې اوس دا پېښې کېدل په رياستي حکومتي عملدارۍ پوښتنې را ولاړوي بايد رياست دې ځواب اووايي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG