لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

وزیراعظم عمران خان دترکي ډرامو کتلو په وړاندیز خپل قام نه څه جوړؤل غواړي؟


دپاکستان وزیراعظم عمران د ترکي د ډرامې ارطغرل اؤ د ترک لیکوالې دتصوف په اړه دلیکل شوي ناول "دمینې څلویښت اصول" څخه وروسته قام ته دترکي دیوې بلې ډرامې “یونس ایمری” دکتلو وړاندیز کړی دی.

څېړونکي اؤ لیکوالان د وزیراعظم عمران خان لخوا پردي کلتور ته دخلکو دمائله کولو هڅې دحیرانۍ وړ بولي اؤ وایي د وزیراعظم کار دا نه وي چې خلکو ته پردي هیروګان،پردی کلتور،پردي سوچونه اؤ پردي کړه وړه ور په ګوته کړي بلکې وزیراعظم ته پکار دي چې پخپله دهیواد دننه د زغم،امن اؤ سوکالۍ دپاره داسې ګامونه واخلي چې نورې نړۍ ته دتقلید سوب وګرځي.

عمران خان د شورو په ورځ په ټوئټر لیکلي “په صوفي ازم (معرفت) کې خوښي لرونکو ته زه په ټينګار سره وړاندیزم کووم چې هغوئ باید سلسلې واره ډرامه یونس ایمری ارو مرو وګوري کومه چې په پي‌‌ ټي وي خپریږي”

یونس ایمری شاوخوا اته سوه کاله وړاندې دترکي یو صوفي شاعر تیر شوی دهغه شاعرانه خیالات د زغم،حوصلې،دمینې اؤ انسان دوستۍ نه چاپیره چورلي اؤ دهغه په ژوند ترکي کې جوړه شوې ډرامه یونس ایمری د “راه عشق” په نوم په اردو ژبه کې دا مهال دپاکستان په دولتي ټي وي اوونۍ کې دوه کرته ښودل کیږي.

تر دې وړاندې په نزدې موده کې عمران خان په ټوئټر دخپل قام خلک د ترکي درامې ارطغرل اؤ د ترکي ناول دمینې څلوښت اصول کتلو ته هم رابللي وؤ.

پېښور پوهنتون د سولې او شخړو د مطالعاتو د څانګې پروفېسر ډاکټر جمیل احمد چترالي د وزیراعظم عمران خان لخوا یونس ایمری ډرامې ته دخلکو د رابللو په غبرګون کې وایي عمران خان دپاکستان وزیراعظم دی خو هغه تر اوسه دکرکټ دلوبغاړي دسوچ نه ځان نه دی ویستلی ځکه چې د وزیراعظم کار خو دا وي چې د ولس دپاره خپلې منصوبې پیل کړي.

وي او ای ډیوه سره خبرو کې ښاغلی جمیل چترالي وي” پکار خو داده چې وزیراعظم دخپل تاریخ،دخپلو معروضي حالاتو اؤ دخپل کلتور دننه ولس دپاره تخلیقات اؤ سوچونه مخې ته راوړي اؤ دهغې دلارې ولس کې شعور بیدار کړي”

هغه وویل” که مونږ دترکي د ډرامو اؤ صوفي ایزم خبره کوؤ نو دصوفي ایزم دپاره پښتنو سره د رحمان بابا په شکل کې ډير لویې ادب پروت دی،دپنجاب اؤ سندهـ سره دبلهی شاه اؤ عبدالله شاه غازي په شکل کې ډيره لویه ادبي ذخیره پرته ده،دبلوڅو خپله یوه درنه کلتوري اؤ تاریخي پنګه وجود لري نو پکار داده چې دې شیانو باندې لټون اؤ تحقیق وکړل شي اؤ دا مخې ته راړول شي ”

ښاغلي جمیل چترالي وویل” که مونږ پاکستان کې دائمي امن اؤ دتشدد لارې تړل غواړو نو زمونږه دخلافت په حوالې سره ډیرې ښې تاریخي حوالې نه دي پاتې شوي ځکه زمونږ ډیرې میندې خویندې دخلافت په نوم هم کونډې شوي وې چې انګریزانو هغوئ دلته نه بهرتي کول اؤ دخلافت په نوم یې دجنګ دپاره مختلفو ځایونو ته بوتلل”

لیکوال اؤ شاعر لائق زاده لائق هم وایي زمونږ په خپل هیواد اؤ دې سیمه کې ډیر پیاوړی ادب تخلیق شوی اؤ خپله صوفیانه شاعري اؤ ادب هم دخپل چاپیرچل اؤ نفسیاتو په رڼا کې لرو باید چې دا هرڅه قام ته رابرڅېره کړو .

هغه وایي که مونږ هغه کلتور را اخلو چې زمونږ د ژوند سره تړاؤ نه لري اؤ هغه کردارونه مونږ پخپل ورځني ژوند کې نه لرو نو هغه زمونږ په ژوند هیڅ مثبت اغېزه نه شي کولی.

ډيوه سره خبرو کې ښاغلي لائق زاده وویل زمونږ حالات لا ددې جوګه نه دي چې امن ،ترقي اؤ سوکالي یوازې د صوفي ایزم دلارې راولو بلکې مونږ ته فعلاً دصوفي ایزم پځائ دقام دښېګړې دپاره عملي اؤ چټک ګامونه اخستل پکار دي.

څېړونکي دا هم وایي چې که عمران خان خلکو کې رواداري ته وده ورکول غواړي نو دې دپاره به ورته داسکولونو اؤ مدرسو دنصابي کتابونو نه دکرکې مواد ویستل وي اؤ یوازې د یو کتاب لوستلو ته خلک رابلل د ستونزې حل نه دی.

پېښور کې میشت وتلی خبریال شمس مومند وایي نن چې په ټولنیز رسنیو د عمران خان دګوند فعالین د عدم برداشت کومې څرګندؤنه کوي دا یې هم د وزیراعظم نه ایزده کړي دي.

ډیوه سره خبرو کې هغه ویلي دې کې شک نشته چې دعمران خان دې تجویز سره به ډرامې اؤ کتاب سره دخلکو شوق پیدا شي خو په عمل کې هم باید عمران خان خپل ورکران دعدم برداشت پځائ مینې ته راوبولي.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG