لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د شمالي وزیرستان د کډوالو دپاره 18کروړه 46 لکه روپۍ جاري شوي خو کډوال وايي دا مرستې اوس کمې دي


د خېبرپښتونخوا صوبې د افتونو په وخت د انتظام ادارې [پي ډي اېم ای] ویلي، د شمالي وزیرستان څخه کډوالو 15زره 229 کورنيو د مرستو دپاره يې 18کروړه 46 لکه روپۍ جاري کړي خو کډوال وايي دا مرستې اوس د دوی خرڅ نه پوره کوي ځکه ګراني سېوا شوې ده ا و دوی بيرته خپلو علاقو ته ستنېدل غواړي.

پي ډي اېم ای په خبر پاڼه کې ويلي دا د اکتوبر د مياشتې دپاره جاري کړی شوې پېسې دي چې د پي ډي اېم ای سره د شمالي وزيرستان کومې 15زره229 کورنۍ رجسټرډ دي هغو ته به دا د 12زر روپو کورنۍ په حساب د وړاندې په څېر د موبايل سيم د لارې ورکولی شي.

د پي ډي اېم ای ترمخه د ګوزاره الاؤنس په نوم د دغو پېسو ورکولو دا 75م قسط دی.

خو د شمالي وزیرستان نه په کال 2014م کې د ضرب عضب عملياتو څخه بې کوره شوي کډوال د تېر په څېر غوښتنه کوي چې يو خو دې د دوی بيرته د تلو انتظام وشي او بل دا چې د دوی سره کېدونکې مالي مرستې اوس د دوی خرڅ نه پوره کوي دا دې سېوا کړی شي.

د شمالي وزيرستان د کډوالو د کمېټۍ مشر نثار علي وايي، په 2014م کې چې دوی بې کوره شوې دغه پېسې ورته اعلان شوې وې، تراوسه پورې ګراني ډېره سېوا شوې ځکه دغه مرستې دې سېوا کړی شي.

وي او ای ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل د دوی سره دوېمه مسله دا ده چې يو خو دغه مرستې کمې دي او بل دا چې په وخت هم نه ورکړی کيږي دوه او درې میاشتې ځنډ پکې راځي او کډوال بيا په قرضونو کولو او د سختو مشکلاتو سره مخ کيږي.

هغه زياته کړه د رجسټرډ کډوالو په دوه هومره کډوال نور هم دي، کرونا وبا د هغو خلکو ژوند سخت اغېزمن کړی ځکه چې يو خو دوی ته حکومتي مالي مرستې نه ورکړی کيږي او بل مزدوري يې هم نشته نو که حکومت ددغو خلکو مرستې نه شي برابرولی بيا دې خپلو علاقو ته ستانه کړي.

د پي ډي اېم ای وياند احسان داوړ وايي دا هغه پېسې دي چې د لومړي سر نه کډوالو ته ورکولی شي، او تر څو چې دوی ته د پېسو زياتولو خبره ده، هغه به مرکزي حکومت کوي.

د مالي مرستو د وروستو والي يا ځنډېدو په اړه وايي دا پېسې راتلل د يو عمل نه تيريږي او په هغې وخت لګي ځکه دا وروستو کيږي داسې نه ده چې په ارادې سره وروستو کولی شي.

د کډوالو د بيرته ستنولو په اړه هغه وويل چې حکومت او پوځ دوی ته په علاقه کې د امنيت او بيرته د تلو اجازه ورکړي، بيرته به دغه کډوال خپلو علاقو ته ستانه کړي.

يو امنيتي چارواکي وي او ای ډيوه سره په خبرو کې په سيمه کې د امنيت په اړه وويل د شمالي وزيرستان هغه علاقې چې د افغانستان سره په پوله پرتې دي هغه لا پوره نه دي پاکې کړی شوي او هلته کليرنس يا د پاکوالي عمليات روان دي او دا وخت چې څومره خلک کډوال دي زيات د هغو علاقو سره تعلق لري.

هغه وويل په وروستيو د پوځ مشر جنرل قمر جاوېد باجوه په خپله د افغانستان سره په پوله پرتو علاقو ته ورغلی د امنيت جاج یې اخستی او د اطمينان څرګندونه يې پرې کړې ده.

هغه وويل د کال نيم پورې به دا علاقې پاکې کړی شي او کډوال به بيرته ستانه کړی شي.

د شمالي وزيرستان نه په کال 2014م کې د ضرب له امله د سرکاري شمېرو ترمخه يو لک درې زره کورنۍ کډوالې شوې وې، خو په دوی کې افغانستان ته کډه شوي خلک نه ؤ شامل.

د سرکاري شمېرو ترمخه په کډوال شوؤ کې چې کره شمېره يې بيا 87زره کورنۍ مالومې شوې وې چارواکي وايي په دوی کې اوس يواځې دغه 15 زره کورنۍ پاتې دي نور کډوال بيرته لېږل شوي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG